د سجده تلاوت د پاره اودس شرط دی ؟

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د انلاین اسلامی لارښودټولو علماءکرام او کارکونکي الله تعالی دې وکړي چې روغ جوړ صحتمند یاست

د امام ابو حنیفه رحمه الله په مزهب کی د سجدی تلاوت په اړه معلومات راکړﺉ چې بغیر د اودس نه د تلاوت سجده ادا کیږي کنه ایا اودس پکی شرط دی او په کوم دلیل اودس شرط دی
والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته – حافظ نسيم الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لمانځه لپاره چې کوم شرطونه دي همغه شرطونه د تلاوت سجدی لپاره هم دي په هغه څه چې لمونځ فاسديږي په هغه سجده تلاوت هم فاسديږي ، د سجده تلاوت د پاره د جنابت او بې اودسۍ څخه پاکوالی شرط دی .

جاء فی الموسوعة الفقيه (هيئت کبار علماء الاسلام ) :

 قال الحنفيّة : … لا تصحّ بدون طهارة كالصّلاة ، أو سجدة التّلاوة ، أو صلاة الجنازة  (موسوعة الفقهيه )

سجده تلاوت فوراً کول مستحب دي تأخير خلاف اولی دي ، د ولاړې حالت څخه سجدې ته انتقال مستحب دی لکن په ناسته کول يې جايز دي .

و فى الدرالمحتار:

قال: و هى على التراخى على المختا ر و  يكره تأخيرها تنزيهاً و يكفيه ان يسجد عدد ما عليه بلا تعيين و يكون مؤدياً». (الدر المختار مع الرد: 1/564، 565)

و فى الدرالمحتار:

«و هى سجدة بين تكبيرتين مسنونتين جهراً و بين قيامين مستحبين بلا رفع يد وتشهد وسلام».

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً