د کلي د خلکو آواز: ای د دين عالمه چيرې ياست؟

د کليو د خلکو آواز : ای د دين عالمه ای د دين داعي چيرې ياست ؟d8a7d984d8a5d98ad985d8a7d986

ای د دين داعي ، ای د دين عالمه زمونږ کلي ته راشه

آيا د دنيا ژوند دوکه او مشغول کړې ؟

مونږ دې چاته وسپارلو  ؟

مونږ تاته احتياج يو

مونږ له تا څخه ډير څه زده کړې وو اوس به څوک مونږ علم رسوي  ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم خو فرمايلي [ بلغوا عني ولو آية ] ( له ما څخه ورسوئ ولو که يو آيت وي )

ولی مونږ ته نه ښيې هغه څه کوم چې تاته الله تعالی ښودلي دي ؟

آيا تا ته د کليو او لرې پرتو سيمو سفر او تګ سخت دی ؟

څه شوه ستا قرباني او څه شو ستا هيمت ؟

نصارا دا کار کولای شي او تر دې ځايه راورسيدل

ته يې ولې نشي کولای ؟

♣♣♣♣♣

قسم پر الله دی چې د مونږ څخه مړه کيږي خو د لمانځه په طريقه نه پوهيږي

او په مونږ کې داسې کسان دي چې د طهارت په عادي مسائلو نه پوهيږي

او مونږ د دين دعوت او نصيحت نه دی آورېدلې چې زمونږ ايمان ور باندې تقويه او خپل رب مو ور باندې ياد کړو

پس چيرې ياست تاسې ؟

کله چې يو له تاسې مؤظف شي زمونږ په کلې کې

بيا وايي چيرې ده (وسيله ) زه يم ډير لرې ، معاش مې کم زه ځم لوی کلي ته

بيا ووځي له دې کلي

افسوس ستاسې په حال !!!

آيا صحابه کرامو همداسې کول ؟

که هغوی له خپلو کليو او ښارونو نه وای وتلي چا به دغه دين رسولای وای ؟

ای افسوس ستاسې په حال !!!

د منسوخ (مسيحيت ) مبلغان تر ځنګلونو او بيابانو پورې ورسيدل

ته به څه وخت د دين نصرت کوئ ؟ څه وخت به خلکو ته دين رسوې ؟

ای افسوس ستاسې په حال !!!

♣♣♣♣♣

او تاسې د آرام او راحت په ژوند کې ډوب ياست

د علم دعوای کوئ لکن علم نشته

د دين سره د محبت دعوای کوئ لکن محبت نشته

خبرې مو ډير خو عمل مو ډير کم دی

ای افسوس ستاسې په حال !!!

دا چې لرې کليو او سيمو د پاره مو څه ونه کړل

آيا په نږدې کې مو څه کړي ؟

ښځه مو په څنګ کې

بچيانو مو چاپيره

لکن ورځې تيريږي

اونۍ تيږېږي

♣♣♣♣♣

ګرانه د څو ريالونو د وصول د پاره څومره کوښښ کوې

مګر د دين د نصرت د پاره نه توانيږي

د سياحت د پاره لرې لرې سفرونه کوې

خو د دين د دعوت د پاره نږدې ځای ته هم سفر نشی کولای

ای افسوس ستا په حال !!!

ای د دين عالمه ای طالب العلمه

ولی د دين نصرت نه کوئ

حال دا چې الله سبحانه وتعالی وايي (كونوا أنصار الله )

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  طائف ته سفر په پښو ؤ

زمونږ سفر د موټر او طيارې په وسيله دی

مونږ د کلي خلک له ښار څخه لرې يو

که ته زمونږ کلي ته راشې ستا استقبال به په سترګو وکړو

ستا اکرام او عزت به وکړو

لکن څه وخت به ته زمونږ کلي ته راشي

مونږ خو ستا په انتظار يو

ګوره چې وروسته نشي     ګوره چې وروسته نشي   ګوره چې وروسته نشي

لا تتأخر           لا تتأخر              لا تتأخر            لا تتأخر

سلطان بن عبدالله العمري – موقع صيدالفوائد

ژباړه  : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 48 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً