لږ ځير شئ

د هدایت لار

په دنيا كې هر انسان د سمې لارې په لټه كې دى او انسان ته سمه لاره يوازې د هغه خالق او پیداکوونکی ورښودلاى شي. دغه سمه لاره الله جل جلالهد پيغمبرانو په ذريعه او د خپل كلام په نازولو سره انسانانو ته ښيې.

نن په نړۍ کې مسلمانان هغه نيك بخته انسانان دي چې د الله جل جلاله كلام بالكل له هر ډول بدلون څخه پاك او په هماغه الفاظو كې ورسره محفوظ دى چې په الله جل جلاله خپل محبوب پيغمبر صلي الله عليه وسلم ته رالېږلی وو، خو بلې خوا ته همدا مسلمانان په نړۍ كې هغه بد بخته خلك دي چې د الله جل جلاله كلام (قرآن حكيم) له ځان سره لري خو د هغه له بركتونو او بې حسابه نعمتونو څخه بې برخې پاتې دي.

قرآن د څه لپاره راغلی دی

الله جل جلاله  قرآن حكيم د دې لپاره رالېږلی چې انسانان یې ولولي، پرې پوه شي او عمل پرې وكړي او د الله جل جلاله پر ځمكه باندې د هغه جل جلاله قانون پلی كړي. انسان ته عزت او طاقت وركړي او هغه په ځمكه كې د الله جل جلاله خليفه وګرځوي. تاريخ شاهد دى چې هر چا د قرآن كريم په هدايت او لارښونه باندې عمل كړى، هغه ته د ټولې  نړۍ مشري او امامت ور په برخه شوى. اوس د مسلمانانو تر منځ د قرآن ارزښت كم شوى دى، خلک یې په کورونو کې پټ ساتی، پېریان پرې وېروي، د غاړې تاويزونه ترې جوړوي، په معنی باندې یې کم خلک پوهيږي او یوازې د ثواب په خاطر یې تلاوت کیږي.

نن له قران څخه دا نه پوښتي!

اوس مسلمانان د خپل ژوند په پيښو او معاملاتو كې له قرآن كريم څخه هدايت نه اخلي، له دې آسماني کتاب څخه دا نه پوښتي چې زموږ عقيده بايد څه ډول وي؟ زموږ اعمال څه رنګه وي؟ موږ څرنګه ژوند وكړو؟ په دوستۍ او دښمنۍ كې كوم قانون ته تابع شو؟ د الله جل جلاله بندګان او زموږ خپل نفس پر موږ څه حقوق لري؟ دا حقوق بايد څه ډول پوره كړو؟ زموږ لپاره حق كوم او باطل كوم دی؟ موږ د چا اطاعت وكړو او د چا له پیروۍ څخه ځان وساتو؟ له چا سره دوستانه اړيكې ولرو او له چا سره يې ونلرو؟ زموږ دوست څوك دى او دښمن مو څوك؟ زموږ عزت، برى او ګټه په څه كې ده او ذلت، بدبختي او زيان مو په څه كې دی؟

دا پوښتنې نن له چا کیږي؟

مسلمانان اوس له قرآن كريم څخه د دې خبرو په هكله پوښتنې نه كوي، دغه پوښتنې اوس دوى له كافرانو، مشركانو، ګمراهانو، خود غرضه انسانانو، شیطان او له خپل نفس څخه كوي او د هغوي په لارښونه عمل كوي. څوك چې خپل حقيقي خالق پریږدي او د نورو په حكم باندې عمل كولو ته چمتو شي، د دې کار سزا به خامخا ګالي چې بیلګه یې نن په هر ځای کې د مسلمانانو له ستونزو او کړاوونو ډک او د بې عزتۍ ژوند دی.

ستاسې لوښی څومره ظرفیت لري؟

قرآن كريم د خير او بركت سرچينه ده. هر ډول خير او نيكي چې تاسې ورڅخه وغواړئ، دركوي یې. تاسې چې له قرآن حكيم څخه د پيريانو او بلاګانو تښتيدل، د ټوخي او تبې علاج، د دعوې د ګټلو او وظيفې د پيداكولو او دا ډول وړو وړو څيزونو غوښتنه كوئ نو همدا به تاسو ته دركوي. كه چيرې د دنيا پاچاهي او د ځمكې پر مخ د حكومت كولو غوښتنه ځنې وكړئ نو دا به هم تاسې ته در كړي. او كه چيرې غواړئ الهي عرش ته ورسیږئ نو همدا قرآنكريم به تاسې همغلته ورسوي. دا ستاسې تر لوښي پورې اړه لري چې له سمندر څخه څومره اوبه غواړی. که تاسې یو څاڅکی، دوه سطله یا یو ټانکر اوبه وغواړی نو سمندر یې درکوي، خو که مو همت لوړ وي، نو سمندر خو د سيند د بښلو لپاره هم تيار دى.

که لږ خپل چلند ته ځیر شو

كوم چلند چې مسلمانان له دې پاك او مقدس كتاب سره كوي، دومره د خندا وړ دى چې كه چيرې همدا تاسې مسلمانان په خپله په كومه بله معامله كې څوك په داسې حركاتو ووینئ نو ډېر به ورپورې وخاندئ، ان تر دې چې ليونى به ورته ووايئ.

كه چيري ډاکټر كوم سړي ته نسخه وليكي او سړى دا نسخه تاويز كړي، په ټوټو كې يې تاو كړي، په غاړه كې يې واچوي يا يې په اوبو كې حل كړي، ويې څښي نو هغه ته به تاسې څه ووايئ؟ آیا تاسې به په هغه پورې ونه خاندی او تاسې به هغه كم عقله او ناپوه ونه ګڼئ؟ خو تر ټولو ښه حكيم ستاسې د مرضونو د درملنې لپاره چې كومه بې سارې نسخه ليكلې او راليږلې، له دې سره ستاسې په مخ كې شپه او ورځ همدا چلند كیږي، خو هيچا هم پرې ونه خندل. هيچا هم دا فكر ونكړ چې نسخه په غاړه كې د اچولو او په اوبو كې د حل كولو لپاره نده؛ بلكه د دې لپاره ده چې د هغې د هدايت پر اساس بايد دوا استعمال شي.

تاسې ووايئ:

كه چيرې يو سړى ناروغه وي او هغه د (طب) كوم كتاب را واخلي او په لوستلو يې پيل وكړي، او داسې فكر وكړي چې د دغه مرض د لرې كيدو لپاره يوازې د همدې كتاب لوستل كفايت كوي، نو تاسې به د هغه په اړه څه ووايئ؟ آیا تاسې به دا ونه وايئ چې د ده خو ماغزه خراب شوي دي. خو مطلق شافي ذات چې كوم كتاب ستاسې د ناروغيو د علاج لپاره رالېږلی دى له هغې سره ستاسې عمل بل ډول دى، تاسې قرآن حكيم لولئ او داسې فكر كوئ چې يوازې او یوازې د دې په لوستلو سره به ټول رنځونه او تكليفونه له منځه لاړشي او د ده په هدايت او لارښوونه د عمل كولو ضرورت نشته، او له هغو شيانو د پرهيز كولو لپاره د ضرورت احساس هم نكوئ كوم چې قرآن حكيم ضرر رسوونكي ثابت كړي دي. نو بيا تاسې په خپله، دغه پريكړه په خپل ځان باندې ولې نكوئ، كومه چې په هغه سړي باندې یې كوئ، چې د ناروغۍ د لرې كولو لپاره يوازې د طب د كتاب لوستل كافي ګڼي. (که څه هم چې د قران کریم یوازې تلاوت هم پوره ثواب لري خو اصلي موخه یې دا ده چې مسلمان په هغه پوه شي، احکام یې زده کړي، په ځان یې پلي کړي او په ځمکه یې د پلي کولو لپاره هڅې وکړي.)

د بیګانه ژبې لیک

كه چيرې تاسې ته په داسې ژبه يو ليك راشي چې نه پرې پوهیږئ، نو تاسې فوراً هغه چا ته ورځئ چې په دغه ژبه پوهیږي او د ليك د مطلب په هكله پوښتنه ترې كوی. د دنيا د معمولي كاروبار له ليك سره دا ډول تعامل كوئ چې په دې كې به زيات نه زيات د څلورو او يا پنځو روپيو ګټه وي، خو الله جل جلاله چې د رحمت او عزت نه ډك كوم ليك تاسې ته راليږلئ چې په هغه كې ستاسې د دنيا او آ‎خرت ټولې ګټې شته، هغه (قرآن حكيم) مو له ځان سره همداسې ايښى دى، د دغه حكيم كتاب د مطلب د پوهيدلو لپاره په تاسې كې هيڅ ډول ناكراري او احساس پيدا نشو! آیا دا د حيرانتيا او تعجب ځاى ندى؟

دا انځور مو هم لیدلی!

نکاح د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او غوره عمل دی. خو نن به مسلمان وویني چې د واده مراسم یې په لسګونو سترو ګناهونو رنگین کړي او په هغه جامه کې چې اصلا د مسلمانې ښځې سره نه ښایي، د سلګونو نامحرمه کسانو په وړاندې ناوې د قرآن کریم له لاندې تیروي! دا مسلمان د حال په ژبه وایي: (اې الله! ستا حلال او حرام را ته ارزښت نه لري، زه خپله ښه پوهیږم چې څرنګه ژوند وکړم. ته یوازې دومره وکړه چې د دې قرآن په مخ، زموږ دا په ګناهونو لړلی ژوند مو مه را خرابوه).

نه پوهیږم دا د خندا ځای دی که د ژړا!

لږ سوچ وکړئ!

که تاسې په دغو خبرو باندې لږ سوچ وكړئ او ځير شئ، نو زړونه به مو دا شاهدي ورکړي چې په نړۍ كې تر ټولو زيات ظلم او تيرى د الله جل جلاله له كتاب (قرآنكريم) سره كیږي او دا ظالمان هغه وګړي دي چې وايي موږ مسلمانان يو، په دغه مقدس كتاب باندې ايمان لرو او پر قرآن حكيم باندې ځان قربانولو ته هم چمتو يو.بې له شكه چې هغوى ايمان پرې لري او له خپل ځان څخه يې ډېر خوږ ګڼي، خو د افسوس خبره دا ده چې همدوى پرې تر ټولو زیات ظلم او تيرى كوي.  كه چيرې د كوم قوم سره د الله جل جلاله كلام وي او بيا هم هغه خوار او ذليل وي نو پوه شئ چې هغه به د الله په كتاب باندې ظلم او تيرى كوي او په هغه باندې دا ټول زحمتونه او مصيبتونه له قرآن حكيم سره د زياتي او د هغه د بې عزتۍ سزا ده. ( او پيغمبر (به د قيامت په ورځ) ووايې: اى ربه ! زما قوم دغه قران پريښى وو.)  (ژباړه: القرقان:۳۰)

د نیکمرغۍ سرچینه

ښه واورئ او پوه شئ! د الله جل جلاله كلام انسان ته د دې لپاره نه راځي چې هغه په بدبختۍ، هلاكت، درد، غم او انديښنو كې اخته وي: (موږ دا قران د دې لپاره پر تا نه دى نازل كړى چې ته په ستونزو کې اخته  شې). (ژباړه: طه۲) دا د سعادت او نيكمرغۍ سرچينه ده، دا د سختۍ او بد بختۍ وسيله نده. دا بالكل ناشونې ده چې كوم قوم چې د الله جل جلاله  په كتاب او د هغه په امر او نهى باندې عمل كوي نو هغه دې په دنيا كې ډېر ذليل او بد بخت وي. د الله د عذاب او غضب څخه د ژغورنې لپاره له دې پرته بله لاره نشته چې له قرآن سره د ظلم له كولو ډډه وكړو او د دغه حكيم كتاب د حق د پرځاى كولو لپاره هڅه وكړو.

ستاسې برخه

تاسې فکر وکړئ چې د الله جل جلاله پر كتاب د ظلم او تيري د بندولو لپاره تاسې څه كوئ او آیا تاسې په خپله هم پرې د عمل كولو او نورو ته د دعوت وركولو ښه ټينګه اراده كړې ده؟

اصلاح پیغام

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً