د ورک شوي ليوني (مجنون) سرپرستي به څوک کوي ؟

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
بسم الله الرحمن الرحيم
ز مونږه کلی ته یو سړی راغلی ؤ او په دواړو سترګو ړوند ؤ ددیدی سړی حالت ډیر خراب ؤ یعنی دمرګ حالت کی ؤ خلک راټول شول او جومات ته یوړل او ډیر زیات ګرمی ؤ خلکو د سړی له ځان څخه واسکټ ویستل ددې سړی په ځان کی لس واسکټونه ؤ او هر یو واسکټ کی پیسی وی تقریبآ90 زره کلداری وی ځه پیسو باندی خلکو ورته دوا وکړ او سړی روغ شو او 30زره ورته بیرته ورکړل 50زره یی خلکو ور نکړی خلکو ویل که پیسی ورکړو څوک یی د پیسو په سر ونه وژنی او سړی یی موټر کی کینول خلکو شینوار ته یوړل په شینوار کی خلکو ویل دامونږه نه پیژنوخو په دغه جومات کی شپی او ورځی صبا کوی یعنی نه ورور لری او نه پلار خلک بیرته راغلل دا50  زره روپی خلک اوس دجومات په ابادی باندی لګوی ایا داجواز لری او کنه؟
او که سړی بیرته پیداکړوپیسی ورکړو؟

مزمل حميدی

———————————————————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دغه مال ته په اسلامي شريعت کې حجر وايي د نابالغ ماشوم او ليوني او بې حاله کس د خپل مال د تصرف او  مصرف څخه منع کولو ته حَجر وايي ، داسې چې د هغه ولي کچيرې هغه ولي او سرپرست نه وي ، اسلامي حکومت که اسلامي حکومت نه وي مسلمانان به د هغوی مال له ځانه سره ساتي او هغوی به د خپل مال د تصرف څخه منع کوي ځکه چې د تصرف صلاحيت نه لري د مال بربادۍ ويره وي او کله چې ماشوم بالغ شي او لپونۍ جوړ شي نو هغوی ته به خپل مال سپاري .

لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلاً مَّعْرُوفًا، وَابْتَلُواْ الْيَتَامَى حَتَّىَ إِذَا بَلَغُواْ النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُواْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُواْ (النسآء ۴-۵ ) .

ژباړه : او ناپوهانو ته هغه مالونه مو مه سپارئ چې الله پاک ستاسو لپاره د سبالښت ذريعه ګرځولې ده ، خوراک او پوښاک ترې ورکوئ او خوږې او نرمې خبرې ورته وکړئ ، او يتيمان د بلوغ تر رسيدلو وازمايئ کله مو چې له هغوی څخه هوښيارتيا وليده نو بيا يې مالونه ور وسپارئ ، د هغوی مالونه په دواړو لاسونو په بيړه له دې ډاره مه خورئ چې يتيمان را لوی نه شي .

څو پورې چې دغه سړی روغ او په حال کې شوی نه وي تر هغه پورې به مسلمانان دغه مبلغ پخپل قبض کي ساتي او کولای شي په دغه مال باندې د هغه درملنه او د خوراک بندبست وکړي ، لکن په جومات کې مصرفول يې جايز نه دي .

ځکه که ليوني خپل ولي او سرپرست ونه لري د هغه سرپرستي به اسلامي حکومت کوي که اسلامي حکومت نه وي دغه مسئوليت مسلمانان ته متوجه کپږي ، د ليوني او بې حاله سړی حکم د ماشوم دی د هغه په مال کې د مصليت د پاره تصرف کول جايز او بې مصلحته د هغه په مال کې تصرف جايز نه دی .

او کچيرې هغه مړ شي او مال ورڅخه پاتې شي او وارثان يې پيدا نشي نو د هغه مال لګول د مسلمانانو په عامه مصالحو لکه : جومات ، لاره جوړولو و غيره کې جايز دی .

لکن ددې مال څخه شخصي استفاده کول حرام دي علماء کرامو د بې سرپرسته ضعير يا ماشوم او بې سرپرسته ليوني مال د يتيم د مال سره تشبح کړی دی چې د یتيم د مال خوړلو په باره کې سخت وعيدونه راغلي دي .

اسلامي فقه – فقه علی مذاهب الاربعه

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً