انلاین لارښود محترمو علماو ،کارکونکوته اولوستونکو ته
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:
زه یوه پوښتنه لرم چه امام د مسجد حد اقل کوم مواصفات ولری تر څو د مسجد د امامت لپاره انتخاب شی؟
په درناوی
محمدی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د امام انتخاب
۱- اول هغه کس د امامت وړ دی چې علم دين ولري او پخپل علم عمل کوي .
۲- که عالم نه وي بيا هغه کس چې قرآن صحي لوستلای شي .
۳- بيا پرهيزګاره سړی .
۴- بيا هغه کس چې عمر يې زيات وي .
د لاندې خلکو امامت مکروه دی يا په لاندی صورتونو کې جماعت مکروه دی .
۱- بدعتي ۲- فاسق چه ګناوي کوي او په قرآن او حديث باندې عمل نه کوي ۳- جاهل ۴- ړوند که داسې ړوند وي چې په پاکۍ او صفايی پوهيږي نو بيا باک نه لري ۵- حرام خور وي ،سود خور،رشوت خور او داسې نور .
فقه مُيسر زياتوي :
د ښځو موجوديت په جماعت کې په نن عصر کې چې د فتنی ويره ده .
د لمانځه اوږدول د سنت اندازی څخه .
د امامت شرايط :
۱- امام به نر وي ښځه د نارينوو امامت نشي کولای .
۲- امام به بالغ وي ۳- امام به عاقل وي ليونی به نه وي ۴- امام به په هغه قرآءت چې د لمانځه د صحت لپاره ضرور وي قادر وي .۵- د امام څخه کوم د لمانځه شرط نه وي پاتی مثلاً بې اودسه بې ستره به نه وي .
۶- امام به معذور نه وي مثلاً خونريزي ، سلسل البول او د باد جايری توب يا د متيازو تلل .
۷- امام به صحي لسان وي توتله به نه وي چې حروف په صحي توګه نشي ادا کولای .
آن لاين اسلامي لارښود