د اولاد غوښتلو دعا

ګران د اسلامي لارښود چلونکی اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة زما دا سوال دادي چي زما د واده 7مياشتې كيږي زما اولاد نشته خاوند مي لږ مريض دی خو زمونز به كور كي هيح ماشوم نشته كوركي راته وايي چي ولي ماشوم نه راوړي زه هيح نه وايم چي زما خاوند لږ مريض دیخو خاوند مي داوايي خوري 4مياشتې كيزي هو هيح تاثير نكوي ورباندي چي تستونه كوي داكتر ورته وايي چي داولي زياتيزي  پنځه وخته زه او خاوند مي مونځ  كوو تلاوت قران شريف كوم د تسبيح ختم مي نيول اسماوالحسني ختم مي ونيول هر چا چي اويل هغه تول ختمونه مي ونيول هيح نه پوهيزم چي دا دعامي ولي نه قبلوي الله تعال هو بيا هم نا اوميده شوي نه ي
م شكر اوباسم به هر حالت بيا وايم الله تعال مهربان دي هو مولوي صاحب داسي يو دعا يو سورت راته وشايه چي زه يي  وظيفه كرم كه دا دعا الله تعال قبول كري انشاه الله ددي سوالونو سمه حواب راكري وسلام

فايقه ناصري

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : فکر نه کړم چې دا به مرض وي ځکه ځنې ښځې عادتاً وروسته حمل نيسي شپږ مياشتې وروسته ، يو کال وروسته او يا دوه کاله وروسته .

دوهم : د مؤمن بنده دعا په څو صورتونو سره قبليږي :

ما من مسلم يدعوه بدعوة ليس فيها اثم ولا قطیعة رحم الا اعطاه الله بها احدی ثلاث اما ان يعجل له دعوته واما ان يدخرها له فی الاخرة واما ان يصرف عنه من السوء مثلها قالوا اذاً نکثر قال الله اکثر ( رواه احمد ) .

کوم مؤمن چې دعا کوي په هغه کې د ګناه څه نه وي او نه پکې د صله رحمۍ قطع کول وي نو د الله تعالی د طرف نه هغه ته په دريو صورتونو بدله ورکول کيږي .

يو داچې هغه څه غوښتي وي نو هغه به ورته ورکړشي ، يا به دده  دعا د آخرت د پاره دده د پاره زخيره جوړه کړي ، يا به د آينده د پاره دده څه تکليف او مصيبت ددی دعا په عوض کې لری شي .

صحابه کرامو عرض وکړ چې هره دعا ضرور قبليږي او د هغه په حساب کې ضرور څه ورکول کيږي نو مونږ به ډيرې دعاګانې کوو . رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : الله تعالی سره ددې نه هم زيات دي .

دريم : د دعا د قبليدو شرطونه :

https://dawat610.com/archives/3970

څلورم د اولاد غوښتلو دعا :

د چا چې اولاد نه وي هغه دې د الله تعالی نه د صالح اولاد دعا کوي کوم دعا چې جناب زکريا عليه السلام کړي ده په قرآنکريم کې ذکر شوی ده دا ده :

رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ (آل عمران :38 )

رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ (الأنبياء :89 )

رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ (الصافات:100 )

همدارنګه د حاجت دوه رکعته لمونځ به وکړي او د لمانځه وروسته به دا دعا ولولي :

لا إله إلأ الله الحليم الكريم, سبحان الله رب العرش العظيم, الحمدلله رب العالمين, أسألك موجبات رحمتك, وعزائم مغفرتك, والغنيمة من كل بر, والسلامة من كل إثم, لا تدع لي ذنبا إلا غفرته, ولا هما إلا فرجته, ولا حاجة هي لك رضا إلا قضيتها يا أرحم الرحمين .

سنن الترمذي وابن ماجة  وغيرهما من حديث عبد الله بن أبي أوفى أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : من كانت له إلى الله حاجة أو إلى أحد من بني آدم فليتوضأ, فليحسن الوضوء, ثم ليصل ركعتين, ثم ليثن على الله, وليصل على النبي صلى الله عليه وسلم, ثم ليقل لا إله إلأ الله الحليم الكريم, سبحان الله رب العرش العظيم, الحمدلله رب العالمين, أسألك موجبات رحمتك, وعزائم مغفرتك, والغنيمة من كل بر, والسلامة من كل إثم, لا تدع لي ذنبا إلا غفرته, ولا هما إلا فرجته, ولا حاجة هي لك رضا إلا قضيتها يا أرحم الرحمين

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 171 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً