د کاناډا څلور فوځيان د لېونتوب وروسته خپل ځانونه ووژل :

د اخبار جهان اسلام د خبري راپور له مخې څلورو کاناډايي فوځيانو وروسته له هغه خپل ځانونه ووژل چې کله د افغانستان څخه خپل هيواد ته ستانه شول د لېونتوب او رواني ناروغۍ له امله يې خودکشي وکړه .

د راپور له مخې د دغو فوځيانو له ډلې د يو فوځې جسد تيره ورځ د هغه په کور کې وموندل شو .

 په دې اړه د کاناډا حکومت پراخه تحقيقات پيل کړی دي ، کاناډا څه وخت وړاندې اعلان وکړ چې مونږ نور د افغانستان څخه د خپلو فوځيانو ايستلو ته چمتو شوي يو .

افغان مجاهدينو د اشغالګرو په ولاندې د اشتشهادي ، د سړک د غاړې بمب د هغوی په اډو باندې نظامي حملو په وسيله اشغالګرو ته سخت تلفات اړولي چې همدا وجه ده چې د اشغالګرو ډير فوځيان په رواني ناروغيو اخته دي .

منبع : اخبار جهان اسلام

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً