تنها ګزار په جهر سره لمونځ کولای شي (قرآئت څومره په زوره وويل شي )

محترمه! زه اکثره چې لمونڅ کوم نو راته ګڼ تشویشونه پیداکیږي، لمونځ وکړم خو چې اخر کې فیکر وکړم هغه مې لمونځ نه وي بلکې ټول سوچونه وي، خو زه په انفرادي اطاق کې د مسافري وخت تیروم، کله چې لمونځ په دومره لوړ اواز وایم چې زه یې اورم او که بل څوک راسره نږدې وي نو هغه یې هم اوریدلای شي، ایا دا ډول لموځ کول زما لپاره سنګه دي. جزک الله خیرا فی دالرین

نجيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومونځ کوونکی به قرائت چې د لمانځه نور اذکار او تسبيحات هم په همدې حکم کې راځي دومره په زوره وايي چې خپله يې واروي ځکه که خپله يې وا نه وري الفاظ نه ادا کيږي .

جاء فی کنزالدقائق : و لا يقرأ المؤتم بل يسمع ( متقدي يا تنها ګزار دی قرآئت نه لولي مګر دومره په زوره چې خپله يې واروي ) مګر تنها ګزار به په جهري لمانځه کې چې د سهار ، ماښام ، ماسختن لمونځونه دي اختيار لري که په جهر سره يې وايي يا دومره خفيه چې خپله يې اروي لکن په جهر سره لوستل افضل دي .

جاء فی هدايه :  و ان کان منفردا فهو مخير ان شآء جهروا سمع نفسه لانه امام فی حق نفسه وان شآء خافت لان ليس خلفه من يسمعه والافضل هوالجهر ليکون الاداء علی هيئة الجماعت (هداية ج ۱ ص ۱۰۵) .

او جهر به په متوسطه اندازه وي نه ډير په روزه او نه ډير ورو ځکه چې د الله (جل جلا له) او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم همدا دی .

لقوله سبحانه وتعالی : وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً (۱۱۰ اسراء ) .

ژباړه : او ډير په جهر (قرآئت ) مه کوه په لمانځه خپل کې او ډير ورو (قرآئت ) مه کوه او ولټوه په مينځ د دغه ( جهر او اخفاء ) کې يو لياره (متوسطه ) .

په صحيح حديث کې راغلي دي چې يو ځل جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ‍‍د شپې په آخره حصه کې د ابوبکر صديق رضی الله عنه له مکان څخه تيرېدلو چې ورو يې تلاوت کولو ، چې د حضرت عمر رضی الله عنه  مکان ته ورسيدو نو هغه په اوچت آواز سره په لمانځه کې تلاوت کولو .

سبا چې کله دواړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر شول نو صديق اکبر رضی الله عنه ته يې وويل : چې د شپې په وخت کې خو دې په لمانځه کې ډير ورو تلاوت کولو ، هغه عرض وکړ چې کوم ذات ته يې اورول وو هغه د پاره دومره کافي وو ، بيا يې حضرت عمر رضی الله عنه ته وويل چې تا په لمانځه کې په زوره تلاوت کولو ، هغه عرض وکړ چې زما مقصد دا وو چې خوب را باندې غلبه و نه کړي او شيطان ددغې په برکت را څخه لري وتښتي ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم دا فيصله وفرمايله چې ابوبکر صديق رضی الله عنه ته يې د آواز لږ شان پورته کولو هدايت وکړ او عمرفاروق رضی الله عنه ته يې د لږ شان ورو کولو هدايت وکړ (ابوداؤد ) .

البته په زوره تلاوت کې علماؤ څو شرطونه ضرور بللي دي : او ل دا چې : په دې کې د نوم د نمايش خطره نه وي ، دوهم دا چې په دغه آواز چا ته تکليف او نا آرامي نه وي او که دا خطرات او تکليف وي نو بيا په ورو آواز تلاوت کول غوره دي (معارف القرآن ، سورت اعراف ۲۰۵ آيت ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً