د ښځې د پاره په نکريزو (حناء) باندې ګلونه رسمول څه حکم لري ؟

د آنلاين اسلامي لارښود ته ! اسلام عليکم

ګرانو اوس داسې نکريزي راوتلي دي چې د هغه په وسيله ښځې پر خپلو لاسونو باندې ډول ډول رسمونه او نقشونه باسي ددې رسمونو جوړول په اسلامي شريعت کې څنګه دي ؟

عبدالله – کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

همدې ته ورته پوښتنه له هئيت علماء مرکز الفتاوي الاسلام ويب څخه شوې ده چې : د ښځې د پاره په بدن باندې په نکريزو سره نقشونه جوړول په اسلام کې څه حکم لري ، داسې چې بغير له خپل خاوند يې نورو اجانبو ته نه ښيي ؟

ځواب

 الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:

باک نه لري چې ښځه د نکريزو په وسيله  پر خپل جسد باندې رسمونه وکړي ، بلکي داسې کول مستحب دي کچيرې د هغې دغه کار د زنيت او د خپل خاوند د خوښۍ او محبت د پاره وي .

د واده شوې ښځې د پاره د لاسونو او پښو سره کول په نکريزو باندې مستحب دی ، لکن د غير واده شوې ښځې د پاره مکروه ، قال الإمام النووي رحمه الله تعالى: أما خضاب اليدين والرجلين بالحناء فمستحب للمتزوجة من النساء للأحاديث المشهورة فيه….

جاء فی مرکز الفتاوي اسلام ويب :

ما حكم الإسلام في رسم المرأة على جسدها بالحنة السمراء، مع العلم أنها لن تظهرها للأجانب، بل لزوجها فقط؟.

الإجابــة

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:

فلا حرج على المرأة في الرسم بالحناء على جسدها ليراه زوجها، بل يستحب لها ذلك إن كان هذا الفعل فيه زينة وتحبب للزوج، فيستحب للمرأة المتزوجة خضب يديها ورجليها بالحناء ويكره لغير المتزوجة، قال الإمام النووي رحمه الله تعالى: أما خضاب اليدين والرجلين بالحناء فمستحب للمتزوجة من النساء للأحاديث المشهورة فيه….

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً