پخپله بی بی او اولاد باندې خرچ کول تر ټولو غوره صدقه ده

عن ثوبان. قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” أفضل دينار ينفقه الرجل. دينار ينفقه على عياله. ودينار ينفقه الرجل على دابته في سبيل الله. ودينار ينفقه على أصحابه في سبيل الله “. قال أبو قلابة: وبدأ بالعيال. ثم قال أبو قلابة: وأي رجل أعظم أجرا من رجل ينفق على عيال صغار. يعفهم، أوينفعهم الله به، ويغنيهم (المسلم ۹۹۴ ) .

ژباړه : ثوبان رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د يو چا د انفاق او خرچ کولو غوره دينار هغه دی چې پخپل عيال يې خرچ کړي ، بیا هغه دينار (غوره دی ) چې د الله تعالی په لار کې د جهاد لپاره ساتل شوي څاروي باندې خرچ شي او بيا هغه دينار چې پخپلو مجاهدو ملګرو خرچ شي .

ابو قلابه ( چې د راويانو څخه دی ) وايي : آنحضرت صلی الله عليه وسلم د خپل عيال ( ښځې او بچيانو ) څخه پيل کړل .

ابوقلابه زياتوي : د چا اجر او ثواب به د هغه چا څخه زيات وي چې پخپلو وړو بچيانو انفاق کوي او همدارنګه هغوی پاکدامنه تربيه کړي تر څو الله تعالی د هغوی په وسيله ( خپلو والدينو ) ته نفع ورسوي او بې نيازه يې وګرځوي .

عن أبي هريرة ؛ قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:

 “دينار أنفقته في سبيل الله. ودينار أنفقته في رقبة. ودينار تصدقت به على مسكين. ودينار أنفقته على أهلك. أعظمها أجرا للذي أنفقته على أهلك”( المسلم ۹۹۵ ) .

ژباړه : د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : يو هغه دينار دی چې څوک يې د الله تعالی په لار کې خرچ کړي او بل هغه دينار دی چې څوک يې د غلام په خلاصولو کې خرچ کړي او بل هغه دينار دي چې څوک په مسکين باندې خرچ کړي او بل هغه دينار دی چې څوک يې پخپل اهل عيال باندې خرچ کړي په دې ټولو کې زيات اجر د هغه دی کوم چې د خپل اهل عيال د پاره خرچ شوی وي .

عن أبي مسعود البدري، عن النبي صلى الله عليه وسلم ؛ قال: “إن المسلم إذا أنفق على أهله نفقة، وهو يحتسبها، كانت له صدقة”( المسلم ۱۰۰۲ ) .

ژباړه : له ابی مسعود البدری نه روايت چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : کله چې مسلمان پخپل اهل باندې د ثواب په نيت سره خرچ کړي د هغه د پاره صدقه حسابيږي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً