د رقص او نڅا حکم څه دی ؟

دنارینه رقاص حکم څه دی اودښځينه رقاصه حکم څه دی ؟

احسان الله حماس

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه رقص که دې ښځې وي يا نارينه چې په کې حرام امور وي لکه : اختلاط ، موسیقي ، شراب ، بې حجابي او بې عورتي داسې رقص په اتفاق د امت حرام دی رذيل او پست عمل دی چې د داسې کس شاهدې د قبول وړ نه ده .که چا دا عمل د کسب کار وسيله ګرځولې وي ددې کسب نه ګټلی مال خبيث او مردار دی .

جاء في “الموسوعة الفقهية” (23/10-11) :
” – إذا صحب – الرّقصَ أمر محرّم كشرب الخمر ، أو كشف العورة ونحوهما ، فيحرم اتّفاقًا… ولا خلاف بين الفقهاء في عدم جواز الاستئجار على المنافع المحرّمة وغير المتقوّمة ، فحيث كان الرّقص حرامًا لا يجوز الاستئجار عليه ” انتهى باختصار .
والتوبة من المال المحرم لكسبه تكون بالتخلص منه في وجوه البر والخير ، فيتصدق بجميع ماله الذي كسبه من الحرام ، ولا حرج عليه في إبقاء ما نتج من ذلك المال الحرام بالتجارة المباحة ، أو يبقي ما يسد حاجته حتى يجد عملا مباحا يكسب منه الكسب الطيب .
وقد سبق في موقعنا الحديث عن كيفية التوبة من المال الحرام في أجوبة الأسئلة الآتية

هغه رقص چې هيڅ حرام پکې نه وي د امام ابوحنيفه ، امام مالک او امام احمد په نزد مکروه تحريمي دي .

وذهب الحنفيَّة والمالكيَّة والحنابلةُ إلى كراهة الرَّقص؛ معلِّلين ذلك بأنَّ فعْلَه دناءة وسفهٌ، وأنَّه من مُسقِطات المروءة، وأنَّه من اللَّهو.

د رقص او نڅا د حرمت دلائل :

اول دليل : قوله سبحانه وتعالی : { ولا تمش في الأرض مرحا } ( او پر ځمکه باندې په غرور او مستۍ مه ځئ ) .

قرطبي په پخپل تفسير کې ليکي : چې علماؤ د رقص د حرمت دليل دغه آيت ښودلی دی د [مرحا] نه مطلب افتخار ، غرور او مستي ده ، چې په رقص کې زيات غرور او مستي وي (تفسير قرطبي ۱۰/۲۶۳ ) .

دوهم دليل : د رقص لومړی رواج کوونکی سامری ؤ کوم چې خلک يې د خوصي عبادت ته وبلل او د خوصي د عبادت پر مهال به يې رقص کولو . عون المعبود (۱۳/۱۸۷ ) .

همدارنګه په ځنو بدعتي صوفيانو کې چې د ذکر او اناشيد پر مهال رقص مروج دی په اسلام کې هيڅ اصل نه لري دا اصلاً د همغه سامري ميراث دی .

مفتی کفايت الله دهلوي رحمه الله يې په اړه داسې ليکي :

سماع متعارف يعنی قوالی د ډهول ،سيتار ، سورنی وغيره سره د شرعيه محرماتو څخه دي او د عامو او خاصو لپاره ناجائز دي .

اشعار او نعت خواني  د موسيقی له آلاتو سره دا ټول شرعاً منع او بدعت دی [کل بدعة ضلالة ]، بدعت ته رواج ورکونکی ،په هغه کې شريک کيدونکی او اوريدونکی ټول فاسيقان دي (کفايت المفتي دوهم جلد ص ۹۹ ) .

کذا فی الهدایه ص ۱۴۶ :

السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهو الغناء والمزامير سواء .

كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه 5/351 ) .

د نن زمانې نڅا او رقص عظيم فساد دی :

زمونږ په عصر چې کوم نڅا او رقص رواج لري لکه : په کورونو او هوټلونو کې موسيقۍ ته د ښځو او نارينه رقص کول ، د بيګانه ښځو په مينځ کې د زوم نڅا ، د بې حجابه او بې ستره ښځو نڅا چې بيا د هغه تصويري فلم هم اخيستل کيږي، تر ډيره وخته د بيګانه ښځو او سړيو ننداره ، د هغوی بې حجابه او بې ستره نڅا به تر ډيره وخته بيګانه خلک ګورئ او هغه به د يو فاحش فلم په توګه کاروي .

څوک به ددې ظمانت وکړي چې د کمري واله سره به يې کاپي نه وي ، څوک به ددې ظمانت وکړي چې په هوټل کې به پټې کمرې نه وي .

دا تر ټولو ستر فساد دی .

« إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ » [النور :19]

ژباړه : کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو ) ته په دنيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب .  

پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي :« مَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنْ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا» (مسلم (2674).

«  چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو ددغې ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکو دده د ګمراه کونکي عمل په وجه بې لاری شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).»

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً