تعصب دعقل او علم په تله

د تعصب مفهوم

له تعصب څخه زموږ منظور دا دی چې انسان خپل ځان له یوه قوم، ژبې،ملت او یا ځانګړې سیمې سره د تړاو په خاطر له نورو څخه لوړ وبولي او نورو ته له همدې امله په ټيټه سترګه وګوري او یا قوم، ژبه او سیمه دومره ورته مهم شي چې د حق او باطل، دوستۍ او دښمنۍ او راکړې ورکړې معیار یې وګرځوي او د الله په رضا او د شریعت په قوانینو یې لوړ وګڼي او په دې لاره کې د ثواب او ګناه، حلالو او حرامو او عدل او ظلم توپیر ونه کړي. مثلا: له یو چا سره د قوم، ژبې، وطن یا ګوند د اشتراک له امله دومره مینه کوي چې آن په ظلم کې یې هم ملاتړ کوي، باطله خبره یې هم تائیدوي او په بدۍ ېې که څومره لویه وي سترګې پټوي. همداراز له نورو سره د دې په خاطر دښمني کوي چې له قوم څخه یې نه دي یا یې ژبه او سیمه یوه نه ده او له همدې امله یې وینه، مال او ځان هيڅ ارزښت نه ورته لري.

فطري غریزه او شرعي پولې

د هغه چا ملاتړ، مرسته او خواخوږي چې انسان ورسره په وینه، قوم، ملت، وطن او ژبه کې شریک وي فطري عمل او انساني غریزه ده، خو اسلام دغه انساني غریزه تهذیب کړې داسې چې مسلمان باید د خپلو نږدې خلکو سره مینه ولري او د هغوی حقوق اداء کړي، مګر د مرستې او حمایت معیار یې باید حق او عدل دی، حق چې د هر چا په اړخ کې وي، اسلام د هغه د حمایت او ملاتړ حکم کوي هغه که پردی وي او که خپل، نږدې وي او که لیرې، او کله هم څوک په حق نه وي، هغه که ورور هم وي دریدل ورسره ظلم او تعصب بولي.

آیا دا شیان د دوستۍ او دښمنۍ لپاره مناسب بنسټونه دي؟

که دا خبره وڅیړو چې هغه څه چې متعصب خلک یی یو بل سره د ملاتړ، مینې، مرستې، او ویاړ یا کرکې، دښمنۍ او سپکاوي معیارونه ګڼي آیا د عقل له مخې دې لپاره دا معیارونه ټاکل صحیح کار دی؟ هغه څه چې د انسان په اختیار کې نه وي او هغه یې په منلو مجبور وي نو داسې شیان د دوستۍ او دښمنۍ معیار ګرځول او په هغه باندې فخر کول کله د عقل سره برابره خبره ده! انسان خو چې په کوم قوم، قبیله، کورنۍ، جغرافیایي موقعیت، رنګ او بڼه کې پیدا کیږي دا خو د هغه له اختیار څخه وتلي شیان دي. که چیرې هغه انسان چې په دې عناصرو افتخار کوي په هغه قوم، کورنۍ او وطن کې پیدا شوی وای چې اوس پرې ځان غوره بولي،نو په هغه وخت کې به یې دریځ څه وو؟ بلکې هغه څه چې د انسان په اختیار کې هم وي لکه مذهب، تنظیم او ډله پرته له دې چې د هغه ښه او بد، حق او باطل، عدل او ظلم ولیدل شي، مطلقاً د هغه له نوم سره انسان حساسیت ولري، او د یو معقول او درست دلیل څخه پرته خپل ګوند، تنظیم، مذهب … غوره او نور بد وشمیري دا هم د عقل او منطق څخه لیرې کار دی.

اصلاً خو هغه څه چې انسان د عزت، اکرام او ویاړ وړ ګرځوي، عمل دی او هغه څه چې له انسان څخه د کرکې لامل ګرځي، د هغه ناسم کردار دی او دا دواړه انفرادي شیان دي. د یو تن د نیکیو له امله د قوم او سیمې ټول وګړي د ښیګڼې پټکی نه شی پر سر کولای او نه د یو فرد د ناوړه کړو له امله ټول ولس د کرکې وړ ګرځي.

په تعصب د اخته کیدو لاملونه

– د خپل ځان، کورنۍ، قوم، وطن… په هکله په غرور اخته کیدل.

– تنګ نظري او د خپل ځان په محور راڅرخیدل.

– ناسم ټولنیز چاپیریال.

– جهالت او د نورو په اړه دمعلوماتو کمی.

– له نورو سره د چلند په آدابو نه پوهیدل: په دې معنا چې ټول انسانان خو په یو څېر نشي کیدلی، د هغوی ترمنځ به د قوم، سیمې، وطن، ژبی، مذهب، رایې، فکر … په بنسټ توپیرونه موجود وي، همدا راز ټول انسانان په ټولو اړخونو کې مختلف هم نه وي بلکې ډیر مشترکات او ګډې ځانګړتیاوې هم لري، نو همیشه اختلاف د دښمنۍ او نفرت بنسټ ګرځول درست نه دی، او نه هم توافق د تل لپاره د تأیید اساس جوړول پکار دي، بلکې دلته داسې څه اصول او ضوابط پکار دي چې هغه د خلکو ترمنځ د اختلاف او اتفاق دواړه اړیکې منظمی کړي، هغه اصول دا کیدلی شي:

– انسانان دې ته اړتیا لري چې د ټولو اختلافاتو سره سره ګډ ژوند ولري.

ـ عدل او انصاف: په دې معنا چې هر هغه څوک چې له تا سره په څه کې اختلاف لري د کرکې مستحق نه دی، بلکه له هغه سره باید د عدل او انصاف فیصله وشي، که یې کوم کار د ستایلو وړ وي باید وستایل شي او که کوم عمل د محکومولو وړ وي باید محکوم کړل شي.

ـ هر څه د حق په تله وتلل شي، یعنې دې ته دې ونه کتل شي چې دا کار چا کړی؛ بلکې دې ته وکتل شي چې حق ته څومره نږدې دی.

شريعت تعصب د اسلامي بنسټونو ضد او جاهلیت بولي

اسلام د مینې بنسټ ایمان او عقیده ګڼي. یو له بل سره د مرستې بنیاد حق او عدالت ګڼي او د فضلیت او برترۍ معیار تقوی او په اسلامي او انساني اخلاقیاتو ښه التزام بولي او که څوک د دې معیارونو پر ځای نور ټاکل غواړي نو دا کار یې د اسلامي بنسټونو له

منځه وړل او جاهلیت بولي.

د محبت معیار عقیده ده

په همدې عقیدوي بنسټ باید مسلمانان یو له بل سره دوستي وکړي، که له چا څخه کرکه لري له دې امله به وي چې حق ته غاړه نه ږدي، او د باطل ترڅنګ ولاړ دی، مګر که څوک یو مسلمان د دې په خاطر بد ګڼي چې د ده له قوم، قبیلې، هیواد او ژبې سره تړاو نه لري، او په عین حال کې یو کافر او بی دینه انسان د دې لپاره ښه ګڼي چې دده له قوم څخه دی، د سیمې اوسیدونکی یې دی او په یوه ژبه خبرې کوي، نو دا د هغه بنسټیز معیار سره مخالفت دی چې الله تعالی ټاکلی: ژباړه: (داسې خلک به ونه مومې چې پر الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لري، او بیا له هغه چا سره چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره دښمني کوي دوستي ولري، که څه هم هغه یې پلرونه، زامن، وروڼه او کورنۍ وي.) (المجادلة : 22)

له همدې امله کومه ټولنه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم جوړه کړه په هغې کې صهیب رومي، بلال حبشي، سلمان فارسي د ابوبکر او عمر په څیر د قریشی سردارانو وروڼه ګرځیدلي ؤ، او په عین حال کې ابولهب د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سکه تره او ابو جهل د پیغمبر علیه السلام تربور د ده د دوستۍ مستحق نه شمیرل کیدل.

– په یو لړ نصوصو کې تعصب د کفر یوه څانګه بلل شوې ده. یو ځل په مدینه منوره کې د اوس او خزرج قبیلو د مسلمان شویو صحابه وو په ناسته کې یو کافر غوښتل د دوی ترمنځ د پخوانیو دښمنیو یاد تازه کړي، نو کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر شو ویې فرمایل: “اې مسلمانانو! د الله نه وویریږئ، ایا بیا د جاهلیت په نعرو سره راټولیږئ، سره له دې چې زه ستاسې په منځ کې شته یم او وروسته له دې چې الله تعالی تاسې ته اسلام دروښوده او په هغې یې عزتمن کړی؟ آیا تاسې بېرته کفر ته ورګرځئ؟”

کله چې خلکو دا واوریدل پوه شول چې دا د شیطان لمسوَنه او د دښمن چل وو، نو دواړو ډلو یو بل ته د مینې غاړې ورکړې.

‎- تعصب د جاهلیت برخه او نښه ده، څومره چې په چا کې تعصب موجود وي همدومره په جاهلیت کې ډوب دی. رسول الله فرمایي: هغه څوک له موږ څخه نه دی چې تعصب ته خلک رابولي، او هغه څوک له موږ څخه نه دی چې د تعصب پر بنسټ جګړه کوي، او هغه څوک چې په تعصب باندې مري، له موږ څخه نه دی.

– تعصب بدبويي او ناولې نعره ده: پیغمبر صلی الله علیه د تعصب په اړه ویلي: (دا پریږدئ ځکه چې دا ناولې او بدبویه خبره ده).

– تعصب د قرآن لدې بنسټیز قانون سره ټکر لري چې: ژباړه: (د نیکۍ او تقوی په کارونو کې یو له بل سره مرسته وکړئ او په ګناه او تجاوز کې یو د بل سره مرسته مه کوئ،) [المائدة: 2]

– د کوم قوم، هیواد او ژبې له خلکو سره په ټولیزه توګه نفرت لرل، د اسلام د عدل له نظام سره ټکر لري. په اسلام کې مسؤولیت فردي دی، هیڅ کله هم د یو قوم او هیواد ټول وګړي او د یوې ژبې ټول ویونکي، د کړنو په لحاظ یو ډول نشي کیدلی. مګر متعصب انسان پوره قوم د یو شمیر خلکو د کړنو په اساس مجرم ګڼي، او د هغی د بدو کارونو حساب د ټول قوم څخه اخلي!

– په خپل قوم، قبیلې، نسب … فخر کول او له دې امله نورو ته په سپکه سترګه کتل او ځان غوره ګڼل د اسلام د هغه قانون سره په ټکر کې دی چې فرمایي: ژباړه: “اې انسانانو موږ تاسې د یو سړي او ښځې نه پیدا کړي یاستئ، او تاسې مو قومونه او قبیلې ګرځولي یاستئ چې په خپلو کې یو بل سره وپیژنئ، یقینا په تاسې کې د الله په وړاندې له ټولو غوره هغه دی چې تر ټولو زیات تقوادار وي، یقینا الله تعالی عالم او پوه دی. [الحجرات: 13]

رسول الله په خپل وروستي حج کې وفرمایل: ای خلکو! ستاسې رب یو دی، ستاسې پلار یو دی، پوه شئ چې عرب په عجمو فضیلت نه لري او نه عجم په عربو، سور په تور فضیلت نه لري او نه تور په سور، مګر د تقوی په اساس.

– د تعصب په بنسټ د خلکو سره تعامل انسان ظلم او تیري ته اړ باسي، ځکه کله چې انسان په ناحقه د خپل قوم، قبیلې، کورنۍ … سره دریږي، او یا د بل قوم، کورنۍ او سیمې د خلکو په مقابل کې ودریږي، همدې ته ظلم او ګناه ویل کیږي. قرآن کریم فرمایي: ژباړه: “د کوم قوم دښمني تاسې دې ته ونه هڅوي چې عدل ونه کړئ. عدل او انصاف وکړئ، دا کار تقوی ته ډیر نږدې دی”. [المائدة: 8]

– تعصب د مسلمانانو ترمنځ د کینې او دښمنۍ لامل ګرځي حال دا چې بې شمیرهآیتونه او احادیث د مسلمانانو ترمنځ د ورورلۍ، دوستۍ، مینې او محبت امر کوي، نو بناء تعصب ددې ټولو نصوصو سره ټکر لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: مسلمان د مسلمان ورور دی نه پرې خپله ظلم کوي، او نه یې د بل چا ظلم کولو ته بې مرستې پریږدي.

هغه څه چې تعصب نه شمیرل کیږي

دې ټولو خبرو په پام کې نیولو سره، دا هم په کار ده چې انسان پوه شي چې د تعصب د منع کولو معنی هیڅکله دا نه ده چې څوک باید د خپل هیواد، کورنۍ، ملت او قوم سره مینه ونه لري. دا محبت فطري امر دی او غوښتنه ېې دا ده چې انسان د هغه د پرمختګ او په هغه کې خیر د خورولو هڅه وکړي، بلکې دا د مسلمان مسؤولیت دی ځکه د نیکۍ لومړي حقداران خو همدا نږدې خلک دي.

کله چې واثله بن الاسقع له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې “ایا دا ګناه ده چې انسان له خپل قوم سره مینه ولري؟” رسول الله فرمایل:(نه. دا ګناه نه ده، مګر دا ګناه ده چېانسان د خپل قوم سره د ظلم په کار کې ودریږي) نو د خپل قوم، ملت او هیواد سره مینه درلودل فطري کار دی او شریعت مسلمانان دې ته هڅولي خو په دې شرط چې د نورو حقوق ضائع نه کړي او ځان پرې غوره ونه ګڼي.

همدا راز د یو قوم د هغو مثبتو ملي رواجونو ساتل چې له اسلام سره برابر وي لکه شهامت، میلمه پالنه، د حق سره دریدل، حیا او شرم، سخاوت او کرم، ښه ګاونډیتوب، د مظلوم سره مرسته، د ښو اخلاقو ساتنه او نور ساتل په منفی تعصب کې نه داخلیږي.

لنډه دا چې داسې دریځ چې د هغه په نتیجه کې ظلم، تیری، په ناحقه د نورو سره دریدل، د حق دارانو حقوق ضایع کیدل، بې له کوم دلیل څخه د خلکو سره نفرت او کرکه او د اسلامي اخوت او ورورلۍ اداب نه مراعتول رامنځ ته شي، تعصب او نادرست دریځ دی او مسلمان باید ځان ترې وساتي. دا دریځ که د مینې او محبت په جامه او یا د دښمنۍ او کرکې په جامه کې وي، یو شان دی.

د اصلاح پيغام

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً