د حلالو حيواناتو د کومو برخو خوړل حرام دي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
په حیواناتو کی کومی برخی حرام دی؟
او همدارنګه د پسه د خصیو خوراک څه حکم لری؟

په درناوی
محمدی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 د حلال حيوان د دغه برخو خوړل جايز نه دي :

 ۱- هغه ويني چې د زبح په وخت کې جايري شي ۲- د نر حيوان آله تناسلي ۳- د ښځينه حيوان آله تناسلي ۴- د حيوان خايې يا مايې (خوټي ) ۵- مثانه ۶- کيسه صفراء (تريخی) ۷- غده چې د حيوان په بدن کې وي .

و  فی  الدر  المختار:

«‌ما  یحرم  اکله  من  اجزاء  الحیوان  المأکول  سبعة  الدم  المسفوح  و  الذکر  و  الانثیان  و  القبل  و  الغدة  و  المثانة  و  المرارة‌»‌.(الدر المختار مع الرد:5/219)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً