د خاوند او ښځې د نيکمرغه ژوند څو قاعدې

لومړی قاعده :

د خاوند او ښځې تر مينځ به ښه علاقه او محبت هغه مهال مينځ ته راځي چې کله د دوی دواړو علاقه له الله سبحانه وتعالی سره سمه وي .

ځکه د چا چې محبت او علاقه له الله سبحانه وتعالی سره وي ( د هغه جل جلاله په اوامرو عمل کوي او حرامو امورو ځان ساتي ) نو داسې بنده د الله تعالی مقبول او خوښ بنده ګرځي او څوک چې د الله تعالی خوښ شول هغه د نورو کسانو په زړونو کې هم خوښ ګرځوي يعنې چا چې د الله تعالی سره مينه اختيار کړه الله تعالی به د خپلو بنده ګانو په زړونو کې د ده مينه ځای کړي ځکه د حديث شريف مفهوم دی چې څوک د الله تعالی محبوب جوړ شي نو دی به خلکو ته محبوب وي.

په زړونو کې د مينې او محبت اچول د الله سبحانه وتعالی په اختيار کې دي :

لقوله سبحانه وتعالی : { وألف بين قلوبهم لو انفقت مافي الارض جميعا ماألفت بين قلوبهم ولكن الله ألف بينهم إنه عزيز حكيم  } .

دوهمه قاعده :

په خپل مينځ کې د ماشومانو په څير تعلق ساتئ نه د سړيو په څير .

ځکه سړی د خپلې مرتبې په خيال کې وي او ښځه د خپل ناز چې په دې سره عناد او بلاخره د اختلاف سبب ګرځي .
ماشومان داسې وي چې کله يې تر مينځ څه اختلاف پيدا شي په بېړه يو له بله جوړ شي او بېرته په خپلو لوبو پيل کوي پخپل مينځ کې هيڅ عناد او کينه نه ساتي .

دريمه قاعده :

د مشکلاتو په وخت کې يو د بل ډير زيات خيال ساتل :

که خاوند يا د هغه ښځه په څه سخت مصيبت اخته وي يا ناروغ وي د مصيبت او مرض پر مهال د هغه ډير خيال کول په کار دي ، مقابل جانب به هغه ته د صبر ، د زړه سکون او تسل ورکوي او د هغه په مصيبت او ناروغۍ باندې به خپل سخت خفګان څرګندوي .

او جانب مقابل به په غياب کې هغه ته د مشکل د حل دعا کوي او الله سبحانه وتعالی دغه دعا قبلوي :

څلورمه قاعده :

په ژوند کې مشکلات شته او داسې خيال کول چې په ژوند کې به هيڅ اختلاف او مشکلات نه وي بې ځايه خيال دی .

خو پام چې د دنيا هر مشکل د حل لارې لري او هر مشکل تېردونکی دی .

کچېرې کله د خاوند او ښځې تر مينځ څه اختلاف را مينځه شي مثلاً ښځې ته په څه باندې عصه ورغلي وي او ښځه د خپلې عصي اظهار په بې کاره خبرو کوي نو خاوند بايد سکوت اختيار کړي ، همدارنګه که خاوند ته په څه باندې غصه ورغلي وي ناراضه شوی وي او د خپلې عصي اظهار کوي نو ښځه به سکوت کوي او ځواب به نه ورکوي چې په دې سره به د مقابل جانب قهر او غصه له مينځه لاړه شي او اختلاف او مشکل به حل شي .

خو که يو بل ته مو په ځواب ورکولو پيل وکړ مشکل او اختلاف به نور هم پراخه شي داچې هر مشکل تيردونکی دی خو ستاسې ژوند به تر څه وخته باقي وي نو ولې د څو دقيقو په مشکل خپل ژوند تنګوئ ؟

پنځمه قاعده :

خپل منځي اختلافات او مشکلات پټ ساتئ حتی خپلو ډيرو نږدې خپلوانو ته يې هم مه بيانوئ ځکه مشکلات تېردونکي دي خو د ژوند د رازونو په افشاء کولو به تل پښيمانه وئ .

او بل دا چې ددې اختلافو بيانول د کورنيو تر مينځ د اختلاف سبب ګرځي ځکه که ښځه پخپل پلاګنۍ کې د خپل خاوند شکايت کوي د خاوند سره يې د پلارګنۍ عناد پيدا کيږي او که خاوند په پلاګنۍ کې د خپلې ښځې نه شکايت کوي نو د پلارګنۍ د هغه له ښځې سره عناد بيدا کيږي چې په دې سره د کورنيو تر مينځ اختلافات پيدا کيږي .

شپړمه قاعده :

په ادب کې ژوند تيرول يو د بل درناوی او احترام ساتل :

کله چې د خاوند او ښځې په  ژوند کې ادب او متقابل درناوی نه وي نو د ادب او احترام ځای به ټوکې ، مسخرې ، بې ادبه خبرې او نور عبثيات او چټييات نيسي چې په دې سره به محبت له مينځه لاړ شي يو له بله به کرکه مينځته راشي .

ليکنه : عربي ليکواله فاطمه بن عبدالله

ژباړه : حمدالله شاکري
آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً