ښځې ته په بد نظر کتل حرمت ثابتوي که نه ؟

که چیری یوی انجلی ته په بد نظر وګوری او بیا د هغه له خور سره واده جواز لري که نه. په درنښت

محمد قسيم مسلميار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د احنافو په نزد زنا او د زنا اسباب هم  د نکاح د حرمت اسباب شميرل کيږي د حرمت اسباب دری دي : قرابت ، مصاهرة او رضاع .

 فی الدر المختار:

«‌اسباب  التحریم  انواع‌:  قرابة‌،  مصاهرة‌، رضاع‌»‌.(الدر المختار:2/300)

که څوک په زنا باندې مرتکب شي يا هغه په شهوت سره لمس او يا مچي کړي يا په شهوت سره د هغې شرمګاه ته وګوري نو د دغه ښځې محارم که اصل وي يا فرع ورباندې حرام دي .

«قال في «الذَّخيرة»: وإذا قبلها أو لمسها أو نظر إلى فرجها ثمَّ قال: لم يكن عن شهوة، ذكر الصَّدر الشَّهيد أنَّه في القبلة يفتى بالحرمة، ما لم يتبين أنه بلا شهوة؛ ….‌وكان الإمام ظهير الدِّين يفتي بالحرمة في القبلة مُطْلقاً، ويقول: لا يصدّق في أنه لم يكن بشَهْوة »‌.(رد المحتار :2/306)

و فی الهندیه‌:               

«و كما تثبت هذه الحرمة بالوطء تثبت بالمسّ والتقبيل والنظر إلى الفرج بشهوة، كذا فی الذخیرة‌»‌.(الهندية:1/274)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً