د ښځې سره خلاف فطرت عمل سره طلاق واقع کيږي ؟

السلام عليكم ورحمة الله شاغلي د اسلامي لارښود چلوونکی له يو سري سره مه په دغه موضوع بحث وو هغه ويل شزي سره له شانه جماع كول په سري شزه طلاق وي ما ورته ويل كبيره گناه ده ديني مسله يي سنگه ده كه ده قران په أيت يا حديث يي را ته سرگنده كري. په درناوي

محمد ح . ف .

ایا نکاح د خپلی ښځی سره د شا په معامله کولو باندی ماتیږی اوکنه؟

محمد . ک . م

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ښځې سره خلاف فطرت عمل (لواطت ) کل حرام عظيم ګناه ده تفصيل په لاندې لينک وګورئ :

https://dawat610.com/archives/5010

د خپلې ښځې سره د لواطت کوونکي د تعزير او بند مستحق دی لکن ددې شيطاني عمل په وجه سره نکاح نه ماتيږي .

(کفايت المفتي ج ۵ ص ۳۶۱) .

من اتی امرأة فی موضوع المکروه او عمل قوم لوط فلا حد عليه عند ابی حنيفة و يعزر و يودع السجن (جوهرة النبيرة ۲/۲۰۰ ) .

چا نه چې دا سپک او ملعون عمل شوی وي هغه دې کلکه توبه وباسي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي