د جماعت د لمانځه نه مخکې لمونځ کول جايز دي ؟

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
کله چی د یوه لمانځه وخت داخل شی نو یو کس کولای شی چی خپل لمونځ اداء کړی او یا هم باید د جماعت د لمانځه له اداء کیدو ورسته به یی اداء کوی؟
داخو ټولو ته څرګنده ده چی د نارینه و لپار یواځی لمونځ نشته او باید یی په جماعت سرا اداء کړی. او که کله کله کیدای  چی ونشی کولای نو که د جماعت د لمانځه د مخه وشی او که وروسته نو کوم توپیر لری او که نه … دجماعت لمونځ خو هسی هم نه اداء نه شو. او د ښځو لپاره دا مسله څنګه ده.
وعلیکم السلام

وياړ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په نارينه باندې واجبه ده چې لمونځ په جماعت سره ادا کړي ، تفصيل ….

معذورو کسانو او ښځو د پاره مستحبه دا ده چې د آذان ځواب او دعا ولولي او ورسته لمونځ و کړي.

مګر د آذان په وخت کې لمونځ کول جايز دي ځکه په دې اړه څه شرعي ممانعت نه دی راغلی اذان د وخت اعلان دی کله چې د لمانځه وخت دا خل شي نو لمونځ ادا کول جايز دي .

مګر د آذان ځواب ورکول او وروسته د آذان دعا ويل مستحب او ډير فضيلت لري :

د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم دی چې کله مؤذن آذان وايي نو تاسې په دې شان سره د هغه ځواب ورکوئ : عن عمر بن الخطاب قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إذا قال المؤذن الله أكبر الله أكبر فقال أحدكم الله أكبر الله أكبر ثم قال أشهد أن لا إله إلا الله قال أشهد أن لا إله إلا الله ثم قال أشهد أن محمدا رسول الله قال أشهد أن محمدا رسول الله ثم قال حي على الصلاة قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال حي على الفلاح قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال الله أكبر الله أكبر قال الله أكبر الله أكبر ثم قال لا إله إلا الله قال لا إله إلا الله من قلبه دخل الجنة ” . رواه مسلم ( 385 ) .

يعنی کله چه مؤذن الله أكبر الله أكبر وايي تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وايئ بيا چه کله أشهد أن لا إله إلا الله وايئ تاسې به هم أشهد أن لا إله إلا الله وايئ  بيا چه کله أشهد أن محمدا رسول الله وايي نو تاسې به هم أشهد أن محمدا رسول الله وايئ  بيا چه کله حي على الصلاة وايي تاسې به لا حول ولا قوة إلا بالله وايئ او کله چه حي على الفلاح وايي تاسې به لا حول ولا قوة إلا بالله وايئ بيا چه کله الله أكبر الله أكبر وايي تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وايئ بيا چه کله لا إله إلا الله تاسې به هم لا إله إلا الله وايئ څوک چې د زړه نه داسې ووايي داخل به شي جنت ته (رواه مسلم ) .

د آذان دعا :

د جابر بن عبدالله رضی الله عنه  روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : څوک چې آذان واروي او دا دعا (د آذان دعا ) ووايي :

اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاةِ الْقَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ، وَابْعَثهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ، حَلَّتْ لَهُ شَفَاعَتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ». (بخارى:614)

هغه کس به زما د شفاعت څخه برخمن شي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً