مسافر چې کله خپل ښار ته نږدې شي مسافرانه لمونځ به کوي ؟

د اسلامی لارښود سایټ ټولو کارکوونکو ته سلامونه واړاندی کوم ورسته له سلامه که یو څوک مسافر شی اوبیا په سفرکی په داسی لار روان وی چی دهغه کور ته ډیره نیژدی وی اوپه همدغه ځای کی د لمانځه وخت وی نو د مسافر لمونځ ادا کړی او که نه؟اویا د سفر نه کورته راځی کورته  رسیدلی نه وی د لمانځه وخت شی کوم لمونځ ادا کړی؟

وحيدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څو پورې چې د خپل ښار يا کلي آبادۍ ته نه وي رسيدلی تر هغه پورې به مسافرانه لمونځ کوي

و  فی  الهندیه‌:

 «‌وکذا  اذا  عا‌د  مـن  سـفره  الی  مـصره  لم  یـتم  حـتی  یدخل  الـعمران‌»‌.(هنديه:1/139)

و فی البحر الرائق شرح كنز الدقائق

وفي المحيط وكذا إذا عاد من سفره إلى مصر لم يتم حتى يدخل العمران

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود  

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً