په شپه او ورځ کې د دولس رکعته سنتو فضيلت

عن أم حبيبة زوج النبي صلى الله عليه وسلم؛ أنها قالت:

 سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: “ما من عبد مسلم يصلي لله كل يوم ثنتي عشرة ركعة تطوعا، غير فريضة، إلا بني الله له بيتا في الجنة. أو إلا بني له بيت في الجنة”. قالت أم حبيبة: فما برحت أصليهن بعد.

المسلم ۷۲۸

ژباړه : ام حبيبه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه بی بی وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې واوريدل چې فرمايل يې : چې هر مسلمان بنده په شپه او ورځ کې د فرضو څخه علاوه دولس رکعته نفل لمونځ ادا کړي ، الله سبحانه وتعالی به هغه لره په جنت کې کور بنا کړي تر څو هغه ته په جنت کې کور برابر شي ،ام حبيبه رضی الله عنها وايي : مونږ وروسته له هغه هميسشه دغه دولس رکعته لمونځ ادا کوو .

تشريح : دا دولس رکعته لمونځ همغه دولس رکعته سنت لمونځونه دي چې دوه رکعته د سهار د فرضو مخکې ، څلور رکعته د ماسپخين د فرضو مخکې او دوه رکعته د ماسپخين د فرضو وروسته او دوه رکعته د ماښام د فرضو وروسته او دوه رکعته د ماسختن د فرضو وروسته ادا کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي