که د شا د طرف نه مني ووځي غسل واجبيږي ؟

د سڑي د شا لخوا مني ووزي غسل شته اوكنه جواب يي راكري والسلام

محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د شا د طرف (مقعد) څخه اصلاً مني نه وځي ، او که د مني په شان اوبه ووځي هغه د مني حکم لري بلکي مرض دی غسل نه ورباندې واجبيږي مګر اودس ماتوي .

د مني ، ودي او مذي تر مينځ فرق په لاندې لينک وګورئ :

https://dawat610.com/archives/1252

غسل څه وخت فرض کيږي ؟

۱- په خوب کې احتلام چه څه خوب وويني يا خوب ونه ويني خو په جامه يې د احتلام اثر وي  غسل ورباندې فرض دی خو که خوب ووني مګر په جامه يې کوم اثر نه وي غسل ورباندې  نشته .

۲- کله چه خاوند له ښځي سره يوځای شي  (د نر شرمګاه دښځی په شرم ګاه کې داخل شي د نر د شرمګا سر پټ شي ) که انزال وشي يا ونه شي غسل ورباندی فرض دی.

۳- د حيض او نفاس څخه ورسته غسل کول فرض دي .

۴- په شهوت سره د منی وتل که په مباشرت سره وي يا کومه بله ناولې شيطانی ذريعه سره .

په څلورو ذکرشويو صورتونو کې غسل کول فرض دي او د جمعې د لمانځه لپاره ،د اخترونو د لمانځونو دپاره ،د احرام  دتړلو په وخت او عرفات کې غسل کول سنت دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً