د اسلامي لارښود څخه څنګه کتابونه ډونلوډ کړم ؟

داسلام آنلاین لارښود ګرانو او زړه ته رانیږدي چلوونکو خوښ شوم چې د نړیوال جال پرمټ داسې له ګټورو اسلامی معلومات ډکه پاڼه د په اسلام میینومسلمانانو لخوا د نړۍ مسلمانانو ته وړاندې کیږي .
ګرانو زه غواړم ستاسو له ښکلي سایټ څخه ځینې توکي لکه قرآنکریم په ورډ پروګرام کې او ځینی نور توکي را ښکته کړم ولې هیڅ ونه توانیدم که تاسو یې راته لاره وښایاست چې په څه ډول کولی شم ستاسو له ګټورو اسلامی مالوماتو څخه برخمن شم .
دنیا اوآخرت مو ښکلی شه .
ستاسو د ځواب په تمه

محمد قسيم ساحل

ځواب

بسم الله الزحمن الرحيم

مننه ، ستاسې د حسن نيت او ايماني ولولو قدردانی کوو ، په دې مو کار پيل کړی دي چې د دغه موجوده آنلاين زخيرې څخه خپل ټول کتابونه بلې نوې زخيرې ته انتقال کړو تر څو ډونلوډ يې آسانه وي ان شآء الله .

او په پام کې لرو چې ځنې نور ګټور کتابونه ، بيانونه هم آن لاين کړو ، او بل مو نيت کړی دی چې په خارجي ملکونو کوم ماشومان دي د هغوی د پاره د ابتدايي اسلامي نصاب څه کتابونه آنلاين کړو تر څو والدين يې ډونلوډ کړي او په خپلو بچيانو يې زده کړي ځکه چې په هغو ملکونو کې د دا ډول کتابونه پيدا کيدل مشکل دي (ان شآء الله )

آن لاپن اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً