د 2014 کال د شرک او طاغوت پرستۍ عقيده :

آیا الله تعالی مو رازق نه دی ؟

ولي پر الله تعالی توکل نه کوئ چې پر طاغوت مو تکيه کړې ده ؟

هغه الله تعالی چې انسان ته د مور په ګيده کې رزق ورکوي په داسې شان چې نه جنين ور باندې خبر وي او نه د هغه مور ، د مور په ګيډه کې جنين  د حيض له وينو څخه خوراک کوي .

کله چې طفل دنيا ته راشي په هيڅ هم نه وي خبر هغه ته تر دوو کلونو پورې د مور له تيو څخه رزق حواله وي ، او د بلوغ تر سن پورې د هغه رزق الله تعالی پر خپلو والدينو فرض کړی وي ، تر دغه وخته نه د رزق غم ورسره وي او نه په دې پوهيږي چې له کومه کيږي؟ او څنکه پيدا کيږي ؟

♣♣♣♣♣♣

خو کله چې را لوی شي په خپلو پښو ودريږي د کار او کسب وړ شي بيا د رزق غم ور سره پيدا شي بيا وايي زه رزق له کومه کړم ؟ زما رزق چيرې دی ؟ او بيا پر خپل رب (جل جلاله ) بد بد ګمانونه کوي چې هغه (جل جلاله ) ما ته رزق نه راکوي .

ای انسانه ! پر تا څه وشول ! د مور په ګيده کې دې څه خوړل ، کوچنی بې لاسونو او پښو طفل وې هغه وخت دې څه خوړل ، اوس چې کله د عقل او شعور ، پښو او لاسونو خاوند شوې وايي زما رزق به له کومه کيږي ؟

ای انسانه ! د کائناتو ستر څښتن د خپل مخلوق د رزق پوره انتظام کړی دی او ددې ټولو د پاره يې د رزق اسباب برابر کړی دي ، ځناورو ته په غرونو ، دښتو او بيابانونو کې رزق ورکوي ، بحري حيواناتو ته د ابو په مينځ کې رزق ورکوي ، وړو حيواناتو چمجيو ته د ځمکې او خاورو په مينځ او ژورو حصو کې رزق ورکوي .

او د ټول مخلوق د رزق د پاره یې پوره انتظام کړی دی .

♣♣♣♣♣♣

که لمر نه وي ، اوبه نه وي د رزق اسباب له کومه شي ؟

که لمر خپل فعاليت له لاسه ورکړي ، د الله تعالی بغير کوم قدرت شته چې لمر فعال کړي ؟ که اوبه ورکي شي ، په ځمکه کې ښکته شي بغير له الله تعالی کوم قدرت شته چې اوبه پورته او زياتې کړي .

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ …. (الملک ۲۱ ) .

ژباړه : څوک دي چې تاسې روزي درکړي که ( رحمن ذات ) درباندې خپله روزي بنده کړي ؟

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَاء مَّعِينٍ ( الملک ۳۰ ) .

ژباړه : ووايه ( ای محمده ! ) په دې مو پوه کړئ که ستاسې اوبه په ځمکه کې ښکته لاړې شي (وچکالي شي بارانونه بند شي ) نو څوک شته چې رواني او خوږې اوبه درته راولي ؟

♣♣♣♣♣♣

پس په دې باندې ټينګ یقين ولره چې ټول مخلوق ته الله تعالی رزق ورکوي :

قال تعالى ( وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ) [هود- ۶]

ژباړه : په ځمکه چې څومره خوځنده دي د هغوی ټولو روزي پر الله ده او الله ته د هغوی د اوسيدلو او د (مرګ نه وروسته) د امانت ايښوولو ځايونه معلوم دي . ټول هغه څه په يوه روښانه کتاب کې دي .

 او الله سبحانه و تعالی فرمايي : ( وَكَأَيِّن مِنْ دَابَّةٍ لا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ) [العنكبوت -۶۰ ].

ژباړه : او ډير ژوندي څيزونه دي چې يو هم خپله روزي شاه کړي نه ګرځوي ، الله پاک هغوی او هم تاسې ته روزي درکوي . او هغه ښه اوريدونکي او په هر څه پوه دی .

♣♣♣♣♣♣

پر الله تعالی توکل وکړئ ، د الله تعالی څخه رزق وغواړئ ، د امريکي په ظالم ، طاغوتي ، او وږې رژيم توکل مه کوئ .

له هغو کسانو مو ګيله نشته کوم چې د طاغوت په ځيره آموخته شوي دي له هغو مو ګيله نشته چې د طاغوت دالرو نشه کړې دي ، اي عامو خلکو ! ای عام ولسه ! ای عامو مسلمانانو ! له تاسې مې ګيله ده .

ځنې کسانو خپل تجارت ، کار او کسب ، د مظلوم ولس لپاره شخصي پانګونه په ۲۰۱۴ کال پورې تړلي دي ، د طاغوت د يرغل په شتون پورې يې تړلې دي ، د خدای د پاره دا مسلمانې شوه ! دا افغانيت شو ! دا غيرت شو ! دا انسانيت شو !

♣♣♣♣♣♣

فقط چې ستا کار جوړ وي ، ستا ګټه وي ،

 نور که د قرآن پر ځای د کفري ديموکراسۍ قانون وي خير !!

که هيواد مو چور شي خير !!

که بې ګناه انسانان وژل کيږي خير !!

که د سر او مال هيڅ امن نه وي خير !!

که د سود ، رشوت ، غصب ، فحشاء او منکراتو بازار دود وي خير !!

که کورونو مو د يهودو او نصاراؤ په لاس بې پته کيږي خير !!

خو چې ستا کار جوړ وي ، ستا د پاره د کمپاين او نظامي بيس پروژې وي تر څو اسلامي امت تخسير او تا ته څه ګټه وشي چې ستا د پاره دغه ظاهري ګټه اصلاً د اور سکروټې او زهر دي .

څه وخت به پوهيږئ !! څه وخت به توبه باسئ !!

♣♣♣♣♣♣

ولی يوازې د الله عبادت نه کوئ ولې شريکي عقائد اختياروي آيا الله تعالی تاسې ته رزق نه درکوي ؟

ګورئ پام کوئ ! داسې عقيده لرل د مشرکانو صفت دی له دې څخه ځان وساتئ .

الله سبحانه و تعالى فرمايي : ( وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقاً مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ شَيْئاً وَلا يَسْتَطِيعُونَ ) [النحل/ ۷۲]

ژباړه :(او مشرکان ) له الله پرته د هغه څه عبادت کوي چې نه د آسمان له لورې د روزی ورکولو واکمني ورسره شته او نه د ځمکې او نه د هيڅ توان لري .

الله سبحانه و تعالى فرمايي ( قُلْ لَوْ أَنْتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَائِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذاً لَأَمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الْأِنْفَاقِ وَكَانَ الْأِنْسَانُ قَتُوراً ) [الإسراء /۱۰۰].

ژباړه : (ای محمده ! ) هغوی ته ووايه که زما د رب د رحمتونو خزانې ستاسې په واک وای نو د فقر او مسکينۍ له ډار نه به مو پوره بخيلي کړي وه انسان خورا زړه تنګی او بخيل دی .

♣♣♣♣♣♣

د کافرانو د پاره خو همدا دنيا ښايسته شوې ده آيا تاسې همدا غواړي ؟ او که د الله تعالی رضا غواړی ؟

قال تعالى ( زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ) [البقره/۲۱۲ ].

ژباړه :کافرانو ته دينوي ژوند ښکلی کړای شوی دی . او پر هغو کسانو چې ايمان يې راوړی دی ملنډې وهي . متقيان به د قيامت په ورځ پر دوی لوړ او پورته وي . او د الله پاک چې چا ته خوښه شي بې حسابه رزق ورکوي .

نو ای مسلمانانو! يوازې پر الله توکل وکړئ د کفر دوستۍ نه لاس واخلئ ،د طاغوت دوستي د غڼې د کور مثال لري چې هيڅ بقاء نه لري .

زړه مې په جوش راشئ او سترګې ډير ډير وژاړي ، چې څه وخت به اصلاح کيږي څه وخت به توبه باسې

آن لاين اسلامي لارښود

 کابل – افغانستان

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً