د قهر او عصې علاج څه دی ؟

گرانو او محترم د انلاین اسلامی لارښود کارکوونکو ته. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.زما بوشتنه داده چی دبعضی خلگو عصاب ولی داسی ژر خرابیژی مطلب می دادی چی ژر درد ورځی بغیره دوا څخه بله کومه داسی اسلامی لاره شته مشکل یا دحل لاره ورته پیداکرو.
مننه
سهیل

سم الله الرحمن الرحيم

د عصه کيدو علاج په نبوي سنتو کې داسې بيان شوی دی :

۱– د شيطان څخه پر الله تعالی پنا غوښتل :

عن سليمان بن صرد قال : كنت جالساً مع النبي صلى الله عليه وسلم ، ورجلان يستبّان ، فأحدهما احمرّ وجهه واتفخت أوداجه ( عروق من العنق ) فقال النبي صلى الله عليه وسلم : إني لأعلم كلمة لو قالها ذهب عنه ما يجد ، لو قال أعوذ بالله من الشيطان ذهب عنه ما يجد رواه البخاري ، الفتح 6/337 ومسلم/2610 .
ژباړه : سليمان بن صرد وايي : مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ناست ؤ دوو کسانو يو بل ته ښکنځل کول ، د هغوی نه د يو مخ سور او د غاړې رنګونه يې د باندې وتلي ؤ . نبی الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : زه داسې کلمه پيږنم کچيرې هغوی ووايي عصه له مينځه ځي ، کچېرې اعوذ بالله من الشيطان ووايي قهر او عصه کښيني .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې :إذا غضب الرجل فقال أعوذ بالله ، سكن غضبه صحيح الجامع الصغير رقم 695 .
کله چې چا ته قهر او عصه ورشي نو اغوذ بالله دې وايي . قهر به يې آرام شي .

۲- سکوت کول :

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( إذا غضب أحدكم فليسكت ) رواه الإمام أحمد المسند 1/329 وفي صحيح الجامع 693 ، 4027 .
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې د تاسې څخه څوک په عصه شي سکوت او چوپ دې شي .

ځکه په عصه کيدل د شدت په وحت د سړي شعور له مينځه وړي چې بيا ددې خطره وي چې د خولې څخه يې کفر ، لعنت او طلاق خبرې ووځي . نو ددې خطرناکو ويناوو حل سکوت دی ..

۳- آرام او سکون کول :

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( إذا غضب أحدكم وهو قائم فليجلس ، فإن ذهب عنه الغضب وإلا فليضطجع) .

مسند أحمد 5/152 وانظر صحيح الجامع رقم 694
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې د تاسې څخه چا ته عصه ورشي که ولاړ وي نو هغه لره کښيناستل په کار دي کچيرې يې بيا هم عصه لاړه نشي نو هغه لره څملاستل پکار دي .

په دې طريقه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تعليم مطلب دا دی چې عصه کوونکي به ډير مخکې مخکې او تيز نه ورځي چې ناست وي را ولاړ شي او ولاړ حرکت وکړي ځکه په داسې حرکاتو کې د وهلو او قتل خطر وي .

چې لږ وروسته بيا پر خپل عمل سخت پښېمانه وي .

مګر ناستی د هيجاني حالت څخه لري دی او پرېوتل نور هم لري وي .

۴- د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وصيت باندې عمل کول :

: عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رجلاً قال للنبي صلى الله عليه وسلم أوصني قال لا تغضب . فردّد ذلك مراراً ، قال لا تغضب رواه البخاري فتح الباري 10/456 .
د ابی هريرة رضی الله عنه روايت دی چې يو سړي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل چې ما ته وصيت وکړه ، ور يې ويل : قهر او عصه مه کوه .هغه سړي دا خبره څو ځله تکرار کړه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وويل چې عصه مه کوه .
وفي رواية قال الرجل : ففكرت حين قال النبي صلى الله عليه وسلم ، ما قال فإذا الغضب يجمع الشر كله مسند أحمد 5/373 .
۵- د قهر او عصې په کابو کولو د جنت زېری :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :لا تغضب ولك الجنة حديث صحيح : صحيح الجامع 7374 و الطبراني

ژباړه : مه په عصه کيږه تا لره به جنت وي .

قوله صلى الله عليه وسلم ومن كظم غيظاً ، ولو شاء أن يمضيه أمضاه ، ملأ الله قلبه رضاً يوم القيامة رواه الطبراني 12/453 وهو في صحيح الجامع 176 .

ژباړه : څوک چې خپل قهر او عصه کابو کړي حال دا چې دی د هغه په عملي کولو قادر وي – الله تعالی به د قيامت په ورځ د ده زړه له خپلې رضا څخه ډک کړي .
او فرمايي  : ( من كظم غيظاً وهو قادر على أن ينفذه ، دعاه الله عز وجل على رؤوس الخلائق يوم القيامة حتى يخيره من الحور العين ماشاء رواه أبو داود 4777 وغيره ، وحسنّه في صحيح الجامع 6518 .

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : څوک چې عصه کابو کړي حال دا چې د هغه په عملي کولو قادر وي ، الله تعالی هغه د قيامت په ورځ د خلکو د مشرانو په صفت بولي او هغه ته د حورالعين د انتخاب اختيار ورکوي .

۶- د قهر او عصي کابو کول د متقيانو صفت دی :

لقوله سبحانه وتعالی : الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (آل عمران ۱۳۴ ) .

ژباړه : پرهيزکاران هغه کسان دي چې په خوښۍ او نا خوښۍ دواړو حالاتو کې مالونه خيراتوي ، قهر زغمونکي او خلکو ته عفوه کوونکي وي او الله پاک نيکي کوونکي خوښوي .

او فرمايي :إذا ما غضبوا هم يغفرون } . ( سورة الشورى الآية: 37)

ژباړه : او کله هم چې په قهر شي بخښنه کوي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ، ( ليس الشديد بالصرعة ، إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب ) رواه أحمد 2/236 والحديث متفق عليه .

ژباړه :رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : قويتوب او سخت سري په پهلوانۍ کې نده (چې څوک څملوي يا يې ووهي ) بلکي قويتوب دا دی چې څوک خپل قهر او عصه قابو کړي .

ځکه ژر په عصه کيدونکی او جنګ کوونکي سړی اصلاً ډير ضعيف دی ځکه دی پر خپل عقل او تميز حاکميت نه لري .

۷- دعا :

د دعا د مؤمن سلاح ده ، مؤمن هر وخت د شر او آفاتو ، کفري اقوالو ، بدو او رزيلو اخلاقو پناه غواړي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً