ايمان د الله تعالی ستر نعمت دی (دريمه برخه)

او دا چې یوازیني شي چې د کامیابۍ او د اور نه د نجات سبب به جوړیږي هغه ایمان دي اول داچې ټول مسلمانان چې کله په ټولو مؤمن به شیانو یې ایمان راوړي او خپل ژوند یې د الله جل جلاله د احکامو او د نبي صلي الله علیه وسلم د سنت طریقو مطابق تیر کړي وي الله جل جلاله به ورته کامیابي نصیب کوي او الله جل جلاله د ټول مسلمانان وساتي کله چې کوم مسلمانان د خپلو ګناهونو له وجهې دوزخ ته تللي وي یوه ورځ به داسې راځي چې د همدې ایمان او کلمې په برکت به د جهنم له اوره ایستل کیږي او جنت ته به داخلیږي نبي علیه السلام حدیث شریف کې فرمایلي دي:

(عن انس رضی الله عنه قال قال رسول الله صلي الله علیه وسلم یقول الله تبارک وتعالی اخرجوا من النار من قال لااله الاالله وفی قلبه مثقال ذرة من الایمان اخرجوا من النار من قال لااله الا الله او ذکرنی او خافنی فی مقام) اخرجه الحاکم بروایة المومل عن المبارک بن فضالة وقال صحیح الاسناد

نبي علیه السلام فرمایي د قیامت په ورځ به الله جل جلاله ارشاد وفرمایي چا چې لااله الا الله ویلې ده او په زړه کې یې د یوې ذرې په اندازه ایمان وجود لري هغه د جهنم له اوره را وباسي، چا چې لااله الاالله ویلې یا یې زه په یوه قسم سره یاد کړي یم یا یوه لحظه له مانه ویریدلي دي هغه د جهنم څخه را وباسي.

الله جل جلاله کوم برکتونه چې په دې کلمه کې اچولي که د ډیر عمر کافر چې د ژوند ډیره برخه یې د الله جل جلاله په نافرمانۍ کې تیره کړې وي ولې کله چې کلمه د (لااله الاالله محمدرسول الله) لولي او الله جل جلاله ورته د ایمان ستر نعمت په برخه کوي الله جل جلاله ورته د ټولو پخوانیو ګناهونو عفوه کوي او دا چې وروسته له ایمان را وړلو د دې کلمې ذکر کوي الله جل جلاله یې د دغه کلمې د ذکرله برکته د ده له عملنامې څخه ګناهونه پاکوي  نبي صلي الله علیه وسلم حدیث شریف کې فرمایی:

(عن ابی ذر رضي الله عنه قال قلت یا رسول الله صلي الله علیه وسلم اوصني قال اذا عملت سیئة فاتبعها حسنة تمحها قلت یا رسول الله صلي الله علیه وسلم امن الحسنات لااله الاالله قال هی افضل الحسنات) رواه احمد

حضرت ابی ذر رضي الله عنه فرمایی چې ما نبي صلي الله علیه ته عرض وکړ چې اې د الله رسوله صلي الله علیه وسلم ماته وصیت وکړه نبي علیه السلام وفرمایل هر کله چې له تا نه کوم د ګناه کار کیږي د هغه د کفارې او جبران لپاره نیکي کوه(تر څو دهغه ګناه نحوست او بد اثر له منځه یوسي) ما بیا عرض وکړ اې د الله رسوله صلي الله علیه وسلم ایا د لااله الاالله ویل هم نیکیو کې داخل دي؟ نبي علیه السلام وفرمایل دا خو د ټولو نیکیو نه افضل ده.

الله جل جلاله دې زمونږ ټولو ایمانونه داسې جوړ کړي لکه څنګه چې د صحابه کرامو ایمانونه جوړ شوي وو او الله جل جلاله د هغوي له ایمانونو نه په قرانکریم کې یادونه کړې ده او منافقینو ته یې د مثال په طور وړاندې کړي دي چې داسې ایمان راوړي لکه څنګه چې د صحابه کرامو ایمانونه دي الله جل جلاله ارشاد فرمایی:

(وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُواْ كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُواْ أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاء أَلا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاء وَلَـكِن لاَّ يَعْلَمُونَ 13 ) سورة البقرة

ترجمه: کله چې دوي ته وویل شي چې داسې ایمان راوړي لکه دغه خلکو چې راوړي دوي وایي چې ایا مونږ داسې ایمان را وړو لکه دې کم عقلو چې راوړي خبر اوسي کم عقل دوي دي لکن دوي نه پوهیږي.

 ليکنه : صهيب صاحب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً