پر مؤمنانو د الله لويه لورينه خو چې ….

پر مؤمنانو د الله تعالی د جانبه لويه لورينه خو چې په پوچو عقائدو او کارونو يې برباد نه کړي .

اول : الله سبحانه وتعالی د مؤمنانو ملاتړی دی :
لقوله سبحانه وتعالی: {اللهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ}.(ابقره ۲۵۶ )

ژباړه : الله پاک د مؤمنانو ملاتړی او کار ساز دی ، له تيارو څخه يې رڼا ته وباسي او د کافرانو ملاتړي او ملکري شيطانان دي . له رڼا څخه يې تيارو ته بيايي ، همدوی د اور څښتنان دي او تل به په اور کې وي .

دوهم : د مؤمنانو سره د الله تعالی محبت او د نورو خلکو محبت :
لقوله سبحانه وتعالی : {إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدّاً}.(مريم ۹۶ ).

ژباړه : يقيناً هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی او نيک کارونه يې کړی دي ډير ژر به مهربان الله تعالی د خلکو په زړونو له هغوی سره مينه پيدا کړي .

دريم : الله تعالی د مؤمنانو مرسته او مدد کوونکی دی :

لقوله سبحانه وتعالی: {إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنيا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ}.(۵۱ عافر ).

ژباړه : يقيناً چې مونږ به خامخا له خپلو رسولانو او مؤمنانو سره په دنيوي ژوند او هغه ورځ مرسته کوو چې شاهدان ودريږي .

څلورم : د مؤمنانو سره د دين د قيام او اسلامي خلافت وعده :
لقوله سبحانه وتعالی : {وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ}.(النور ۵۵ ) .

ژباړه : الله پاک ستاسو له هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي وعده کړې ده چې خامخا به يې په ځمکه همدغه شان خليفه ګان وګرځوي لکه چې له دوی وړاندې خلک يې ګرځولي ؤ او هغه دين به يې په پښو ودروي چې الله ورته خوښ کړی دی .

پنځم : د مؤمنانو سره د امن او ډاډ وعده :
لقوله سبحانه وتعالی : {وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنَاً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً}

ژباړه : او ډار به يې په امن او ډاډ بدل کړي . هغوی به زما عبادت کوي او زما سره به هيڅ نه شريکوي .

وقال تعالى: {الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ}.(الانعام ۸۲ )

ژباړه : ډاډ يوازې د هغه چا لپاره دی چې ايمان يې راوړی او شرک يې نه وي ورسره ګډ کړی نو همدوی ډاډمن او همدوی لار ميندونکي دي .

شپږم : د مؤمنانو سره د عزت ، الکرام او شرف وعده :
لقوله سبحانه وتعالی : {وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ}،(امنافقين ۸ ) .

ژباړه : عزت يوازې د الله تعالی ، د هغه د رسول او مؤمنانو لپاره دی .

او ددې په مقابل کې ارشاد فرمايي : {وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ القيامة أعمى}.(طه ۱۲۴ ).

ژباړه : او څوک چې زما له پند نه مخ واړوي نو د هغه لپاره به په دنيا کې تنګ ژوند وي او د قيامت په ورځ به يې ړوند را پاڅوو .

اوم : مؤمنانو ته د بصيرت او روښنايي په برخه کيدل تر څو حق او باطن ورباندې وپيږني :
لقوله سبحانه وتعالی:{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَاناً وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ ذُو الفَضْلِ العَظِيمِ}.(الانفال ۲۹ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو که له الله نه وډارشواست نو هغه به د غوچ دريځ نيولو صلاحيت درکړي ګناهونه به مو ورژوي او بښنه به درته وکړي د الله پاک مهرباني او فضل ډير لوی دی .
قال الإمام الغزالي: (فلا نعمة لله على عباده أعظم من الإيمان والمعرفة، ولا وسيلة إليه سوى انشراح الصَّدر بنور البصيرة، ولا نقمة أعظم من الكفر والمعصية، ولا داعي إليهما سوى عمى القلب بظلمة الجهالة).

آتم : د قيامت په سخته ورځ به غمجن نه وي :

يَا عِبَادِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ وَلاَ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ (الزخرف ۶۸ ) .

نهم : د مؤمنانو سره د بښنې او جنتونو وعدې :

وَعَدَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ (المائده ۹ ) .

ژباړه : الله پاک وعده کړې ده د هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی لپاره بښنه او لوی اجر دی .

الَّذِينَ آمَنُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا مُسْلِمِينَ ، ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ ، يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الأَنفُسُ وَتَلَذُّ الأَعْيُنُ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ، وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (الزخرف ) .

ژباړه : هغه کسان چې زمونږ په آيتونو يې ايمان راوړی دی او پوره غاړه يې ايښې ، تاسې او ستاسې ښځې جنت ته ننوځئ هلته به خوښ کړای شئ ، هلته به پرې د سرو زرو لوښي او ګيلاسونه ګرځولای شي او هلته به ټول هغه څيزونه وي چې زړه يې خوښوي او سترګې پرې خوږېږي او تاسې به تل ترتله هملته واست او دا جنت ستاسو د هغو کړنو په بدل کې د ميراث په توګه درکړای شو چې تاسې به په دنيا کې کول .

پورته د مؤمنانو سره د الله تعالی د لويې لورونې څو مثالونه بيان شول چې ايمان د الله تعالی ستر نعمت دی .

مؤمنانو ته په کاره ده چې د هغو پوڅو عقائدو او کارونو څخه ځان وساتي چې ځنې يې ايمان ختموي او ځنې د ايمان کمروزۍ سبب ګرځي لکه :

اول د ايمان بربادونکي عقائد او اعمال :

  • د کفارو او د هغوی د عقائدو او ديني شعائرو خوښول .
  • په اسلامي شعائرو باندې مسخرۍ کول .
  • د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د کفارو مرسته او مدد کول .
  • د اسلامي شريعت حلال حرامول او حرام حلالول .
  • شرک
  • کفري قوانين تر اسلامي شريعت لوړ کڼل .
  • د شرعي قوانيو بد ګنل او د هغه پر وړاندې بعض او کينه .
  • د کفارو په کفر کې شک کول .
  • د قرآن او سنتو د ثابت حکم نه انکار کول .
  • او نور چې وروسته به په تفصيل ذکر شي .

د ايمان د کمزورئ اسباب او علائم (لومړی برخه(

د ايمان د کمزورۍ اسباب او عوامل (دوهمه برخه )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً