د يوې مسلمانې ښځې د عفت په وجه د امريکايي ډاکترې مسلمانيدل

ډاکتره اوريويا (Dr-Orivia) چې د نسايي او ولادي څانګې متخصصه ده د خپل اسلام راوړلو په اړه داسې وايي :

زه په يوه امريکايي روغتون کې د ولادي او نسايي څانګې متخصصه ومه ، يوه ورځ يوې مسلمانې ولادت کولو ، د ولادت وخت يې نږدې ؤ او درد يې زيات ؤ په دغه وخت کې کاري ټيمونه بدلېدل او زما وخت هم مخ پر ختمېدو ؤ ، هغې ته مې وويل: زه اوس ځمه او تاته بل ډاکتر راځي کله يې چې زما خبره واورېده په ژړا يې پيل وکړ او ويې ويل : زه نارينه ډاکتر نه غواړمه ، زه نارينه ډاکتر نه غواړمه …. ته د الله په روی ما مه پرېږده .

د هغې په خبرو مې تعجب وکړ ، خاوند يې ماته وويل : ښځه مې دا نه غواړي چې بيګانه کس يې وويني ، په امريکا کې تر اوسه پورې بغير له محارمو څخه هيچا د هغې مخ نه دی ليدلی .

ډاکتره اوريويا وايي : ومې خندل او په ډير تعجب سره مې وويل : فکر نه کوم په امريکا داسې څوک وي چې زما مخ به يې نه وي ليدلی .

د هغې غوښتنه مې قبوله کړه او د هغې سره پاتې شومه .

ډاکتره وايي : د ولادت څخه دوې ورځې وروسته هغې ته ورغلم او هغه مې خبره کړه چې په امريکا کې ډيرې ښځې د ولادت وروسته له جماع څخه پرهيز نه کوي نو ځکه هغوی په داخلي التهاباتو اخته کيږي ، هغې ته مې وويل : غوره ده د ولادت وروسته تر 40 ورځو پورې د جماع څخه پرهيز وکړې .

مسلمانې ښځې وويل : د ولادت څخه وروسته تر 40 ورځو پورې جماع کول زمونږ په دين کې حرام دي ، ښځې ته تر هغه وخته پورې جماع کول حرام دي څو له نفاس څخه نه وي پاکه شوې همدارنګه په دغه وخت کې د لمونځ او روژې څخه معاف ده .

ډاکتر اوريويا وايي : کله مې چې دا خبرې واورېدې تعجب مې وکړ …. له ځانه سره مې وويل دا نوي طبي څيړنې د دومره تکليف ګاللو او د تنالوژې پر مټ باندې د ازميښتونو وروسته تر دې ځايه رسيدلی دی .. اسلام څنګه 1400 کاله مخکې دا بيان کړی دي .

وروسته د ماشومانو ډاکتره راغله د نوي زږېدلي ماشوم په سر پورې ودرېده او د ماشوم مور ته يې وويل : غوره دا ده چې ماشوم په ښي اړخ څملوئ تر څو د زړه ضربات يې منظم شي .

د نوي زږېدلي ماشوم پلار ځواب ورکړ : مونږ د سنتو په وجه دا کار کوو ځکه په اسلام کې په ښي اوخ څملاستل مستحب دي .

ډاکتره وايي : دلته مې تعجب او حيرانيا دوه چنده شوه … له ځانه سره مې وويل خپل عمر مو ختم کړ چې بلاخره دغو اکتشافاتو ته ورسيدو مګر مسلمانان هغه په خپل دين کې لري …. هغه وايي : د څو مياشتو د پاره مې رخصت واخيست او يو بل ښار ته چې هلته يو لوی اسلامي مرکز ؤ لاړمه ، هلته مې زيات وخت د عربو او امريکايي مسلمانانو څخه په سوال او پوښتنه کولو تير کړ او د څو مياشتو وروسته مې خپل اسلام راوړل اعلان کړ … الله تعالی ته د دغه ستر نعمت شکر کومه .

د مسلمانې ښځې څومره ښکلې عفت او پاکدامني چې د امريکايي ډاکترې د هدايت سبب شو

BlestFamily .Com

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 1 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً