د مصنوعي ويښتانو استعمال او د هغه سره لمونځ

السلام عليكم و رحمة الله وبركاة
زما پوښتنه د مصنوعي ويښتانو استعمال او بيا د هغه سره د لمونځ کولو په اړه ده
استعمال يي جايز دي او كنه او لمونځ کول ورسره څنګه دي که يي په اړه مالومات راکړې

شارجه متحده عربي امارات – عصمت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول صورت د ويښتانو کرل :

کچيرې د چا ويښتان د کوم مرض يا بله وجه تويي شي او يا يې د سر کومه برخه پکه وي نو هغه ته د عيب د مينځه وړلو د پاره دا جايز ده چې د سر د ځنو برخو ويښتان وباسي او هغه په تويي شوې او پکه شوې برخه کې وکري .

مجتمع فقه اسلامې او فتاوي البدالحرام دې ته جواز ورکړی دی .
تجوز زراعة الشعر لمن سقط شعره لمرض أو حادث ، لأن ذلك من باب إزالة العيب وردّ الأمر إلى ما خلق الله تعالى .
جاء في قرار مجمع الفقه الإسلامي المنبثق عن منظمة المؤتمر الإسلامي المنعقد في دورته الثامنة عشرة في ( ماليزيا ) من 24 إلى 29 جمادى الآخرة 1428هـ ،الموافق 9– 14تموز ( يوليو )2007م ، بشأن عمليات التجميل ، في بيان ما يجوز منه :
” يجوز شرعا إجراء الجراحة التجميلية الضرورية والحاجية التي يقصد منها :
أ- إعادة شكل أعضاء الجســـــم إلى الحالة التي خلق الإنسان عليها لقوله سبحانه : ( لَقَدْ خَلَقْنَا الإنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ) [العلق : 4 ].

دوهم صورت د مصنوعي ويښتانو وصلول :

په دې مسئله کې د معاصرو علماء تر مينځ اختلاف دی چې ځنې فقهاء يې په جواز قائل دي په دې شرط چې ويښتان له داسې مادې څخه جوړ وي چې هغه پاکه وي ، کمياوي مواد يې مضره نه وي ، د ضرورت د پاره وي نه د سينګار .

مګر ځنې علماء يې بيا ردوي د هغوی دليل  دا دی چې د مصنوعي ويښتانو لګول د (بالوصل المحرم ) کوم چې په اسلامې شرعيت کې د ويښتان وصل حرام دي مشابهت لري .

إذا لم تمكن زراعة الشعر الطبيعي كما هو الحال في السؤال ، فلا حرج في زراعة الشعر الصناعي بشرط أن يكون مصنوعا من مادة طاهرة ، وألا يترتب عليه ضرر يزيد على الضرر الحاصل .
وقد ذهب بعض الباحثين إلى تحريم زراعة الشعر الصناعي ، وعللوا ذلك بأنه شبيه بالوصل المحرم ، لأن الشعر الصناعي يبقى كما هو ولا ينمو ، وفيه تتحق بعض علل النهي كالتدليس وتغيير خلق الله ، ولما يترتب عليه من الضرر .
(موقع الاسلام السوال جواب )

خو بې ضرورته د ويښتانو سره د نورو ويښتانو وصلول حرام دي په اړه يې سخت وعيد راغلي دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ويښتانو په وصلونکو باندې لغنت ويلی دی :

( لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم الواصلة والمستوصلة ) .

او دا چې له نورو ويښتانو سره ګنډل کيږي او سريښ ور باندې وهي په دې اړه پوره معلومات نه لرو .

ددې په اړه به ان شآء الله تحقيق وکړو وروسته به د اسلامې امت د معاصرو فقهاوو نظرونه تر لاسه کړو .

و الله اعلم .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً