زه چېرې کار وکړم دلته خو هر ځای شراب خرڅيږي ؟

زه په آلمان کې د يو مسلمان ترکي دوکاندار سره کار کوم ، په دغه دوکان کې شراب هم شته ، هغه ته مې وويل چې دا شراب لرې کړه خو هغه يې نه قبلوي .

په داسې دوکان کې کار کول څه حکم لري ، لته هر ځای شراب خرچيږي .

هادي ناصري – جرمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ په نزد د شرابو تجارت خرچول او اخيستل حرام دي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : (إن اللَّه حرم بيع الخمر، والميتة، والخنزير، والأصنام )، يعنې : الله جل جلا له  حرام کړي ده بيع د شرابو ، مردارې ، خنزير او بتانو) .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :لعن الله الخمر وشاربها وساقيها وبائعها ومبتاعها وعاصرها ومعتصرها وحاملها والمحمولة إليه وآكل ثمنها. رواه أبو داود.
يعنې : الله تعالی لعنت کړی دی په شرابو ، د هغه په څښونکي ، ساقي ، خرڅونکي او اخيستونکی ، جوړونکي ، ساتونکي ، حمل او نقل کوونکي او د هغه د پيسو او اجرت خوړونکي .

مسلمان ته د شرابو خرڅولو په دوکان کار کول جايز نه دي :

جاء فی المجتمع الفقه الاسلامي :

للمسلم إذا لم يجد عملاً مباحاً شرعاً العملُ في مطاعم الكفار، بشرط أن لا يباشر بنفسه سقي الخمر، أو حملها، أو صناعتها، أو الاتجار بها، وكذلك الحال بالنسبة لتقديم لحوم الخنازير ونحوها من المحرمات.(مجمع الفقه الإسلامي، جدة، الدورة الثالثة، القرار رقم (11)، السؤال العاشر)

کچېرې په ټولو خوراکه پلورنځيو کې شراب موجود وي نو تاسې د بل مباح کار په لټه کې شئ يعنې د خوراکه فروشی بغير کوم بل دوکان کې کار ولټوئ ، په هغو دوکانو او هوټلونو کې چې د شرابو او خنځير او مرداره غوښه تياريږي په هغه کې کار کول جايز نه دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً