السلام علیکم ورحمت الله : آیا د ماشومانو لپاره د نظر د ماتولو په خاطر د ماڼو،بدراو او داسی نورو شیانو دودول جایز دی او که څنګه؟
عبدالرحمن
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
له پخوا زماني څخه د ځنو نباتاتو ،پلتو او نورو دودول يا لوګئ کول د نظر د دفع او د شيطانانو د شړلو لپاره په خلکو کې رواج لري ولی دا کار په اسلام کې هيڅ اصل نه لري او نه هم په رواياتو کې ورته اشاره شوی ده .
د سترګو نظر حق دی د قرآنکريم په لاندې ذکر شوو دؤ آيتونو کې ورته اشاره شوی ده .
وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِد (67 يوسف )ٍ
(او ويی ويل :ای زما زامنو ! په يوه دروازه ښار ته مه ننوځئ ) .
دجمهورو مفسرينو په قول يعقوب عليه السلام ويريده که يې زامن له يوی دوازې ننوځې نظر به شي ځکه چې هغوی ډير ښکلي وو . (تفسير انوارالقرآن 3/150 ) .
وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ (51 القلم )
دغه آيت شريف د د سترګو د زخم او تأثير د حقيقت دليل دي د سترګو نظر حق دی چې تأثير یې د الله تعالی په اراده پورې اړه لري .
په حديث شريف کې راغلي «… والعين حق ( د سترګو نظر يا تأثير حق دی ) »
همدارنګه بل حديث شريف کې دي: «قد تدخل الرجل العين فيالقبر، وتدخل الجمل القدر: (ځنې وخت د سترګو نظر سړی په قبر کې او اوښ په ديګ کې ننباسي ) .
حسن بصري رحمه الله وايي : د سترګو د نظر علاج دغه [وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ ] دی .
(تفسير انوارالقرآن مختصر تفاسير : ابن کثير ، منير او فتح القدير 6/408 ) .
د سحر او انس او جن د ضرر د دفع ، وسواسو او په خوب کې د ماشومانو ويريدلو د دفع لپاره د [قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ] او [قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ] سورتونه دي .
حکيم امت علی تهانوي رحمه الله ليکي : که ماشومان ژاړي ، په خوب کې ويريږي او يا نظر شي دغه آيتونه د [قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ ] او [قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ] ورباندې دم کوئ (زيوربهشتي حکيم امت ) .
وبالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود