په جماعت کې د بدکارو خلکو کډون څنګه دی ؟

اسلأم علیکم!
محترمو استادانو زما پوښتنه داده په غیری اسلأمی هیوادو کی داسی مسلمانان شته چه کبیره ګناه کوی دٍمًثال په توګه شراب خوړل او زنا کول یی متواتر عمل دی ! دی داسی کسانو سره په یوه جماعت کی لموّنځ کول ځه حکم لری ؟ والسلأم

محمد هاشم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په جماعت کې د بدکارو او فاسقو خلکو په ګډون سره د نورو لمونځ کوونکو لمانځه ته څه نقصان نه رسريږي ځکه هر سړی به د خپلې ګناه پټۍ پورته کوي .

او که امام فاسق او بدکاره وي نو په هغه پسې لمونځ کول مکروه ځکه چې هغه د خلکو پيشوا وي .

وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ ….(انعام ۱۶۴)

ژباړه : او څوک چې څه کوي د ځان لپاره يې کوي ، او هيڅ پېټب پورته کوونکې د بل پېټی نه پورته کوي د خپل رب په لور مو ورتګ دی .

مَّنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدي لِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى (اسراء ۱۵ )

ژباړه : څوک چې په سمه روان شي نو د خپل ځان په ګټه يې ليار و مېندله ، او چا چې ليار ورکه کړه ، نو د لارې ورکوونکي تاوان د همده لپاره دی او هيڅوک د بل پېټی نه شي پورته کولی .

لکن په ټولو مسلمانانو او په خاص ډول امام باندې لازمه ده چې دغو کسانو ته امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً