که کوم کس بل چاته پيسی قرض ورکړي په هغه کې زکات شته ؟

اسلام علیکم ګرانو هیله ده چی روغ او جوړ وی ورسته زما یوه پوښتنه ده هغه داسی چی
زکات په هغو پیسو هم کیژی چه چاته د قرض ورکری وی او کال پری تیر وی؟
اول داسلامی لارشودمسول ته درزه له تله دحج مبارکی وایم اوپه دارینوکی یی دلازیاتوبریو هیله کوم. اوتولوهمکارانو اولیدونکوته اسلام علیکم . پوشتنه می داوه چه که دنصاب اندازه پیسی ولری اوکال پری تیر وی مگربل چاته دقرض ورکری وی په دی کی زکات کیژی او که نه ؟

ذبیح الله

———————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په شريعت کې پور يا قرض هغه پیسی يا کوم جنس دی چې د چا په ذمه پاتی وي .

د زکات د احکامو په لحاظ د پور يا قرض څلور صورتونه دي :

۱- هغه چې چا د بل کس سره پور يا قرض کړی وي يا سوداګر د پیسو په بدل کې مال په مشتري خرڅ کړی وي او قرض دهغه په ذمه پاتې وي نو که دا رقم په يو ځل وصول شي نو د ټولو به زکات ورکوي او که د څو کالو نه پس وصول شي نو بيا به د ټولو کالو زکات ورکوي .

او که لږ لږ وصول کيږي دهمدی وصول شويو په اندازه به زکات ورکوي ، اوکه دومره کم وي چې د زکات د نصاب له پنځمې برخې هم کم وي نو بيا پدې کې زکات نشته .

دې ته په فقهی اصطلاح کې (دين قوی) وايی .

۲- بل د مهر قرضه ده چې د ښځې په خاوند پاتې وي پدی رقم کې هغه وخت زکات واجبيږي چې کله قبض شي او پوره يو کال ورباندې تير شي .

۳- دريم صورت دا دی چې څه مال يې خرڅ کړی وي خو دغه مال تجارتی مال نه وي په دې مال هم هغه وخت زکات واجب دی چې وصول شي او دنصاب اندازی ته ورسيږي او که لږ لږ وصول شي په هغی کې زکات نشته .

دې قرض ته په فقهی اصطلاح کې (دين وسط ) وايي .

۴- داسې قرض چې تر لاسه کول يې ګران وي او د وصول کولو څه اميد يې نه وي پدی کې زکات نشته .

البته که ناڅاپه وصول شي نو بيا به د پوره مودې زکات ادا کوي .

دې قرض ته په فقهی اصطلاح کې (مال ضمار) وايي .

(اسلامې فقه ص ۲۴۳)، (خلاصه فتاوی ج ۱ ص ۲۳۸) ،(جديد فقهی مسائل ص ۱۱۷) ،

(فتاوی هنديه ج ۱ ص ۸۹ )

نو د قرض پيسو زکات د وصول څخه وروسته دی يو کال ورباندې وتلی وي د يو کال زکات واجب دی او دوه کاله ورباندې وتلي وي د دوو کالو زکات واجب دی

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً