د شهوت او بدکارۍ د مخنيوي علاج څه دی ؟

دا يو واضح حقيقت دی چې مونږ په داسې حالت کې قرار لرو چې هرې خوا ته د منکراتو او فحشاء سيلابونه را روان دي او ټولنه يې محاصره کړې ده . لکه : د ناوړه او فاحشو فلمونو آزاد بازار ، بې واکه تېلوزيونونه ، راديو ګاڼې ، د موبائل او انټرنيت غلط استعمال ، بې حيايي او بې حجابي ، په علمي څانګو او ادارو کې د بيګانه سړيو او ښځو کډون او اختلاط او داسې نور …

خو دې ته مو بايد پوره پام وي چې هيڅ چا ته دا بهانه نشي کيدای چې حکومت او رژيم فاسد ؤ چې دغو فساد او منکراتو ته يې زمينه برابره کړې وه ، د منکراتو او فحاشت وسائل ښه ډير ؤ دا بهانه نشي کيدای ځکه د ايمان تقاضا دا ده چې مؤمن به د انحرافاتو نه ځان ساتي .

دا چې ځنګه د شهواني فتنو او انحرافاتو څخه ځان وساتو لومړی بايد په دغه فتنه باندې د اخته کيدو اسباب وپيږنو او بيا د هغه د علاج اسباب په پام کې ونيسو :

د شهواني انحرافاتو اسباب :

۱- د ايمان ضعف او کمزورتيا : ايمان د شهواتو د مخنيوي ضامن دی کله چې ايمان او يقين قوي وي په سړي باندې نفسي خواهشات او شهوات غلبه نشي کولای او د شريعت په احکام باندې عمل کول ورته آسان وي خو کله چې ايمان ضعيف شي ، خواهشات او شهوات په سړي باندې غلبه کوي او په شريعت باندې عمل کول سړي ته سختيږي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ ) رواه البخاري (2475) ومسلم (57) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زنا کار د زنا د عمل د ارتکاب په وخت کې مؤمن نه دی .

ددې مطلب دا دی چې د هغه ايمان دومره کمزوری دي چې له منکراتو او ګناهونو نجات نشي ورکولای او د شهواتو پر وړاندې تسليم وي .

د ايمان د کمزورئ اسباب او علائم (لومړی برخه)

د ايمان د کمزورۍ اسباب او عوامل (دوهمه برخه )

 ۲- د بدو او فاسقو خلکو ملګرتيا :

الله سبحانه وتعالی مؤمنانو ته حکم کوي چې د نيکو او صالحو سره ملګرتيا غوره کړئ :  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹)

(ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شی ).

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : المرء على دين خليله فلينظر أحدكم من يُخَالِل ( ابوداود ، ترمذي )

ژباړه : سړی د خپل دوست او ملګري په دين باندې وي نو تاسې ګورئ چې د چا سره دوستي کوئ .

همدارنګه فرمايي : المرء مع من احب (متفق عليه ) يعنې : هر سړی به د (قيامت په ورځ ) د هغه چا سره وي چې د چا سره يې مينه وي .

همدارنګه فرمايي :

إنما مثل الجليس الصالح والجليس السوء كحامل المسك ونافخ الكير، فحامل المسك إما أن يحذيك وإما أن تبتاع منه وإما أن تجد منه ريحاً طيبة، ونافخ الكير إما أن يحرق ثيابك، وإما أن تجد ريحاً خبيثة (متفق عليه )

ژباړه : د مجلس د ښه ملګري او بد ملګري مثال د عطرو د خرڅونکي او د بټۍ لګونکي په شان دی چې عطر او مشک واله به يا څه خپله درکړي او يا به ترې څه واخلي که دا نه وي نو د هغه د عطرو ښه بوی به درباندې و لګيږي . او بټۍ لګونکي واله به ستا جامې وسوزوي او که دا نه وي د هغه دريخ بوی خو ضرور درباندې لګيږي .

يعنې : د ښه او صالح سړي د خبرې او عمل څخه به پند اخلي يا به د هغه څخه د علم او پند پوښتنه وکړې او که دا نه وي د هغه د خبرو او ښو اعمالو څخه تا ته ضرور ګټه رسيږي . لکن د بد او فاسق سړي په ملګرتيا سره د دينا او آخرت ضرر ويني او که نه وي د هغه د بدو اعمالو او خبرو نه به ضرور متأثيره کيږې .

۳– نامحرمو ته نظر کول :

د شهواتو فتنه له نظر کولو څخه پيل کيږي ځکه هغه نظر دی چې زړه ته عشق او محبت کښته کوي او د زړه محبت او عشق ددې سبب ګرځي چې بيا له هغه سره رابطه جوړول غواړي ، خبرې ، ارتباطات او ملګري غواړي او بلاخره د شهواتو په فتنه باندې اخته کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

(قل للمؤمنين يغضوا من أبصارهم …) [النور: 30/31]

ژباړه : او ووايه (ای رسوله !)  مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي .

په حديث شريف کې راځي : فزنا العين النظر (الراوي ابوهريره – البخاري 6243) يعنې : د سترګو زنا بيګانه ته نظر کول دي .

نن چې په شهوت پرستۍ کې ډير کسان ډوب دي وجه يې بيګانؤ ته نظر کول دي ، په بازارونو او کوچو کې بې حجابه ښځو ته کتل ، د تېلويزيونو فاحش پروګرامونه ، په موبائل او انټرنيټ کې فاحش تصويرنه او فلمونه کتل ددې سبب شوې دي چې دوی يې د شهوت پر فتنه اخته کړې دي .

د علاج اسباب :

۱ـ د شهوت پرستۍ عواقب او خطرناکي پايلي پېږندل : څوک چې د شهوت پرستۍ خطرناکي يايلې وپېږني او هغه په نظر کې ونيسي نو دی خپل سرکش نفس ته په دې سره قناعت او صبر ورکوي چې که دغه ګناه کول غواړې نو لومړی بايد په اور باندې ختلو ته ځان چتمو کړې ، مست او سرکشه نفس بيا د بې لارۍ جرأت نشي کولای .

مثلاً د زنا او لواطت فاحش عمل په دنيا او آخرت کې خطرناکي پايلي لري :

د زناکار عمر لنډ وي :

تفسير انوار القرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث نقل کړی دی چې فرمايي : «يا معشر الناس!‌ اتقوا الزني‌، فإن‌ فيه‌ ست‌ خصال: ثلاث‌ في‌ الدنيا وثلاث‌ في‌ الآخرة، أما التي‌ في ‌الدنيا، فيذهب ‌البهاء ويورث‌ الفقر وينقص‌ العمر، وأما التي‌ في ‌الآخرة: فسخط الله سبحانه‌ وتعالي‌، وسوء الحساب‌ وعذاب‌ النار:

ای ډلې د خلکو ! د زنا څخه ځان وساتئ ځکه په هغه کې شپږ خصلتونه دي دری په دنيا کې او دری په آخرت کې ، هغه چې په دنيا کې دي دا دي : زنا د انسان اعتبار او جمال له مينځه وړي ، فقر را مينځته کوي او عمر کموي ، او کوم چې په آخرت کې دي هغه دا دي: د الله قهر او عضب ، بد حساب او د دوزخ عذاب دي.

زناکار به د اور په تنور کې پراته وي :

الله (جل جلا له) خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې د وحی په وسيله د زناکارو حال ښيي چې : فَانْطَلَقْنَا إِلَى ثَقْبٍ مِثْلِ التَّنُّورِ، أَعْلاهُ ضَيِّقٌ وَأَسْفَلُهُ وَاسِعٌ، يَتَوَقَّدُ تَحْتَهُ نَارًا، فَإِذَا اقْتَرَبَ ارْتَفَعُوا، حَتَّى كَادَ أَنْ يَخْرُجُوا، فَإِذَا خَمَدَتْ رَجَعُوا فِيهَا، وَفِيهَا رِجَالٌ وَنِسَاءٌ عُرَاةٌ … وَالَّذِي رَأَيْتَهُ فِي الثَّقْبِ فَهُمُ الزُّنَاةُ ( البخاري 1386 ) .

ژباړه : د يوه خندق له څنک څخه تير شوو چې د تنور په شان وو ، خوله يې تنګه او داخل يې ډير پراخه وو ، د هغه د لاندې حصه کې اور بل وو ، په دغه خندق کې ځنې لپ لغړ نارينه او ښځې وو ، کله به چې اور لمبه ووهله هغوی به پورته شول داسې چې نږدې وو له خندق نه ووځي او کله به چې اور مړ شو دوی به د لاندې تلل و مې پوښتل دا څوک دي ؟ ( پريښتو ) را ته وويل : کوم کسان دې چې لوڅ په خندق کې وليدل زناکاران وو .

د بدې خاتمې څخه وېره کول :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من مات علی شیءٍ بعثه الله عليه (الله تعالی خپل بندګان په همغه حال کې پورته کوي په کوم حال کې چې قبض روح شوی وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ ) رواه البخاري (2475) ومسلم (57) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زنا کار د زنا د عمل د ارتکاب په وخت کې مؤمن نه دی .

۲ – په پټه او ښکاره د الله نه وېريدل او دا په نظر کې ساتل چې د دزې دزې حساب به راسره کيږي او هر چا چې تقوی اختيار کړه الله تعالی هغه ته د ټولو مشکلاتو او فتنو څخه د وتلو لارې آسانه کوي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا  (الطلاق ) .

ژباړه : او څوک چې د الله تعالی تقوی اختيار کړي الله به ورته د ټولو مشکلاتو نه د وتلو لارې آسانه کړي .

۳- د حرام نظر څخه د سترګو ساتل :

د بيګانه ښځو نه د نظر ساتل ، فاحش فلم او سريال ، سينما او نورو څخه ډډه کول .

۴– د ښو کسانو سره ملګرتيا :

۵- د نکاح کول :

رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامې امت ځوانانو ته داسې ارشاد فرمايي :

 [ يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ][1]

ای ځوانانو ! د تاسې نه چه هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي ، ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي ،او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي ځکه روژه شهوت کنترولوي ، (روژه خپله د صبر تمرين دی) .

او څوک چې د توان سره سره نکاح نه کوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه داسې فرمايي :

فمن رغبَ عن سنتي فليسَ مني (منتفق عليه )

يعنې : څوک چې زما د سنتو څخه سرغړونه کوي له ما څخه نه دی .

۶- د صبر اخيارول :

که څوک د نکاح وس نه لري نو هغه به د شهواتو مخه په روژه نيولو او صبر کولو سره وکړي .

الله جل جلا له فرمايي : وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ( النور 33) .

ژباړه : او څوک چې د نکاح (اسباب ) و نه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي .

۷- د بې کارۍ او فراغت څخه ځان ساتل :

د انسان ژوند څو شميرلې ورځې او شپې دي ، چې ددې ژوند څخه مقصد د الله سبحانه وتعالی امتحان دی چې څوک ښه عمل کوي او څوک بد ، مؤمن بايد خپل وخت په عبادت ، ذکر ، تلاوت ، درس مطالعه ، مشروع کار او کسب باندې تير کړي کچېرې بې کاري غوره کړي نو د دنيا او آخرت د نقصان سره مخ کيږي .

پوهان وايي : چې د بې کاره سړي مغز د شيطان دوکان وي ، کله چې سړی بې کاره شي حتماً به يې شيطان په يوه فتنه اخته کوي .

ځان وساتئ له زيات فراغت او په شهوتونو کې فکر کولو څخه ځکه داسې کول د ځوانانو هلاکت دی ، ټول خير او ښېګنې له مينځه وړي بلکي داسې کول يو دروازه ده له دروازو د شر او فتنو څخه

بې کاري او فراغت د ځوانانو لپاره تر ټولو ستره فتنه ده

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً