یو ځوان بلوغ حالت ته رسیدلې دي په ده باندې غسل واوښت خو دغه ځوان پدې نه پوهیږي چه په غسل کې به د غسل ۳فرایض به اداء کوي بغیر د فرایض اداء کولونه عادي غسل وکړي، پدې عمل باندې ۳کاله تیر شوي وی پدې دوران کې چه سومره لمونځونه روژې تیرې شوي دي ددې سره به سه کوي؟ آیا د لمنځونو قضاء به راوړي؟ او د روژې قضاء او کفاره به ورکوي؟
معذرت غواړم سوالونه اوږده وو خو د جوابونو په انتظار یم
عبدالوارث مدني
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په غسل کې دری شيان فرض دي :
اول : په خوله کې اوبه اچول .
دوهم : په پزه کې اوبه اچول
دريم : د ټول بدن مينځل ( چې هيڅ کوم ځای وچ پاتې نشي ) .
کچيري چا غسل کړی وي ټول بدن يې مينځلی وي په خوله او پزه يې اوبه تيرې کړې وي که څه اودس يې نه وي کړی او د غسل په فرض او سنتو نه وي پوه د هغه غسل ان شآء الله صحي ده .
لکن مسلمان بايد د غسل سنته طريقه زده کړې او په همدغه طريقه غسل وکړي .
تفصيل دلته وګورئ .
https://dawat610.com/archives/4668
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود