د کافر د سوال په ځواب کې

يو ورور مسيج راليږلی ؤ مګر مسيج يې رانه ورک شو چې د مسيج متن يې داسې ؤ : چې زما يو هندو ملګری دی هغه ته مې د اسلام دعوت ورکړ، هغه را ته وويل چې که زما د سوال ځواب راکړي زه اسلام قبلوم ، هغه دا چې ستاسو خدای له چا څخه پيدا شوی دی ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يو ځل جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مشرکانو وويل چې د خپل رب صفتونه او نسب (د چا نه پيدا شوي ) مونږ ته بيان کړه چې بيا د مشرکانو په ځواب کې دغه سورت نازل شو :

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1 اللَّهُ الصَّمَدُ 2 لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3 وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4

ژباړه : (ووايه ای محمده ! دوی ته ) چې الله يو دی ، الله بې نيازه دی (الله ته هر څه محتاج دي ) ، نه ترې څوک پيدا دي او نه له چا څخه پيدا دی او نه د ده سيال څوک شته .

يعنې د الله سبحانه وتعالی خاص صفت دا دی چې هغه یو دی په خپل زبوبيت او خدايي کې هيڅ شريک نه لري ، نه له چا څخه پيدا شوی دی او نه ترې څوک پيدا شوي دی .

ځکه له بل چا څخه پیدا کيدل او يا ځېږول د تعدد او تکثر يا زيادت طريقه ده چې الله سبحانه وتعالی ددې څخه پاک دی ځکه چې يوازې دی که الغياذ بالله دوه يا څو خدايان وي نو د کائيناتو نظام ثابت نشي پاتې کيدای ځکه چې يو به يې يو شانته کوي او بل يې بل شانته چلوي ، او بل هر پلار چې زوی ځېږوي اصلاً دغه پلار زوال لري ځکه د ده پر ځای يې زوی ځای ناستۍ شو او د ټول مخلوق سلسله همداسې روان ده چې پلرونه مري او زامن يې پر ځای پاتې کيږي تر څه وخت پورې بيا هغوی مري او د هغوی ځامن پاتې کيږي . چې ددې صفت څخه الله سبحانه وتعالی پاک دی ځکه که الغياذ بالله زوال ولري نو دا زرګونه کاله د کائيناتو نظام څوک چلوي ؟ او وروسته به يې څوک څلوي ؟.

پس زمونږ خالق (جل جلاله) يوازې دی ، بې نيازه دی ، نه له چا څخه پيدا او نه ترې څوک پیدا شوی دي او نه مثل او سيال لري .

اسلام ته د غير مسلمو د بلنې او دعوت طريقه

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً