څلورم درس: د توحید فضیلت

اول ، د توحید معنی: خپل دین او عبادت او بندګي یواځی یو الله تعالی لپاره خاص کول، او همدا توحید په اسلام کښی د یو بنده دداخلیدو لپاره لومړنې شرط دې.

او همدا توحید د »لا إله إلاَّ الله« د ګواهۍ معنی ده، نو هغه څوک چه پخپل عبادت او بندګۍ کښی همدا یو الله تعالی یو ونه ګڼي، داسی بنده مسلمان کیدې نشي، اګر که هغه د مسلمانۍ دعوا هم کوي، او په ژبه د »لا إله إلاَّ الله محمد رسول الله« کلمه هم وايي، نو دده دا کلمه ویل تر هغه پوری نه صحیح کیږي چه ترڅو یي د هغی د غوښتنو موافق عمل نه وي کړې، او هغه دا چه خپل دین عبادت او بندګي یواځی یو الله تعالی ته خاص کړي،  او د الله تعالی پرته د نورو معبودانو له بندګۍ او عبادت څخه ځان بلکل لری وساتي، او د شرک او مشرکینو څخه خپله بیزاري اعلان کړي، لکه چه الله سبحانه وتعالی  فرمایي:

﴿لَآ إِكۡرَاهَ فِي ٱلدِّينِۖ قَد تَّبَيَّنَ ٱلرُّشۡدُ مِنَ ٱلۡغَيِّۚ فَمَن يَكۡفُرۡ بِٱلطَّٰغُوتِ وَيُؤۡمِنۢ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱسۡتَمۡسَكَ بِٱلۡعُرۡوَةِ ٱلۡوُثۡقَىٰ لَا ٱنفِصَامَ لَهَاۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ٢٥٦﴾ [البقرة: 256].

ترجمه: «نشته زور زیاتې په دین کښی، ځکه واضح او ښکاره شوی ده سمه لار له کږی لاری څخه، نو که څوک کفر او انکار وکړي له منلو د طاغوت څخه، او ایمان راوړي په یو الله تعالی باندی، نو یقیناً ده منګولی لګولی په ټینګه رسۍ باندی چه هیڅ شکیدل نشته هغی لره، او الله تعالی اوریدونکې او پوهه دې».

همداشان الله په بل ځاي کښی د مؤمنانو په صفت کښی فرمايي:

﴿وَٱلَّذِينَ ٱجۡتَنَبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ أَن يَعۡبُدُوهَا وَأَنَابُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ لَهُمُ ٱلۡبُشۡرَىٰۚ فَبَشِّرۡ عِبَادِ ١٧﴾ [الزمر: 17].

ترجمه: «او مؤمنان هغه کسان دي چه ځان ساتي له عبادت او بندګۍ د طاغوت څخه، او راوګرزي په عبادت او بندګۍ خپلی کښی یواځی الله تعالی ته، نو د همدوﺉ لپاره زیرې دې، نو اي پیغمبره زیرې ورکړه زما بندګانوته».

او همدارنګه الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ﴾ [النحل: 36].

ترجمه: «بیشکه مونږ لیږلې دې په هر امت کښی یو پیغمبر او استاذې په دې خبره چه عبادت او بندګي وکړﺉ  یواځی د یو الله تعالی او ځان وساتۍ د عبادت او بندګۍد طاغوت څخه».

او طاغوت هرهغه چا ته ویل کیږي چه د الله تعالی نه غیر یي عبادت اوبندګي کیږي، او هغه ورباندی راضي وي.

نو د توحید لوﺉ  فضیلت دادې چه هغه د اسلام اصل، بنیاد او بنسټ دې، او د یو بنده په اسلام کښی داخلیدل پرته له توحید منلو څخه نه صحیح کیږي.

د توحيد واله ثواب په ټولو ثوابونو کښی لوﺉ دې: او هغه د الله عز وجلّ رضامندي، له اوره خلاصې، او جنت ته ننوتل، او د الله تبارک وتعالی لیدل دي.

لکه چه معاذ بن جبل رضی الله عنه  له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه روایت کوي چه هغه فرمایلي دي:

«مَا مِنْ أَحَدٍ يَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ صِدْقًا مِنْ قَلْبِهِ إِلاَّ حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». [رواه البخاري].

ترجمه:  «نشته داسی یوه بنده چه هغه د لا إله إلاَّ الله وأن محمداً رسول الله ګواهي وکړي، او دا ګواهي یي په رښتیني او له زړه څخه وي، مګر خو الله تعالی یي په اور باندي حرام کړي».

همدارنګه عبادة بن صامترضی الله عنه  وايي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي:

«مَنْ شَهِدَ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَأَنَّ عِيسَى عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ وَالْجَنَّةُ حَقٌّ وَالنَّارُ حَقٌّ أَدْخَلَهُ اللَّهُ الْجَنَّةَ عَلَى مَا كَانَ مِنَ الْعَمَلِ». [متفق علیه]

ترجمه: «هغه څوک چه ګواهي وکړي چه نشته لایق د عبادت او بندګۍ مګر یو الله تعالی دې، په داسی حال کښی چه یو دې او هیڅ ډول شریک او برخوال نلري، او دا ګواهي وکړي چه محمدصلی الله عليه وسلم   د الله تعالی بنده او پیغمبر دې، او عیسی عليه السلام  د الله تعالی بنده او پیغمبر دې او)پیدا شوې دې په( هغه کلمه چه مریم عليها السلام ته یي ورغورزولی وه، او د الله تعالی لخوا روح دی، او همدا ګواهي وکړي چه جنت حق دی، اور حق دی، نو الله تعالی به یي جنت ته داخل کړي، سره له هغه عمله چه ده کړې وي، یعنی اګر که ډیر ښه نه وي، او یا دا معنی چه داخل به کړي الله ده لره جنت ته په هغه درجه چه ده یي عمل کړې وي، یعنی ننوتل جنت ته په توحید دي، او تفاوت ددرجاتو بیا په اعتبار د عمل سره دې».

نو د توحيد واله مؤمن سره الله تعالی د جنت وعده کړی ده اګر که ده ځینی ګناهونه هم کړي وي، ځکه کیدې شي دغه نور ګناهونه چه له شرکه راټیټ دي الله تعالی یي ورته وبخښي او عفو ورته وکړي، او یا به ورته د هغه ګناه په اندازه عذاب په دنیا کښی ورکړي، یا په قبر کښی او یا د قیامت په میدان کښی او یا په اور کښی، خو په آخر کښی دې د الله تعالی په حکم جنت ته ځي.

او هر چه مشرک دې نو دده خو په ټولو کښی لویه سزا ده، او هغه د الله عزَّوَجَلَّ قهر غصه او تل تر تله د جهنم په اور کښی پاتی کیدل او د الله عزَّوَجَلَّ له لیدلو څخه بی برخی کیدل، الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّهُۥ مَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ حَرَّمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ ٱلۡجَنَّةَ وَمَأۡوَىٰهُ ٱلنَّارُۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ ٧٢﴾ [المائدة: 72].

ترجمه: «بیشکه شان دادې هغه څوک چه شریکوال او برخوال ومني د الله تعالی سره نو یقیناً حرام کړ الله پر ده باندي جنت، او ځاي د ورتللو دده اور دې، او نشته د ظالمانو لپاره هیڅوک مددګار».

همداراز په بل ځاي کښی الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿كَلَّآ إِنَّهُمۡ عَن رَّبِّهِمۡ يَوۡمَئِذٖ لَّمَحۡجُوبُونَ ١٥ ثُمَّ إِنَّهُمۡ لَصَالُواْ ٱلۡجَحِيمِ ١٦﴾ [المطففین: 15-16].

ترجمه: «هیڅکله داسی نه ده لکه چه دا کافر یي وايي، بیشکه دوﺉ به په دغه ورځ د قیامت له خپل رب او پروردګار څخه پناه او په پرده کښی وي)یعنی د الله تعالی د دیدار او لیدنی له نعمت څخه به بي برخی وي(، او بیا به بیشکه دوﺉ جهنم ته داخلیدونکي وي».

او شرک داسی ګناه ده چه الله عزَّوَجَلَّ يي نه بخښي، او نه له مشرکینو څخه عفو کوي، بلکه دوﺉ که په شرک باندی مړه شي او توبه ورڅخه ونه باسي، نو ددوﺉ لپاره یي د تل لپاره دردناک عذاب واجب او فرض کړې دې، چه خامخا به ورته رسیږي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُۚ وَمَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا ١١٦﴾ [النساء: 116].

ترجمه: «بیشکه الله عزَّوَجَلَّ بخښنه نه کوي د شرک د ګناه، او بخښي هغه ګناه چه له شرک پرته وي هغه چا ته چه د الله عزَّوَجَلَّ ورته خوښه شي، او هغه څوک چه د الله سبحانه وتعالی سره شریک او برخَوال ومني نو یقیناً دې ګمراه او بی لاری شو په ګمراهۍ لری سره له حق نه».

او عبد الله بن مسعود رضی الله عنه  له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه روایت کوي چه هغه فرمایلي دي: «مَنْ مَاتَ وَهْوَ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللهِ نِدًّا دَخَلَ النَّارَ وَقُلْتُ أَنَا مَنْ مَاتَ وَهْوَ لاَ يَدْعُو لِلَّهِ نِدًّا دَخَلَ الْجَنَّةَ». [رواه البخاري].

ترجمه: «هغه څوک چه مړ شو په داسی حال کښی چه هغه د الله عزَّوَجَلَّ څخه پرته بل څوک رابللو او چیغه یي ورته وهله نو هغه به اور ته ننوځي».

ابن مسعود رضی الله عنه  وايي: او ما ورسره وویل: هغه څوک چه مړ شو او هغه له الله تعالی سره شریک نه رابلي نو هغه به جنت ته داخل شي.

د شرک معنی دا ده چه د الله عزَّوَجَلَّ د عبادت او بندګۍ ترڅنګ د بل چا عبادت او بندګي هم وشي، او دغه غیر الله د الله عزَّوَجَلَّ سره په عبادت او بندګۍ کښی شریکوال او برخَوال وګڼل شي، خو څوک چه د الله تعالی سره بل څوک شریکوال او برخَوال ومني نو دده مخکنې نیک عمل تباه او برباد او دې له تاوانیانو څخه کیږي؛ لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿وَلَقَدۡ أُوحِيَ إِلَيۡكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكَ لَئِنۡ أَشۡرَكۡتَ لَيَحۡبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٦٥ بَلِ ٱللَّهَ فَٱعۡبُدۡ وَكُن مِّنَ ٱلشَّٰكِرِينَ ٦٦﴾ [الزمر:65-66].

ترجمه: «او بیشکه وحیی شوی ده تاته – اي محمدصلی الله عليه وسلم   -، او هم وحیی شوی ده هغه پیغمبرانو ته چه له تا څخه مخکښی وو، وحیی شوی ده ددی خبری چه که تا شرک وکړ د الله تعالی سره نو خامخا برباد به شي ستا نیک عمل او خامخا ته به د تاوانیانو له جملی څخه شی، بلکه ته عبادت او بندګي وکړه یواځی د یو الله عزَّوَجَلَّ، او ته د شکرګزارو له جملی څخه شه».

دوهم، د توحید دوهم فضیلت: او هغه دا چه توحید د هر عمل د قبول لپاره اساسي شرط دې، نو د مشرک او کافر ټول اعمال الله سبحانه وتعالی ته د منلو او قبلولو وړ نه دي، بلکه د اسلام دین څخه بل هر دین د الله سبحانه وتعالی په وړاندی د منلو او قبلولو وړ نه دې، لکه چه الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:

﴿وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينٗا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٨٥﴾ [آل عمران: 85].

همدارنګه الله جل جلاله د ډیرو انبیاؤ  له یادونی وروسته  فرمایي:

﴿وَلَوۡ أَشۡرَكُواْ لَحَبِطَ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٨٨﴾ [الأنعام: 88].

ترجمه: «او کچیری بالفرض دغه انبیاء -علیهم السلام- هم شرک وکړي نو ددوﺉ کړي نیک عملونه به برباد او ابته شي».

او د کفارو په هکله الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَقَدِمۡنَآ إِلَىٰ مَا عَمِلُواْ مِنۡ عَمَلٖ فَجَعَلۡنَٰهُ هَبَآءٗ مَّنثُورًا ٢٣﴾ [الفرقان: 23].

ترجمه: «او قصد کړې دې مونږ هغه عمله ته چه دوﺉ کړې وي، نو وګرزوو مونږ هغه لره ګرد او غبار او دوړه الوزولی شوی».

نو د مشرک عمل برباد او نامنل شوې دې؛ ځکه الله عزَّوَجَلَّ د هیڅ مشرک څخه هیڅ یو عمل نه قبلوي.

او ددی پر عکس د مؤمن عمل د الله تعالی په وړاندی مقبول او منظور دې اګر که لږ هم وي، بلکه دغه لږ عمل ورته الله سبحانه وتعالی څو چنده زیاتوي.

۳- د توحید بل فضیلت دادې چه د مؤمن موحد په زړه کښی آرام، قلبي سکون، او زړه یي مطمئن وي؛ ځکه چه موحد یواځی یو پروردګار رابلي، چه هغه اوریدونکې لیدونکې او په هر څه پوهه، توان لرونکې مهربان او رحم کونکې دې، ټول اختیارات د هغه په لاس کښی دي، ګټه او تاوان رسَوَل د هغه په لاس کښی دي.

 نو نشته لایق د عبادت اوبندګۍ مګر همدغه یواځی یو الله سبحانه وتعالی دې، او مؤمن د همدغه یو الله عزَّوَجَلَّ عبادت او بندګي کوي، به همغه باندي توکل او اعتماد کوي، او د هغه د رحمت او مهربانۍ امید لري او د همغه د عذاب څخه ویریږي، او د همغه په خوشحالۍ او رضامندۍ پسی ورپسی وي، او د هغه فضل اورحم پسی اوړي راوړي، او دهغه زړه د الله تعالی په ذکر باندي مطمئن وي، په الله تعالی باندي د اعتماد له کبله له بل هرچا څخه بی پروا وي، او له همدی سببه عزتمند او قوي وي، په یو الله توکل کوي، له بل چا څخه نه ویریږي او نه هم خفه کیږي، او نه ګمراه او بی لاری کیږي او نه به بدبخته وي.

خو په مقابل کښی مشرک د الله پرته خپل مشکل ته هغه څوک رابلي چه نه ورته ګټه رسولې شي او نه ورڅخه ضرر دفع کولې شي، د الله تعالی پرته د نورو ډیرو معبودانو ترمنځ دده زړه حیران وي، حال دا چه هغوﺉ ټول دده له بلنو او چیغو څخه ناخبره وي.

الله تَعَالَى د یوسفعليه السلام دعوت رانقلوي چه فرمایي: ﴿ءَأَرۡبَابٞ مُّتَفَرِّقُونَ خَيۡرٌ أَمِ ٱللَّهُ ٱلۡوَٰحِدُ ٱلۡقَهَّارُ ٣٩﴾ [یوسف: 39].

ترجمه: «آیا ډیر معبودان چه سره مختلف وي غوره او بهتر دي او که یواځی یو الله تعالی چه یو او زورور دې».

همدارنګه الله تعالی فرمایي:

﴿ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلٗا رَّجُلٗا فِيهِ شُرَكَآءُ مُتَشَٰكِسُونَ وَرَجُلٗا سَلَمٗا لِّرَجُلٍ هَلۡ يَسۡتَوِيَانِ مَثَلًاۚ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِۚ بَلۡ أَكۡثَرُهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ٢٩﴾ [الزمر: 29].

ترجمه: «مثال بیانوي الله تعالی د یو غلام )مریي(سړي چه په هغه کښی شریکان وي یو له بل سره مخالف، او د بل غلام)مریي( سړي چه هغه ځانته د یو سړي وي، آیا دوي دواړه سره په صفت د ژوند او راحت کښی سره برابر دي؟)بلکه نه دي برابر( نو ټول د کمال صفتونه خاص یو الله تعالی لره دي خو ډیر له دوي څخه نه پوهیږي».

همداراز فرمایي:

﴿وَمَنۡ أَضَلُّ مِمَّن يَدۡعُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَن لَّا يَسۡتَجِيبُ لَهُۥٓ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ وَهُمۡ عَن دُعَآئِهِمۡ غَٰفِلُونَ ٥ وَإِذَا حُشِرَ ٱلنَّاسُ كَانُواْ لَهُمۡ أَعۡدَآءٗ وَكَانُواْ بِعِبَادَتِهِمۡ كَٰفِرِينَ ٦﴾ [الأحقاف:5-6].

ترجمه: «او څوک دې ډیر ګمراه او بی لاری له هغه چا څخه چه رابلي د الله تعالی پرته هغه څوک چه که دې ورته اواز کوي او رابلي یي نو تر قیامته پوری دده اواز نه اوري، او نه ورسره کومک او مرسته کولې شي، بلکه هغوﺉ دده له رابللو څخه ناخبره دي، او کله چه خلک د قیامت په ورځ راژوندي او راغونډ کړل شي نو دا معبودان به له دغه عابدانو سره دښمني کونکي وي، او ددوﺉ په عبادت او بندګۍ به کفر کونکي او انکار کونکي وي».

همدارنګه الله عزَّوَجَلَّ په بل ځاي کښی فرمایي:

﴿ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَلَمۡ يَلۡبِسُوٓاْ إِيمَٰنَهُم بِظُلۡمٍ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلۡأَمۡنُ وَهُم مُّهۡتَدُونَ ٨٢﴾ [الأنعام: 82].

ترجمه: «هغه کسان چه مؤمنان دي او ګډ کړې یي نه دې د خپل ایمان سره شرک، نو همدغه خلک ددوي لپاره امن دې او همدوﺉ په سمه لار دي».

رسول الله صلی الله عليه وسلم  دلته په دي آیت شریف کښی د »ظلم« معنی په شرک سره کړی ده، او په دلیل کښی یي د سورت لقمان هغه آیت شریف پیش کړې دې چه پکښی راځي:

﴿إِنَّ ٱلشِّرۡكَ لَظُلۡمٌ عَظِيمٞ ١٣﴾ [لقمان: 13].

ترجمه: «بیشکه شرک ډیر لوﺉ ظلم دې».

۴- د توحید له فضایلو څخه څلورم فضیلت دادې چه توحید د الله عزَّوَجَلَّ د محبت لپاره ډیر لوﺉ سبب دې چه لدي کبله الله تعالی له بنده سره محبت کوي، او همدارنګه ډیر برکتونه د الله سبحانه وتعالی له محبت څخه لاس ته راځي لکه: د ګناهونو بخشش، له سختو سختیو څخه خلاصې، د نیکیو دوچنده کیدل، ددرجاتو پورته کیدل، د شرونو او آفتونو څخه د الله تعالی حفاظت، د دښمنانو د پلمو شنډول، او د سوچونو او غمونو ختمول، د نعمتونو او برکتونو لاس ته راتلل، د عذابونو او عقوبتونو څخه بچ کیدل، او د نفس او شیطان له غلامۍ او مرییتوبه، او د بنده له بندګۍ څخه آزادي، د ایمان او اخلاص خوږوالې او خوند څکل، او د الله تعالی ملاقات ته شوق او له تورو تیارو څخه رڼاګانو ته وتل، چه د شرک له تورو تیارو څخه د توحید سپینی رڼا ته ووځي، او د ګناه له ذلت او خوارۍ څخه د الله اطاعت او پیروۍ عزت ته ووځي، او د جهل او ناپوهۍ څخه د علم او پوهی رڼا ته ووځي، او د شک او حیرانتیا څخه یقین ته ورشي، او دګمراهۍ له ډیرو لارو څخه د الله سبحانه وتعالی یوی سمی لاری ته برابر شي.

د موحدینو تر منځ تفاضل:

مسلمانان د توحید په تحقیق کښی سره یو شان نه دي، بلکه ددوﺉ تر منځ سره په درجو کښی ډیر توپیر وي، او هر څومره چه یو بنده کښی د الله تعالی لپاره اخلاص ډیر وي، نو هومره یي د توحید له فضایلو څخه برخه لویه وي، او په همدغه اندازه یي د الله تعالی د رضامندۍ ولایت مهربانۍ رحمت او برکتونو او په دنیا او آخرت کښی د ثوابونو برخه لویه وي.

او دده د اخلاص په اندازه د شیطان له سلطی او ضررونو څخه دده خلاصیدل هم وي، لکه چه الله تعالی د شیطان د قسم او سوګند په هکله چه هغه به بنیادمان بي لاری کوي، نو الله تعالی وفرمایل: ﴿قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغۡوَيۡتَنِي لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَأُغۡوِيَنَّهُمۡ أَجۡمَعِينَ ٣٩ إِلَّا عِبَادَكَ مِنۡهُمُ ٱلۡمُخۡلَصِينَ ٤٠ قَالَ هَٰذَا صِرَٰطٌ عَلَيَّ مُسۡتَقِيمٌ ٤١ إِنَّ عِبَادِي لَيۡسَ لَكَ عَلَيۡهِمۡ سُلۡطَٰنٌ إِلَّا مَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلۡغَاوِينَ ٤٢﴾ [الحجر: 39-42].

ترجمه: «وویل شیطان: اي پروردګاره! لدي کبله چه زه دی بی لاری کړم، نو خامخا به ښایسته ښکاره کوم دی بنیادمانو ته ددنیا څیزونه او ژوند، او ګمراه او بی لاری به کړم دوﺉ ټول، مګر خو به ګمراه او بی لاری نشي، بلکه بچ به شي هغه ځینی خاص بندګان ستا، نو وویل ورته اللهسبحانه وتعالی: دغه ځما لار ده ما طرف ته سمه، بیشکه نشته تا لره ځما پر بندګانو باندی کوم زور، مګر هغه څوک چه ستا پیروي کوي د ځینو بی لارو او ګمراهانو او سرکښانو او سرغړوونکو څخه».

او په بل ځاي کښی الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:

﴿فَإِذَا قَرَأۡتَ ٱلۡقُرۡءَانَ فَٱسۡتَعِذۡ بِٱللَّهِ مِنَ ٱلشَّيۡطَٰنِ ٱلرَّجِيمِ ٩٨ إِنَّهُۥ لَيۡسَ لَهُۥ سُلۡطَٰنٌ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَلَىٰ رَبِّهِمۡ يَتَوَكَّلُونَ ٩٩ إِنَّمَا سُلۡطَٰنُهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ يَتَوَلَّوۡنَهُۥ وَٱلَّذِينَ هُم بِهِۦ مُشۡرِكُونَ ١٠٠﴾ [النحل: 98-100].

ترجمه: «کله چه ته قرآنکریم لولی نو پناه وغواړه په الله تعالی پوری له رټلې شوي شیطان څخه؛ بیشکه نشته شیطان لره زور او توان په هغه کسانو چه کامل ایمان لرونکي دي، او په خپل رب او پروردګار باندي توکل او اعتماد کوي، بیشکه دهغه زور او توان په هغه چا  بَر دې چه له شیطان سره دوستي کوي، او په هغه کسانو چه شیطان د الله تعالی سره شریکوي په عبادت او بندګۍ کښی».

نو هغه څوک چه په توحید او اخلاص کښی د احسان درجی ته ورسیږي، او د شرک اکبر او شرک اصغر له شبهو څخه خلاص وي، او د الله عزَّوَجَلَّ داسی عبادت او بندګي کوي لکه دې چه الله تعالی ویني، نو داسی کسان جنت ته پرته له کوم حساب کتاب څخه داخلیږي، او هلته هم د جنت لوړی لوړی درجی لاس ته راوړي، الله دی په خپل فضل او مهربانۍ زمونږ برخه هم پکښی وکړي.

ليکوال : عبدالعزيز مطيري

ژباړن : أبو زکريا اسماعيل الافغاني

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً