په هيواد کې د سودي بانکونو په هکله کلک خبردارئ

بسم الله جل جلا له  الرحمن الرحيم

کله مو چې هيواد د نړيوال کفري حشر لخوا يرغل شوی دی د نورو ډيرو منکراتو تر څنګ  سودي بازار هم په رسمي بڼه رواج لري .

که څه هم په دې اړه مو په بار بار ليکني کړي دي تر څو خلک پوه شي او د سودي شيطاني بازار په بې ځايو حيلو او جاهلانه  دلائلو ونه غليږي ، بيا مو هم په تکرار سره دغه واضح او مفصل مطلب چتمو کړ تر څو ښاغلي لوستونکي د سود په مسئله باندې ښه پوه شي .

د سود تعريف او پيږندل :

سود  په لغت کې زيادت يا ګټی ته وايي چه په دوه ډوله دی ، د پور سود او د بيعی يا راکړی ورکړی سود .

اليف ) : د پور يا قرض سود :

د پور سود هغه سود دی چه څوک چاته پيسی پور ورکړي له هغه څخه زياتی پيسې واخلي يا د مودې په تيريدلو ګټه ورڅخه اخلی .

په نن عصر کې د بانک سود همدا ډول سود دی چه بانک د قرضدار په مثال وي چه په بانک کی د پيسو جمع کوونکي ته د مودې يا مهلت له مخی ګټه ورکوي او يا خپله بانک نورو ته سودي قرضونه ورکوي او له هغوی څخه په ټاکلو فيصدی ګټه اخلي ، دا همغه د جاهليت د وخت سود ته ورته سود دی چې په کفري نړی کې له همغه وخته په ميراث پاتې دی ، له بده مرغه چې اوس په اسلامي امت کې د خريدلو په درشل کې دی .

زمونږ په هيواد کې دغه ډول سود په رسمي توګه په بانکونو تر سره کيږي او د وخت رژيم يې ماليات هم اخلي .

تقريباً اکثره بانکونه سودي دي لکه : کابل بانک ، عزيزي بانک ، باختر بانک ، افغان يونايد بانک ، نشنل پاکستان بانک ، برګ بانک ، افغانستان بانک ، بين مللی بانګ ، پشتنې بانک او د سودي بانکو د انسجام يا ام الرباء مرکزي بانک او نور په لسوګونو بانګونه وجود لري چې د سود او قمار (بخت حساب) په معاملاتو کې لاس لري .

په لاندې لينکونو کې د ځنې بانکونو سودي حسابونه :

کابل بانک

http://newkabulbank.af/dari/term.php

عزيزی بانک

http://www.azizibank.com/index.php/live/content/Fixed-Deposite

باختر بانک

http://www.bakhtarbank.com/pa/index.php?option=com_content&view=article&id=5:best-returns&catid=2:first-content

افغان ملي بانک

http://www.bma.com.af/deposits/saving-account.aspx

د سود د ګناه خطرناکې پايلې :

سود اخيستل حرام هلاکونکي ګناه او الله (جل جلا له ) د سود خورو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی .

فإن الله تعالى يقول: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  *  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ [البقرة:278-279]

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله (جل جلا له)  نه وويريږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله تعالی  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوا جګړې ته چمتو شئ .

لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم آكل الربا، وموكله، وكاتبه، وشاهديه، وقال: هم سواء. (۱۵۹۸ المسلم )

رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکی ،ورکوونکی ،ليکونکی اوشاهدانو ته لعنت واستاوه ،اويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابردی .

اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق. وأكل مال اليتيم. وأكل الربا. والتولي يوم الزحف. وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات”. (المسلم )

يعنې د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله جل جلا له  سره شريک نيول ، کوډي او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم الله جل جلا له  په نا حقه وژل حرام کړي دي مګر په حق سره ، د يتيم د مال خوړل ، د سود خوړل ، د جهاد د ميدان څخه تيښته کول او په پاکو ښځو پسې تهمت لګول .

سود اصلاً ګټه نه ده بلکي ټوله پانګه له مينځه وړلای شي :

د سود مال مردار او خبيث دی د سودي پانګې څخه صدقات او زکات نه صحي کيږي په کوم مال کې چې صدقه او زکات نه وي په هغه کې هيڅ برکت نه وي ،او سود اصلي پانګه له مينځه وړي :

 لقوله سبحانه وتعالی : {يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ }[ البقرة :276 ] .

ژباړه : الله سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګنکار نه خوښوي .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)

يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

د یوې غلطې حېلي ځواب :

اوس ځنو بانکونو په نمايشي توګه د خلکو د تير ايستلو د پاره په خپلو بانکونو کې د اسلامي بانکدارۍ څانګې زياتې کړي دي د سودي بانک په د ننه کې هر ډول حساب که څه هم سودي نه وي د سودي ادارې سره مرسته او مدد او داسې کول هم ګناه ده .

د بانکونو مسائل :

په بانکونو کی کار کول څنګه دی ؟

کار کردن در بخش از بانک که در آن سود نباشد

په بانک کې د (Saving account) حساب

په سودي بانک کې د پيسو ساتل څه حکم لري ؟

په سودي بانک کې د دندې تر سره کول څه حکم لري ؟

په دار الکفر کې د مسلمان د پاره د سود خوړل جاېز دي ؟

د بانک د قرغه کشۍ پيسې څه حکم لري ؟

د بانک په قرغه کشی کې د حساب خلاصول څه حکم لري ؟

په بانک کې د کمپلانس افيسر په توګه دنده تر سره کول څه حکم لري ؟

په امريکا کې د بانک له لارې د کور اخيستل

په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول

د بانک له لاري معاش کې د اضافي پيسو حکم

د بانکونو د سود او قمار مسائل

حكم العمل في البنوك في غير أقسام الربا ( د سودي بانک په غير سودي څانګه کې کار )

که په دې هر ډول پوښتنه لرئ اسلامي لارښود ستاسو په خدمت کې دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً