ځوانان د اخلاقي زوال په توپان کې

Untitledځوانان چه دهرې ټولنې د ملا تير جوړوي ، دوی ته به د اسلام د مقدس دين او پاکی خاورې ساتنه سپارل کيږي او هم دوی ته به د راتلونکې ټولنې قيادت او مشري سپارل کيږي ،خو له بده مرغه پر دغه مهم نسل سخت طوفانونه را روان دي .
بی تعليمه ځوانان خو يوی خواته خو چه زمونږ د مکتبونو او نورو علمی څانګو ښاغلي زده کونکي ووينئ په سخته پريشانۍ به اخته شئ ، ځنې د دوی به وينئ چې په خپل مينځ کې د بيګا ليدلي فيلم او سريال په اړه بحث کوي ،ځنې به وينئ په لاره روان سندری يو له بله زمزمه کوي او نور به ګوری يو پربل به ورزشي اوکلپي تمرينات تر سره کوي ،ځنی داسی بدمعاشه څيری هم شته چه له چاقو او توپنچې سره صنف ته روان وي .

♣♣♣♣

دې نه بغير نور ځوانان به ګورئ چې په لارو کوچو کې د کوچه ډبو سپيو په څير ډلې ډلې روان او يا ولاړ وي ، د کورونو په مينځ کې په زوره زوره سندرې اروي ،که په لاره ښځې او ماشوم تېريږي هغوی ته د ښکارزن په څير ګوري او نجونو ته به اشارې کوي .

ددې لنډغرو ځوانان د اخلاقي زوال عوامل په لاندې ډول دي :

اول کورنۍ :

د ځوان د سالمې تربیې لومړی مسئوليت د هغه کورنۍ ( پلار، مور او کوم بل سرپرست ) دي، دکور دغه مسئولين بايد خپل اولاد تر کلکې پاملرنې لاندې ونيسي ،چه اولاد مې چيرته ګرځي له چا سره ګرځي او بل دا چه اولاد يواځی د دين په ښوونه سړی کيږي د دين په ښوونه کې سړيتوب، د موراو پلار حقونه د خپل استاذ حقونه او نور زده کوي . ځنې خپل اولادونه له ماشوم توب څخه کلپ ته ورليږي هغه هم ددی لپاره نه چه تندرستی او ورزش دی بلکي ددې لپاره يې کلپ ته ليږي چه يو پهلوان ورڅخه جوړاو بيا د يوه جنګي سپي په څير وجنګوي، نو بيا چه دغه ډول ناولی اولاد را لوی شي د کورنۍ لپاره خو څه چه د ټولنې او ادارې لپاره لوی غم ور څخه جوړ شي .

مهمه يادوونه :

نن زمونږ د ټولنې د فساد يو وجه همدا ده چې د خپلو اولادو اسلامي تربیې او روزنې ته مو صحي پام نه دی کړی ، کچيرې د کور اهل اصلاح شي کوچه ، کلی او بلاخره ټولنه به خامخا اصلاح وي .

 مسلمانې کورنۍ !

نن څو ورځې له خپل اولاد سره تکليف او زحمت تير کړئ ، هغوی له بدو کارونو څخه په کلکه منع او ښو کارونو ته يې تشويق کړئ ، جومات ته يې د قرآن او د دين د زده کړي د پاره وليږئ ، اسلامي تربيه ور وښيئ ، د اطاعات په حصه يې کلک وڅارئ ، کوچه کشتۍ ، د فاسدو خلکو له ملګرۍ ، د فلمونو ، سريالونو څخه يې وژغرئ ، د څو ورځو د تکليف په وجه به ټول عمر آرامه سرلوړې او په دنيا او آخرت کې ور باندې خوشحاله او افتخار کوونکي وئ .

او که نن ورځ مو غفلت او سستي وکړه چې زما د سر څخه چپ وي ، زه آرام وم ، ولو که په کوڅو کې ګرځي ، ولو که ګيم  او بازۍ وکړي ولو که سريال او فلم ته کينې ولو که جومات ته نه ځي ولو که د دين څخه بالکل ناخبره وي خو چې زما د سر نه چپ وي او زه آرام وم او ماته شور او غالمغال ونه کړي ، نو پوه شه چې دا د څو ورځو غفلت او سستي به مو د ټول عمر غم وګرځي .

يو دا چې د الله تعالی پر وړاندې به مسئوله وئ او بل دا چې د اولاد څخه به مو داسې لنډغر جوړ شي چې والدين ، کور خو څه کوې چې د ټولې کوڅې ، ټول کلې او ولس د پاره به غم او تکليف وي .

دوهم د اخلاقي زوال شيطاني ورکشاپونه :
دغه شيطانی ورکشاپونه اوس زيات دي چې په بېلابيلو ډولو کار کوي دبېلګې په ډول يو څو ته اشاره کول غواړم :
تېلويزيونونه: تلويزيونه د اخلاقي او ديني زوال لوی طوفان په لومړی قدم کی ځای لري دغه تېلويزيونه ټولې خپرونې د اسلام او افغاني کلتور پر ضد دي ، چه ټولی برخی یی په ځوان نسل سخت منفی اثر لري

که احياناً په دغه شيطاني ورکشاپونو څه د دين او عبرت خپرونې کيږي هغه هم د عام مسلمانانو د غولو د پاره تر سره کوي تر څو د خلکو د مخالف مخه ونيسي .

کله د طلوع د شيطاني ورکشاپ تېلويزون چې خپله ليکلي دي :

شیوهٔ آزاد این تلویزیون در پخش موسیقی در اوایل موجب بروز مخالفت‌هایی در محافل مذهبی افغانستان گردید بطوریکه برای مثال پس از افتتاح فرستنده زمینی این تلویزیون در شهر هرات جمعی از نماز گزاران در مسجد جامع هرات به گفته خودشان برای غروب تلویزیون طلوع دست به دعا برداشتند. پس از ماجرای محکوم شدن تلویزیون افغان که خلاف اصول اسلامی تشخیص داده شد، بیشتر شبکه‌های خصوصی افغانستان اقدام به خودسانسوری ی برنامه‌های خود کردند و تلویزیون طلوع نیز از این قائده مستثنا نبود.

اخیرا تلویزیون طلوع اقدام به پخش برنامه‌ای مذهبی کرده‌است تا حدودی از مخالفت‌ها بکاهد اگرچه شدت مخالفت‌ها نیز کم شده و مخالفین طلوع تا حدودی با شرایط جدید رسانه ای افغانستان کنار آمده‌اند.

اوس چې چا ته د دغو شيطاني ورکشاپونو د زهرجنو خپرونو يادونه وکړې ، نو هغوی د خپل دليل د پاره وايي : په هغه کې ځنې ديني او مذهبي خپروني هم شته ، د قران قرائت هم شته .

مسلمانانه وروره ! دغه لږ لږ مذهبی خپروني يې ستا د غلولو لپاره ځای پر ځای کړي دي که نه هغه اصلاً ستا د دين او کلتور نړول غواړي .

په داسې عالم او قاري دې د الله تعالی لعنت وي چې ددې ډول فاحشې مډيا له پردې څخه خلکو ته دين خپروي ، که په رښتيا عالم او قاری وای ايا په داسې شيطاني ورکشاپ کې کار کول جايز دي ؟

دريم سينما :

سينا د سانسور څخه پرته ټولو غير اخلاقي او غير اسلامي فاحش او بی ګټی فلمونه خلکو ته د ننداری لپاره وړاندی کوي .
څلورم داريوګانې :

د اخلاقي او ديني زوال په طوفان کې زياتې صوتي خپرونې (داريوګانې ) هم لويه ونډه لري چې د خپرونو زياته برخه يې سندرې ، اختلاط ، بې حجابۍ او بې شرميو ته دعوت او داسې خپروني کوي چې هيڅ ګټه پکې نه وي .

پنځم ،د فاحش بازار شتون :

په بازار کې د غير اخلاقي کسيټو ، فلمونو او سريالونو بازار چې په آزاد غير اخلاقي مواد پکې پلورل کيږي ، ماشومان او نوي ځوانان يې په آسانۍ سره تر لاسه کولای شي .

شپږم ،ځنې استاذان او معلمين :

که استاذ په خپل مسلک حاکميت ولري ،تقوی ولري زړه سوی او احساس ولري باور وکړئ چه هغه لوی لوی بدمعاشه ځناور به هم د ده احترام کوي ،خو داسې استاذ چه اليف یی په جګر کې نه وي د درس ورکولو د پاره هيڅ څيړنه او آمادګي نه لري او د خپل مضمون وخت په ټولګی کې په چيټي او بې ګټې خبرو تېروي ، زده کوونکو ته کورنی نه ورکوي ، نو ولی به زده کوونکی کوڅه کشتی نه کوي او ولي به پر خپل استاذ پټکې نه کوي .

اوم ، فاسد رژيم :

حکومت د ټولنې د اصلاح ستر مسئوليت لري .هغه زورور چې په خبره نه اصلاح کيږي بايد په زور اصلاح شي تر څو څوک بدمعاشي او لوپري ونه کړي ، ناحقه په چا باندې ظلم او تيری ونه کړي .

خو چې حکومت خپله لنډغره او فاسد وي د بې چاره مظلوم ولس په حال دې الله تعالی ورحميږي .
د ټولنې د اصلاح د پاره عادل اسلامي نظام اصلي محور بلل کيږي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً