اووم درس: د کفر بالطاغوت معنی

د یو الله تعالی د منلو او هغه ته د عبادت او بندګۍ د خاص کولو یوه غوښتنه دا ده چه د الله تعالی پرته د نورو معبودانو او طواغیتو له عبادت او بندګۍ څخه به انکار کوي، لکه چه الله تَعَالَى فرمایي:

﴿لَآ إِكۡرَاهَ فِي ٱلدِّينِۖ قَد تَّبَيَّنَ ٱلرُّشۡدُ مِنَ ٱلۡغَيِّۚ فَمَن يَكۡفُرۡ بِٱلطَّٰغُوتِ وَيُؤۡمِنۢ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱسۡتَمۡسَكَ بِٱلۡعُرۡوَةِ ٱلۡوُثۡقَىٰ لَا ٱنفِصَامَ لَهَاۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ٢٥٦﴾ [البقرة: 256].

ترجمه: «نشته زور او په زورمنل په اسلامي دین کښی؛ ځکه واضح او ښکاره شوی ده سمه لار له کږی لاری څخه، که چا کفر او انکار وکړ له طاغوت څخه او ایمان یي راوړ په الله سبحانه وتعالی باندي، نو ده منګولی ولګولی په کلکه او ټینګه کړۍ باندی چه نشته هغی لره شکیدل، او الله تعالی اوریدونکې دې ستاسو د ټولو اقوالو، پوهه دې په ټولو اعمالو او احوالو».

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ﴾ [النحل: 36].

ترجمه: «او خامخا بیشکه مونږ لیږلې دې په هر امت کښی یو پیغمبر په دي خبره چه یواځی د یو الله سبحانه وتعالی عبادت او بندګي وکړۍ اود طواغیتو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وساتۍ».

همداشان په بل ځاي کښی فرمایي:

﴿وَٱلَّذِينَ ٱجۡتَنَبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ أَن يَعۡبُدُوهَا وَأَنَابُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ لَهُمُ ٱلۡبُشۡرَىٰۚ فَبَشِّرۡ عِبَادِ ١٧﴾ [الزمر: 17].

ترجمه: «او هغه کسان چه ځان وساتي له عبادت او بندګۍ د طاغوت څخه، او راوګرزي په عبادت او بندګۍ کښی یواځی یو الله تعالی ته، نو د همدوﺉ لپاره زیرې دې(په جنتونو او ډول ډول نعمتونو)».

نو د توحید معنی همدا ده چه د الله تعالی پرته د نورو معبودانو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وساتل شي، او یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي وشي، بلکه یو بنده تر هغه مسلمان او موحد کیدې نشي ترڅو چه د الله تعالی پرته د نورومعبودانو په عبادت او بندګۍ باندی کفر او له هغی څخه انکار ونکړي.

او «طاغوت» دی ته وایي چه له الله تعالی پرته یي عبادت او بندګي کیږي، هر ډول عبادت او بندګي چه وي، که دعا او غوښتنه وي، یا ورڅخه مرسته او کومک غوښتل وي، یا اعتماد او بروسه کول وي، یا د هغه لپاره حلالکه کول وي، او که د هغه لپاره نذر او منښته منل وي، او یاهم په تحلیل او تحریم کښی د هغه پیروي او اتباع کول وي، او یا ورته دخلافونو دحل او فصل کولو لپاره فیصلی وروړل وي، او یا د الله تعالی له شریعت پرته په بل قانون باندي فیصله کولو باندي رضا او خوشحاله کیدل وي.

مشهور مفسّير ابن جریر طبري- د »طاغوت« په تفسیر کښی فرمایي: «والصَّوابُ من القولِ عندِي في «الطَّاغُوتَ» أنه كُلُّ ذِي طُغْيانٍ على اللهِ، فعُبِدَ من دونِه، إما بقَهْرٍ منه لمَن عَبَدَه، وإما بطَاعةٍ مِمَّن عبده له، وإنسانًا كان ذلك المَعْبودُ، أو شَيْطانًا، أو وَثَناً، أو صَنَمًا، أو كائِنًا ما كانَ من شيءٍ».

ترجمه: د »طاغوت« په تفسیر کښي زما په نظر صحیح خبره دا ده چه »طاغوت« هرهغه سر کښه  او له الله تعالی څخه سرغړوونکي ته وايي چه د سر کشۍ سره سره یي د الله تعالی پرته عبادت او بندګي هم کیږي، که هغه په زور پر خلکو دا خپل عبادت او بندګي منلي وي، او که عابدینو په خوښه وي، او دغه معبود انسان وي که شیطان وي یا بُت وي، او یا بل کوم شې وي.

نو »طاغوت« هر هغه شې دې چه په سرکښۍ او سرغړونه کښی انتها ته رسیدلې وي، او خلک د الله تعالی له لاری بندوي، او په لویه بی لارۍ یي بی لاری کوي.

داسی طواغیت چه د الله تعالی پرته یي بندګي کیږي

او داسی طواغیت چه د الله تعالی پرته یي بندګي کیږي ډیر ډولونه لري، خو د ټولو څخه ډیر سرکښه يي دری دي: شیطان، هغه بتان او معبودان چه د الله عزَّوَجَلَّ څخه پرته يي بندګي کیږي، او هغه مشران او حاکما چه د الله تعالی له رالیږلي شریعت څخه پرته په نورو قوانینو او نظامونو باندي فیصلی کوي.

لومړنې ډول طاغوت: شیطان:

چه د هر ډول شرک او سرکښۍ اساس او بنیاد دې، بلکه د الله تعالی پرته چه د هرچا عبادت او بندګي کیږي نو هغه په اصل او حقیقت کښی د شیطان عبادت او بندګي ده؛ ځکه همدا شیطان یي سبب او دغه کار ته بلونکې دې، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿أَلَمۡ أَعۡهَدۡ إِلَيۡكُمۡ يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ أَن لَّا تَعۡبُدُواْ ٱلشَّيۡطَٰنَۖ إِنَّهُۥ لَكُمۡ عَدُوّٞ مُّبِينٞ ٦٠ وَأَنِ ٱعۡبُدُونِيۚ هَٰذَا صِرَٰطٞ مُّسۡتَقِيمٞ ٦١﴾ [یس: 60-61].

ترجمه: «آیا وصیت او حکم می نه دې کړې تاسو ته أي بنیادمانو! چه عبادت او بندګي به نه کوۍ د شیطان؛ بیشکه هغه ستاسو ښکاره دښمن دې، او زما بندګي وکړۍ همدا سمه لار ده».

همدارنګه الله عزَّوَجَلَّ فرمایي: ﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُۚ وَمَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا ١١٦ إِن يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ إِنَٰثٗا وَإِن يَدۡعُونَ إِلَّا شَيۡطَٰنٗا مَّرِيدٗا ١١٧ لَّعَنَهُ ٱللَّهُۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنۡ عِبَادِكَ نَصِيبٗا مَّفۡرُوضٗا ١١٨ وَلَأُضِلَّنَّهُمۡ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمۡ وَلَأٓمُرَنَّهُمۡ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ ٱلۡأَنۡعَٰمِ وَلَأٓمُرَنَّهُمۡ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلۡقَ ٱللَّهِۚ وَمَن يَتَّخِذِ ٱلشَّيۡطَٰنَ وَلِيّٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِ فَقَدۡ خَسِرَ خُسۡرَانٗا مُّبِينٗا ١١٩ يَعِدُهُمۡ وَيُمَنِّيهِمۡۖ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيۡطَٰنُ إِلَّا غُرُورًا ١٢٠ أُوْلَٰٓئِكَ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنۡهَا مَحِيصٗا ١٢١﴾ [النساء: 116-121].

ترجمه: «بیشکه الله نه بخښي شرک له الله تعالی سره، او بخښنه کوي د هغه ګناهونو چه پرته له شرکه څخه وي هغه چاته چه د الله تعالی خوښه شي، او هغه چا چه شرک وکړ دالله تعالی سره نو یقیناً هغه ګمراه شو په ګمراهۍ لری سره له حق نه، دا مشرکان نه رابلي پرته له الله عزَّوَجَلَّ نه مګر خو رابلي ښځینه بتان، او نه رابلي مګر سرکښه شیطان، الله تعالی لعنتي کړې دې دغه شیطان، ویلي دي دي شیطان چه خامخا به ونیسم ستا له بندګانو څخه ځان ته يوه معینه معلومه برخه، او خامخا به ګمراه کړم دغه خپله برخه بنیادمان او ددي لپاره به امیدونه ورته ورکړم، او امر به ورته وکړم چه غوڅ کړي د چارپایانو غوږونه، او امر به ورته وکړم چه بدل کړي د الله تعالی پیدایښت، او هرڅوک چه شیطان په دوستۍ ونیسي، او د الله تعالی دوستي پریږدي، نو یقیناً تاواني شو په ښکاره تاوان سره، شیطان ورته وعدی ورکوي، او هم ورته امیدونه ورکوي، او شیطان وعده نه ورکوي مګر دغولونی او د فریب، نو همدغسی خلک چه د شیطان په دوکه او فریب کښی راشي ځاي دورتللو د هغوﺉ اور د جهنم دې چه وبه نه مومي له دغه جهنم څخه خلاصې».

ځکه خو الله تعالی هم د هغه چا سزا چه د الله تعالی له قرآن او یادونی څخه مخ اړوي نو سزا یي دا ده چه شیطان ورباند مسلط کړي، لکه چه فرمایي:

﴿وَمَن يَعۡشُ عَن ذِكۡرِ ٱلرَّحۡمَٰنِ نُقَيِّضۡ لَهُۥ شَيۡطَٰنٗا فَهُوَ لَهُۥ قَرِينٞ ٣٦ وَإِنَّهُمۡ لَيَصُدُّونَهُمۡ عَنِ ٱلسَّبِيلِ وَيَحۡسَبُونَ أَنَّهُم مُّهۡتَدُونَ ٣٧ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَنَا قَالَ يَٰلَيۡتَ بَيۡنِي وَبَيۡنَكَ بُعۡدَ ٱلۡمَشۡرِقَيۡنِ فَبِئۡسَ ٱلۡقَرِينُ ٣٨ وَلَن يَنفَعَكُمُ ٱلۡيَوۡمَ إِذ ظَّلَمۡتُمۡ أَنَّكُمۡ فِي ٱلۡعَذَابِ مُشۡتَرِكُونَ ٣٩﴾ [الزخرف:36-39].

ترجمه: «او هغه څوک چه سترګی پټی کړي او ځان ناخبره ونیسي د الله تعالی له یاد او قرآنکریم څخه نو ورپسی به کړو، او مسلّط به کړو په ده باندی شیطان، نو همدا شیطان به یي ملګرې وي، او بیشکه دوﺉ خامخا اړوي دوﺉ لره د لاری حقی څخه، او سره له دی ګومان هم کوي چه دوﺉ ګنی په سمه لار دي، تر دي چه کله راشي ځمونږ خواته دغه سرغړوونکې له قرآنکریم څخه، نو وايي به هغه خپل ملګري ته: هاﺉ ارمان چه وی زما او ستا په منځ کښی لریوالې په اندازه د لریوالي د مشرق له مغرب څخه، نو ته ډیر بد ملګرې یي، او هیڅ ګټه به ونه رسوي تاسو ته نن ورځ، ځکه چه تاسو ظلم او شرک کړې دې، فایده به ونه رسوي دا خبره چه تاسو په عذاب کښی سره شریکان یاست».

نو ددغه ډول طاغوت څخه ځان ساتنه کله په دي کیږي چه په الله تعالی باندي ورڅخه پنا وغواړي او »أعوذ بالله من الشیطان الرجیم« ووايي، او د هغه له پلمو څخه ځان وساتي، او د شیطان په پلونو پسی ورپسی نشي؛ ځکه هغه ښکاره بي لاری کونکې دښمن دې، لکه چه الله تعالی فرمايي: ﴿كُتِبَ عَلَيۡهِ أَنَّهُۥ مَن تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُۥ يُضِلُّهُۥ وَيَهۡدِيهِ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ ٤﴾ [الحج: 4].

ترجمه: «مقرر شوی دي ددی شیطان په حق چه بیشکه هرچا له دغه شیطان سره دوستي وکړه نو همدا شیطان به یي ګمراه کوي له سمی لاری څخه، او لار ښوونه به ورته کوي ګرم اور ته».

د شیطان دوستي داده چه د هغه په پلونو پَل کیږدي، او د هغه د وعدو تصدیق وکړي، او د هغه وروړاندی کړی ارزوګانو ته امیدوار شي، او چه شیطان ورته کوم ګناهونه ښایسته کوي نو دا دوست یي کوي، او د الله تعالی له هدایت او لارښوونی څخه سرغړونه کوي، او څوک چه دغه کارونه کوی هغه د شیطان دوست دې.

شیطان د بنیادم سره په هر کار کښی ورسره وي، او ورپسی وي، لکه چه دا معنی د رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه د جابر بن عبد اللهب په حدیث شریف کښی ثابت دي کوم چه په صحیح مسلم شریف کښی دې.

نو د شیطان له شر او فتنی څخه د خلاصۍ لپاره الله تعالی مونږ ته ښوونه کړی ده چه همیشه په الله عزَّوَجَلَّ باندی له شیطان څخه پنا وغواړو، او په الله تعالی باندی خپل ایمان پوخ کړو، او توکل او اعتماد ورباندی وکړو، او خپل عبادت او بندګي الله تعالی ته خالصه کړو، او د الله تعالی یادونه او ذکر له یاده ونه باسو.

ځکه د ایمان کمزوري، د توکل او اخلاص کمزوري هغه اسباب دي چه شیطان پر انسان باندی مسلط کوي.

همداراز د شیطان لاری هغه هم دي چه د هغی له لاری پر انسان خپل تسلط پلې کوي: لکه د ډیری غصی او قهر وخت، د ډیری خوشحالۍ وخت، په شهواتو کښی غرقیدل، له جماعت او ټولنی څخه ځانته کیدل، یواځیوالې په ځانګړي ډول په سفر کښی، او د خلکو تر منځ د خبرو وړو راوړو په وخت کښی، او همدارنګه سړې له پردۍ ښځی سره یواځی کیدلو وخت کښی، بد ګوماني، او د شک او تهمت ځایونو ته ورتلل.

ځکه خو د انسان د هر کار په پيل کښی بسم الله ویلو باندي رسول الله صلی الله عليه وسلم  امرکړې دې، تر څو چه یو خو په دغه کار کښی برکت وي، اوبل د شیطان له پلمو څخه وساتل شی، نو بنده به د خوراک، څښاک، کور ته د ننوتلو په وخت، له کوره د وتلو په وخت، سبا، بیګا، او کله چه په سورلۍ سپریږي، یا له خپلی میرمنی سره کوروالې کوي، یا هم قضاء حاجت کوي او که ویده کیږي، نو په دي ټولو کښی باید »بسم الله« ووایي.

همدارنګه په صحیح مسلم شریف کښی د ابو سعید خدري رضی الله عنه  په حدیث شریف کښی رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي:

«إِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيُمْسِكْ بِيَدِهِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَدْخُلُ».

ترجمه: «کله چه یو له تاسو څخه ارګمې کوﺉ نو تر خپل توانه دي خوله پخپل لاس بنده کړي؛ ځکه که خوله خلاصه او وازه پریږدي نو شیطان پکښی ننوځي».

د مسند احمد او مصنف عبد الرزاق په روایت کښی راغلي دي چه:  عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّرضی الله عنه  قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم  : «إِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ، فَلْيَضَعْ يَدَهُ عَلَى فِيهِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَدْخُلُ مَعَ التَّثَاؤُبِ».

ترجمه: «کله چه یو له تاسو ارګمې کوي نو په خپله خوله باندي دي لاس کیږدي؛ ځکه شیطان د ارګمي په وخت کښی په خوله کښی ننوځي».

نو څوک چه د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم د لارښوونی پیروي ګوي هغه به د شیطان له پلمو څخه په امن او امان کښی وي، خو که څوک په دغه پیروۍ کښی کوتاهي کوي نو د شیطان له پلمو څخه نشي بچ کیدې، او کیدې شي د شیطان له پلمو او ضرر او ګمراهۍ څخه ورته ډیر ضرر ورسیږي.

دوهم ډول طاغوت: هغه بتان او معبودان چه د الله تعالی پرته یي عبادت او بندګي کیږي.

او طواغیت هم څو ډوله دي:

– ځینی یي بتان او څیري دي چه د یو چا په شکل باندي کښل شوي او کنستل شوی وي، یا د انسانانو په شکل او یا هم د ځینو حیواناتو په شکل، او یا په بل کوم شکل، بیا د ځینو مشرکانو عقیده دا وي چه دغه بتان ګنی یو چا ته ګټه او نقصان رسولې شي، او ځینی نور یي بیا دا عقیده نلري، خو داسی ګومان کوي چه دوﺉ د خپلو معتقدینو لپاره سفارښت کوي، نو له دي کبله هغوﺉ ته په حلالکو منښتو منلو او د خپلو ضرورتونو په غوښتلو هغوﺉ ته تقرب او نژدیکت حاصلوي، الله جل جلاله فرمايي: ﴿قَالَ أَتَعۡبُدُونَ مَا تَنۡحِتُونَ ٩٥ وَٱللَّهُ خَلَقَكُمۡ وَمَا تَعۡمَلُونَ ٩٦﴾ [الصافات: 95-96].

ترجمه: «آیا تاسو بندګي کوﺉ د هغه بتانو چه تاسو یي پخپله تراشۍ، ا و پخپله مو کنستلي دي، او الله عزَّوَجَلَّ تاسو هم پیدا کړي یاست او هم یي ستاسو کښل شوي او کنستل شوي بتان پیدا کړې دې، یا هغه څه يي هم پیدا کړي دي چه تاسو یي کوﺉ».

همدارنګه په بل ځاي کښی الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:

﴿وَٱتۡلُ عَلَيۡهِمۡ نَبَأَ إِبۡرَٰهِيمَ ٦٩ إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَا تَعۡبُدُونَ ٧٠ قَالُواْ نَعۡبُدُ أَصۡنَامٗا فَنَظَلُّ لَهَا عَٰكِفِينَ ٧١ قَالَ هَلۡ يَسۡمَعُونَكُمۡ إِذۡ تَدۡعُونَ ٧٢ أَوۡ يَنفَعُونَكُمۡ أَوۡ يَضُرُّونَ ٧٣ قَالُواْ بَلۡ وَجَدۡنَآ ءَابَآءَنَا كَذَٰلِكَ يَفۡعَلُونَ ٧٤ قَالَ أَفَرَءَيۡتُم مَّا كُنتُمۡ تَعۡبُدُونَ ٧٥ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُمُ ٱلۡأَقۡدَمُونَ ٧٦ فَإِنَّهُمۡ عَدُوّٞ لِّيٓ إِلَّا رَبَّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٧٧ ٱلَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهۡدِينِ ٧٨ وَٱلَّذِي هُوَ يُطۡعِمُنِي وَيَسۡقِينِ ٧٩ وَإِذَا مَرِضۡتُ فَهُوَ يَشۡفِينِ ٨٠ وَٱلَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحۡيِينِ ٨١ وَٱلَّذِيٓ أَطۡمَعُ أَن يَغۡفِرَ لِي خَطِيٓ‍َٔتِي يَوۡمَ ٱلدِّينِ ٨٢﴾ [الشعراء: 69-82].

ترجمه: «او ولوله په دوﺉ باندی قیصه او احوال د ابراهیمعليه السلام، کله چه یي خپل پلار او قوم ته وویل: تاسو د چا بندګي کوﺉ؟

هغوﺉ په ځواب کښی ورته وویل: مونږ د ځینو بتانو بندګي کوو، چه همیشه یو مونږ هغوﺉ ته عبادت او بندګي کونکي.

نو ابراهیم عليه السلام ورته وویل: آیا دوﺉ ستاسو اواز اوري چه کله یي رابلۍ او رامددشه ورته وايي؟ او یا درته څه ګټه او یا ضرر رسولې شي؟

هغوﺉ ورته وویل: (نه دا یو کار هم نشي کولې)خو مونږ خپل مشران دغسی لیدلي دي چه ددوﺉ عبادت او بندګي به یي کوله.

نو ابراهیم عليه السلام ورته وویل: آیا تاسو په دي پوهیږﺉ چه هغه څه چه تاسو يي یي عبادت او بندګي کوﺉ، تاسو او ستاسو پلرونو، نو دوﺉ زما دښمنان دي، پرته د پروردګار د عالمیانو څخه، هغه رب چه زه یي پیدا کړې یم نو همغه به راته سمه لار هم وښايي، او هغه رب چه ما ته خوراک راکوي، او څښاک راکوي، او کله چه زه مریض او رنځور شم نو هغه راته شفا راکوي، او هغه رب چه ما مړ کوي او بیا می بیرته ژوندې کوي، او هغه رب چه زه امید لرم چه ما ته زما خطایي راوبخښي د قیامت په ورځ».

همداراز په بل ځاي کښی فرمایي:

﴿وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَآ إِبۡرَٰهِيمَ رُشۡدَهُۥ مِن قَبۡلُ وَكُنَّا بِهِۦ عَٰلِمِينَ ٥١ إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَا هَٰذِهِ ٱلتَّمَاثِيلُ ٱلَّتِيٓ أَنتُمۡ لَهَا عَٰكِفُونَ ٥٢ قَالُواْ وَجَدۡنَآ ءَابَآءَنَا لَهَا عَٰبِدِينَ ٥٣ قَالَ لَقَدۡ كُنتُمۡ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُمۡ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ ٥٤ قَالُوٓاْ أَجِئۡتَنَا بِٱلۡحَقِّ أَمۡ أَنتَ مِنَ ٱللَّٰعِبِينَ ٥٥ قَالَ بَل رَّبُّكُمۡ رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ ٱلَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا۠ عَلَىٰ ذَٰلِكُم مِّنَ ٱلشَّٰهِدِينَ ٥٦ وَتَٱللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصۡنَٰمَكُم بَعۡدَ أَن تُوَلُّواْ مُدۡبِرِينَ ٥٧﴾ [الأنبیاء: 51-57].

ترجمه: «او خامخا یقیناً ورکړې وو ابراهیمعليه السلام ته پوهه ددین او حقه نیکه لاره په عقایدو او اعمالو کښی پخوا له دي نه، او وو مونږ په ده باندي خبردار، کله چه یي وویل خپل پلار او قوم ته: څه دي دغه بتان چه تاسو یي عبادت او بندګي کوﺉ، او په دي څه دلیل دې؟

هغوﺉ ورته وویل: )دلیل نشته خو( موندلي دي مونږ خپل پلرونه او مشران چه ددوﺉ عبادت او بندګي یي کوله.

نو ابراهیم عليه السلام ورته وویل: بیشکه خامخا تاسو او ستاسو مشران په ښکاره ګمراهۍ کښی یاست.

نو هغوﺉ ورته وویل: آیا ته رښتیا وايي که ټوقی مسخری کوي؟

نو ابراهیم عليه السلام ورته وویل: بلکه رب ستاسو هغه څوک دې چه رب د اسمانونو او د ځمکی دې، هغه رب چه دغه ټول یي پیدا کړي دي، او زه په دغه خبره له ګواهانو څخه یم، او قسم په الله چه خامخا به څه چل تدبیر جوړ کړم ستاسو بتانو ته وروسته له هغه چه تاسو وګرځۍ شاکونکي دوﺉ ته.

او له معبودانو څخه ځینی یي هغه ونی او تیګی دي چه خلک یي تعظیم او تجلیل کوي، او ځینی مشرکان په هغوﺉ کښی کفري عقیدي لري، لکه دا عقیده چه دغه ونی بوټي چا ته ګټه او نقصان رسولې شي، او یا د چا لپاره د الله سبحانه وتعالی په وړاندي سفارښت کولې شي، چه څوک یي عبادت او بندګي وکړي او د عبادت په انواعو ورته ځان ورنژدي کړي».

په جاهلیت کښی چه د کومو بتانو ونو او تیګو عبادت او بندګي کیدله هغه ډیر دي، تردي چه یواځی د کعبی شریفی ګرد چاپیر دری سوه شپیته بتان وو، بیا کله چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  مکه مکرمه فتحه کړه هغه ټول یي مات کړل.

د عربو په ځینو کلیو کښی ډیری ونی او تیګی وي چه خلکو به یي د الله تعالی پرته د هغی عبادت او تعظیم کولو.

د باطلو معبودانو څخه ځینی یي قبرونه زیارتونه او درګاهونه دي چه د الله تعالی پرته يي عبادت او بندګي کیږي، نو ځینی ورڅخه طواف کوي، او څوک ورلره حلالکی کوي، او څوک ورته نذرونه منښتی او مالونه وړاندی کوي، او د ځینو بیا منجوران او خادمان وي چه خلک د الله تعالی له لاری بندوي، او پدغه ډول د خلکو مالونه په باطله طریقه خوري، او خلکو ته په یوه او بله طریقه او درواغو باندي ددغه قبرونو او د مړو څخه سوال، د ضرورتونو غوښتنی او د مصیبتونو ددفع لپاره ددوﺉ رابلنه ښایسته کوي، حال دا چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایلي دي:

«اللَّهُمَّ لَا تَجْعَلْ قَبْرِي وَثَنًا يُعْبَدُ» [رواه مالك].

ترجمه: «اي الله ځما له قبر څخه بت او باطل معبود مه جوړوه چه عبادت او بندګي یي کیږي».

بلکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  منع فرمایلی ده چه له قبرونو څخه مسجدونه جوړ شي؛ ددي لپاره چه خلک د قبرونو او مړو بندګۍ کښی اخته نشي.

د جندب بن عبد الله رضی الله عنه  څخه روایت دې چه بیشکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایلي دي:

«إِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوا يَتَّخِذُونَ قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ وَصَالِحِيهِمْ مَسَاجِدَ، أَلاَ فَلاَ تَتَّخِذُوا الْقُبُورَ مَسَاجِدَ، إِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكَ». [رواه مسلم]

ترجمه: «بیشکه هغه څوک چه له تاسو څخه مخکښی وو- یعنی بنی اسراییل – نو هغوﺉ به د خپلو پیغمبرانو او نیکانو قبرونو څخه مسجدونه جوړول، نو خبردار! چه  تاسو له قبرونو څخه مسجدونه جوړ نکړۍ، بیشکه زه تاسو له دغه کار څخه منع کوم».

او ابو عبیدة بن عامر بن الجرّاح رضی الله عنه  فرمایي: «كَانَ آخِرُ مَا تَكَلَّمَ بِهِ نَبِيُّ اللهِ صلی الله عليه وسلم  : أَنْ أَخْرِجُوا يَهُودَ الْحِجَازِ مِنْ جَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَاعْلَمُوا أَنَّ شِرَارَ النَّاسِ الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْقُبُورَ مَسَاجِدَ». [مسند الإمام أحمد]

ترجمه: «د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په ژوند کښی آخري خبری دا وی چه: د حجاز یهود د عربي جزیری څخه وباسۍ، او ښه پوهه شۍ چه بدترین له خلکو څخه هغه څوک دي چه له قبرونو څخه مسجدونه جوړوي».

د قبرونو څخه مسجدونه جوړولو معنی دا ده چه هلته لمونځونه وشي، او یا د هغی طرف ته لمونځ وشي، او یا ورباندي حقیقةً مسجد جوړ شي چه لمونځونه پکښی ادا کیږي، نو که څوک له دی درِیو څخه هر یو کار وکړي هغه په دغه ګناه، منهي عنه او منع شوي کار کښی واقع شو.

د باطلو معبودانو له جملی څخه ځینی هغه شیان دي چه په هغه کښی د شرک او د غیر الله د عبادت او بندګۍ نښه او علامه وي، لکه په سنن ترمذي کښی چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه روایت دې چه هغه د عدي بن حاتم رضی الله عنه  په غاړه کښی طلایي صلیب ولیده نو ورته یي وویل: «يَا عَدِيُّ اطْرَحْ عَنْكَ هَذَا الوَثَنَ»، «یعنی اي عدي! دا بت دي له غاړی څخه لری کړه».

مقصد دا چه هر هغه شې چه د الله تعالی پرته يي بندګي کیږي نو هغه طاغوت دې، که هغه بت وی یا ونه وي، یا تیګه وي،یا قبر یا هم بل کوم شې وي.

ابو هریره رضی الله عنه  له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه نقل کوي چه هغه فرمايلي دي: «يَجْمَعُ اللَّهُ النَّاسَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيَقُولُ: مَنْ كَانَ يَعْبُدُ شَيْئًا فَلْيَتَّبِعْهُ، فَيَتْبَعُ مَنْ كَانَ يَعْبُدُ الشَّمْسَ الشَّمْسَ، وَيَتْبَعُ مَنْ كَانَ يَعْبُدُ الْقَمَرَ الْقَمَرَ، وَيَتْبَعُ مَنْ كَانَ يَعْبُدُ الطَّوَاغِيتَ الطَّوَاغِيتَ». [متفق عليه]

ترجمه: «د قیامت په ورځ به الله عزَّوَجَلَّ خلک راټول کړي بیا به ورته ووايي: هرچا چه د کوم شي عبادت کړې وي په هغه پسی دي ورپسی شي، نو چا چه د لمر عبادت کړې وي هغه به په لمر پسی لاړ شي، او چا چه د سپوږمۍ عبادت کړې وي هغه به په سپوږمۍ پسی لاړ شي، او هر چا چه د هر طاغوت عبادت کړې وي هغه به په همغه طاغوت پسی لاړ شي».

او دا ورپسی کیدل به د جهنم د اور طرف ته وي الله دي مونږ ټول تری وساتي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّكُمۡ وَمَا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنتُمۡ لَهَا وَٰرِدُونَ ٩٨ لَوۡ كَانَ هَٰٓؤُلَآءِ ءَالِهَةٗ مَّا وَرَدُوهَاۖ وَكُلّٞ فِيهَا خَٰلِدُونَ ٩٩ لَهُمۡ فِيهَا زَفِيرٞ وَهُمۡ فِيهَا لَا يَسۡمَعُونَ ١٠٠﴾ [الأنبیاء: 98-100].

ترجمه: «بیشکه تاسو او هغه څه چه تاسو یي د الله تعالی پرته عبادت او بندګي کوﺉ خس او خشاک د جهنم به یاست، تاسو به دغه جهنم ته ننوتونکي یاست، که ستاسو دغه معبودان په حقه وې نو جهنم ته به نه وو ننوتلي، او تاسو ټول به په دغه جهنم کښی همیشه لپاره یاست، ددي جهنمیانو به هلته په جهنم کښی چغی سوری وي، او دوﺉ به په جهنم کښی هیڅ نه اوري».

نو دا آیتونه په دي دلالت کوي چه دغه باطل معبودان خپلو عابدانو ته هیڅ ډول ګټه نشي رسولاي، بلکه دغه معبودان او عابدان به يي ټول په قیامت کښی په اور کښی غورزول کیږي.

هو، هغه څوک چه د هغوﺉ عبادت او بندګي ځینی مشرکان کوي او هغه معبودان پری رضا او خوشحاله نه دي، نو دوﺉ په دغه طاغوت کښی نه راځي، ځکه دوﺉ خو مشرکانو پخپله په الوهیت او خدايي نیولي دي او دغه باطله عقیده یي پکښی لرلی ده، حال دا چه هغوﺉ د دوﺉ له شرک او کفر څخه بیزاره دي، لکه چه الله عزَّوَجَلَّ فرمايي: ﴿ٱتَّخَذُوٓاْ أَحۡبَارَهُمۡ وَرُهۡبَٰنَهُمۡ أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَٱلۡمَسِيحَ ٱبۡنَ مَرۡيَمَ وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُوٓاْ إِلَٰهٗا وَٰحِدٗاۖ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۚ سُبۡحَٰنَهُۥ عَمَّا يُشۡرِكُونَ ٣١﴾ [التوبة: 31].

ترجمه: «دی اهل کتابو نیولي وو علماء او پیران خپل په الوهیت او خدایي سره پرته له الله تعالی څخه، او همدارنګه یي نیولې وو مسیح عليه السلام په الوهیت سره، حال دا چه دوﺉ ته امر نه وو شوې مګر ددی خبری چه دوﺉ دي عبادت او بندګي یواځی د یو الله سبحانه وتعالی وکړي؛ ځکه نشته لایق او مستحق د عبادت او بندګۍ مګر یواځی یو الله عزَّوَجَلَّ دې، پاک دې او پورته او لوي دې الله تعالی له هغه شرک څخه چه دا مشرکان یي کوي».

همدارنګه په بل ځاي کښی فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ سَبَقَتۡ لَهُم مِّنَّا ٱلۡحُسۡنَىٰٓ أُوْلَٰٓئِكَ عَنۡهَا مُبۡعَدُونَ ١٠١ لَا يَسۡمَعُونَ حَسِيسَهَاۖ وَهُمۡ فِي مَا ٱشۡتَهَتۡ أَنفُسُهُمۡ خَٰلِدُونَ ١٠٢ لَا يَحۡزُنُهُمُ ٱلۡفَزَعُ ٱلۡأَكۡبَرُ وَتَتَلَقَّىٰهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ هَٰذَا يَوۡمُكُمُ ٱلَّذِي كُنتُمۡ تُوعَدُونَ ١٠٣﴾ [الأنبیاء: 101-103].

ترجمه: «بیشکه هغه کسان – چه عبادت اوبندګي یي کیږي –  او د هغوﺉ په حق کښی نیکه فیصله شوی ده د نیکی مرتبی سعادت او د جنت، نو دوﺉ له اور او جهنم څخه لری کړې شوي دي، نه به اوري کشار او اواز د اور او د جهنم، بلکه دوﺉ به په هغه نعمتونو کښی چه ددوﺉ زړونه يي غواړي همیشه لپاره وي، نه به غمجن کوي دوﺉ لره هغه لویه ویره او هیبت، او ورسره مخامخ کیږي به ملایکی او ورته به وایي: دا مو هغه ورځ ده چه تاسو سره یي وعده شوی وه».

همدارنګه هغه نیکان بندګان او اولیاء چه ځینی مشرکان یي په ظلم او درواغو عبادت او بندګي کوي، نو دغه نیکان ددوﺉ له عبادت او شرک څخه بیزاره دي.

خوهغه څوک چه د الله تعالی پرته د ځان په عباد باندي رضا شي، او یا دی کار ته خلک رابلي، نو شک نشته چه هغه د »طاغوت«په معنی کښی شامل دې، لکه فرعون چه خپل قوم ته ویلي وو:

﴿مَا عَلِمۡتُ لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرِي﴾ [القصص: 38].

ترجمه: «زه تاسو لپاره د خپل ځان پرته بل معبود نه پیژنم».

دریم ډول: هغه څوک چه دالله رالیږلي وحي پرته په نورو قوانینو فیصلی کوي

هرهغه څوک چه په یوه منطقه کښی په خلکو مشر وي، او د هغوﺉ تر منځ په فیصلو کښی د الله تعالی له رالیږل شوي شریعت څخه سرغړونه کوي، او د مخلوق لخوا په جوړ شوو قوانینو باندي پخپله خوښه د هغوﺉ ترمنځ فیصلی کوي، او د الله تعالی حرام کړي ورته حلالوي، او د الله تعالی حلال کړي ورته حراموي، نو دا هم یو ډول طاغوت دې، غواړي چه د الله تعالی پر ځاي دده عبادت او بندګي وشي.

او دلته دده عبادت او بندګي دا ده چه په تحلیل او تحریم کښی دده پیروي وشي، لکه کله چه عدي بن حاتمرضی الله عنه  له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه دا آیت کریمه واوریده:

﴿ٱتَّخَذُوٓاْ أَحۡبَارَهُمۡ وَرُهۡبَٰنَهُمۡ أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِ﴾ [التوبة: 31].

ترجمه: «دی اهل کتابو خپل ملایان او پیران په الوهیت او خدایي نیولي دي پرته له الله عزَّوَجَلَّ څخه».

نو عدي رضی الله عنه  ورته وویل: مونږ خو د هغوﺉ عبادت نه کولو؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وویل: آیا داسی نه وو چه هغوﺉ به د الله تعالی لخوا حلال شوې شې تاسو ته حرامولو نو تاسو به د هغوﺉ په دغه تحریم کښی پیروي کوله، او د الله لخوا یو حرام شوې شی به يي درته حلالولو نو تاسو به يي په تحلیل کښی پیروي کوله؟

عدي رضی الله عنه  ورته وویل: هو همداسی وه.

 نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وویل: همدغه ددوﺉ عبادت دې.

او حذیفهرضی الله عنه  فرمايي: «أَمَا إِنَّهُمْ لَمْ يُصَلُّوا لَهُمْ، وَلَكِنَّهُمْ كَانُوا مَا أَحَلُّوا لَهُمْ مِنْ حَرَامٍ اسْتَحَلُّوهُ، وَمَا حَرَّمُوا عَلَيْهِمْ مِنَ الْحَلاَلِ حَرَّمُوهُ، فَتِلْكَ رُبُوبِيَّتُهُمْ». [رواه سعيدُ بن مَنصورٍ في تفسيره].

ترجمه: «خبردار! چه اهل کتابو دغه ملایانو او پیرانو طرف ته لمونځونه نه کول، لکن دغه ملایانو او پیرانو چه به کوم حرام شي ته حلال ویل دوﺉ به هم حلال ګڼلو، او کوم حلال شي ته چه به یي حرام ویلو نو دوﺉ به هم هغه حرام ګڼلو، او هم دا يي ربوبیت او الوهیت وو».

د طواغیتو له جملی څخه غیب ګویان، فالګر کف شناس، او ګوډګران هم دي، څوک چه دا دعوه کوي چه په غیبو پوهیږي، او ځینی ناپوهان او ګمراهان هغوﺉ ته خپلی فیصلی وروړي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزۡعُمُونَ أَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓاْ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدۡ أُمِرُوٓاْ أَن يَكۡفُرُواْ بِهِۦۖ وَيُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمۡ ضَلَٰلَۢا بَعِيدٗا ٦٠﴾ [النساء: 60].

ترجمه: «آیا ته نه ګوری هغه کسانو ته چه ګومان کوي چه هغوﺉ هم ایمان لري په هغه کتاب چه تاته درنازل شوې دې)قرآنکریم( او هم په هغه کتابونو چه له تا څخه مخکنیو پیغمبرانو ورلیږل شوې وو، او بیا هم غواړي خپلی لانجی د حل او فصل لپاره و طاغوت ته یوسي، حال دا چه دوﺉ ته حکم شوې وو چه دوﺉ به انکار او کفر کوي په دغه طواغیتو باندي، خو شیطان غواړي چه دوﺉ له حق څخه په ډیر لری ګمراهۍ سره ګمراه کړي».

او رسول الله صلی الله عليه وسلم  هم جادوګر فالګر او کوډګرو ته له ورتګ څخه منع فرمایلی ده، لکه چه د ابو هریرة رضی الله عنه  په حدیث کښی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «مَنْ أَتَى كَاهِنًا فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ، فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ -صلی الله عليه وسلم  -صلی الله عليه وسلم  ». [رواه الإمامُ أحمد من حديثِ أبي هُريرةَرضی الله عنه ].

ترجمه: «هغه څوک چه غیبګو یا فالګر ته لاړ او د هغه خبره یي رښتیا وګڼله نو یقیناً هغه په هغه دین باندی کافر شو چه په محمدصلی الله عليه وسلم   باندی نازل شوې دې».

او مشهور صحابي ابن مسعودرضی الله عنه  فرمايي: «مَن أتى كاهِنًا أو سَاحِرًا فصَدَّقه بما يقولُ فقد كَفَرَ بما أُنْزِلَ على مُحَمَّدٍ». [رواه البَزَّارُ].

ترجمه: «هغه څوک چه غیبګو یا جادوګر ته لاړ او د هغه خبره یي رښتیا وګڼله نو یقیناً هغه په هغه دین باندی کافر شو چه په محمدصلی الله عليه وسلم   باندی نازل شوې دې».

او د الله تعالی له حکم او شریعت څخه مخ اړونه او سرغړونه، او د هغی په بدل کښی د طواغیتو قوانینو او فیصلو پسی ګرزیدل او ورپسی کیدل د منافقینو عمل او صفت دې لکه چه الله جل جلاله فرمایي:

﴿وَيَقُولُونَ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلرَّسُولِ وَأَطَعۡنَا ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٞ مِّنۡهُم مِّنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَۚ وَمَآ أُوْلَٰٓئِكَ بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٤٧ وَإِذَا دُعُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَهُمۡ إِذَا فَرِيقٞ مِّنۡهُم مُّعۡرِضُونَ ٤٨ وَإِن يَكُن لَّهُمُ ٱلۡحَقُّ يَأۡتُوٓاْ إِلَيۡهِ مُذۡعِنِينَ ٤٩ أَفِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ٱرۡتَابُوٓاْ أَمۡ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمۡ وَرَسُولُهُۥۚ بَلۡ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ ٥٠ إِنَّمَا كَانَ قَوۡلَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ إِذَا دُعُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَهُمۡ أَن يَقُولُواْ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَاۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ ٥١ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَخۡشَ ٱللَّهَ وَيَتَّقۡهِ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَآئِزُونَ ٥٢﴾ [النور: 47-52].

ترجمه: «او وایي منافقان چه مونږ ایمان لرو په الله تعالی او په رسول الله صلی الله عليه وسلم  باندی، او غاړه ایښودونکي یو الله تعالی او د هغه رسولصلی الله عليه وسلم   ته، خو بیا هم مخ ګرزوي او سرغړونه کوي یوه ډله له دوﺉ څخه وروسته له دي اقرارونو هم، او په حقیقت کښی نه دي دوﺉ رښتیني مؤمنان، او کله چه راوبلل شي دوﺉ د الله تعالی او د هغه د رسولصلی الله عليه وسلم   شریعت ته ددی لپاره چه فیصله وکړي ددوﺉ ترمنځ، نو ناڅاپه يوه ډله له دوﺉ څخه سرغړونه کوي او د حق له منلو څخه مخ ګرزوي، خو که چیری وي په دي شریعت کښی ددوﺉ حق او طرفي نو بیا راځي ددی شریعت خوا ته تابعدار او غاړه ایښودونکي، نو آیا ددوﺉ په زړونو کښی مرض د نفاق دې او که دوﺉ شکمن دي په عدالت د شریعت کښی، او که دوﺉ ویریږي چه ظلم به وکړي په دوﺉ باندی الله تعالی او دهغه رسولصلی الله عليه وسلم  ، داسی نه ده بلکه همدوﺉ پخپله ظالمان دي چه له حق څخه سرغړونه کوي، بیشکه مؤمنان چه کله الله تعالی او د هغه رسولصلی الله عليه وسلم   خوا ته وروبلل شي چه ددوﺉ تر منځ فیصله وکړي، نو دهغوﺉ وینا داسی وي چه ووايي: مونږ اوریدلې دې حکم د الله تعالی او غاړه ایښودونکي یو هغی ته، او همدغسی خلک همدوﺉ کامیاب دې، او هغه چا چه د الله تعالی او د هغه د رسولصلی الله عليه وسلم   پیروي وکړه، او د الله تعالی څخه ویریږي، او د هغه له نافرمانۍ څخه ځان وساتي، نو همدغسی خلک همدوﺉ کامیاب دي».

خو هر څوک چه د طاغوت پيروي کوي، نو دغه پیروي يي نور هم د ګمراهۍ، تاوان او تورتمونو کندو ته غورزوي، او که څوک ددغه طاغوت څخه انکاري شی، او په الله تعالی باندي ایمان راوړي، او د الله د رالیږلې شوي لارښوونی پیروي یي وکړه، نو الله تعالی به يي له تیارو څخه رڼا ته راوباسي، او د سلامتیا او زرخیزۍ لاری به وروښايي، او په خپل رحمت او مهربانۍ کښی به یي داخل کړي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ٱللَّهُ وَلِيُّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ يُخۡرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَوۡلِيَآؤُهُمُ ٱلطَّٰغُوتُ يُخۡرِجُونَهُم مِّنَ ٱلنُّورِ إِلَى ٱلظُّلُمَٰتِۗ أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلنَّارِۖ هُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ ٢٥٧﴾ [البقرة: 257].

ترجمه: «الله تعالی د مؤمنانو دوست او کارسازې دې، چه ووباسي دوﺉ لره له تیارو څخه رڼا ته، او د کافرانو دوست طاغوت دې چه له رڼا څخه یي تیارو ته ووباسي، نو همدغسی خلک د اور والا دي او دوﺉ به په دغه اور کښی همیشه او تل لپاره وي».

نو طاغوت خپل دوستان د شرک، ناپوهۍ او ګمراهۍ، شکونو، حیرانتیا، تنګ ژوند او بدحالۍ او بدبختۍ کښی اچوي، الله تعالی دی مونږ تری بچ کړي.

خو هغه څوک چه په الله سبحانه وتعالی باندی ایمان لري، نو همدا الله تعالی یي دوست او کارساز دې چه له تیارو څخه یي رڼا وخوا ته وباسي، نو د شرک له تیارو څخه يي د توحید رڼا ته، او د ګناه له خوارۍ اوذلّت څخه یي د طاعت او دین پیروۍ عزت ته، او د بدعتون له ګمراهۍ څخه د ځلانده سنتو لاری ته، او د شک له حیرانتیا څخه یي د یقین خوشحالۍ ته، او له تنګۍ او بدبختۍ څخه یي پراخۍ او نیکبختۍ ته، او له غم فکرونو او سوچونو څخه یي اطمینان، امن او آرامۍ ته وروباسي.

بلکه هغه څوک چه د سمی لاری پیروان وي الله تعالی يي نور هم ورته دغه هدایت او روښانتیا ورزیاتوي، نو هره ورځ دوﺉ له خیر او هدایت څخه لا برخمن او بهرمن کیږي، چه درجی يي پورته کیږي، او نیکۍ یي څوچنده کیږي ﴿ذَٰلِكَ فَضۡلُ ٱللَّهِ يُؤۡتِيهِ مَن يَشَآءُۚ وَٱللَّهُ ذُو ٱلۡفَضۡلِ ٱلۡعَظِيمِ ٤﴾ [الجمعة: 4].

ترجمه: «او دا د الله تعالی مهرباني ده، او د هغه خوښه ده چه په چا باندی دغه ډول مهرباني کوي؛ ځکه الله تعالی د لوﺉ مهربانۍ خاوند دې».

ليکوال : عبدالعزيز مطيري

ژباړن : ابو زکريا اسماعيل الأفغاني

آن لاين اسلامي لارښود

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً