د انټرنيت څخه د ښې استفادې کولو څو سپارښتنې

لاندې څو ټکې بيانيږي تر څو کله د نټ عالم ته داخل شئ له هغه څخه د ګټې او فائدې سره ووځئ، نه دا چې وخت مو هم ضايع، بې ګټې او بې فائدې تير شوی او يا حتی په ګناه کې اخسته شئ.

اول: خپل هدف مشخص کړئ، د څه د پاره او د څه په لټه کې ياست تر څو تاسې ته کار آسانه او وخت مو ضايع نشي، هدف او مقصد مو خاص د الله جل جلا له رضا وګرځوئ، د مشروع هدف په لټه کې ووسئ.

يوازې يو هدف وټاکی نه ډير اهداف ځکه بيا به مو مشغول کړي او خپل هدف به تر لاسه نه کړئ.

دوهم: که په کوم سايټ او ويبلاک کې اشتراک کول غواړې، څه مطلب ليکې يا څه تبصيره نو خپلو ليکلو ته ښه پام کوه، د ټولو وروڼو سره داسې تعامل او سلوک کوه لکه څنګه چې ته يې د خپل ځان د پاره غواړي (که د ځان عزت او اکرام غواړي نو د نورو د عزت او اکرام خيال کوه )، څه چې ليکې په هغه کې له الله جل جلا له څخه ووېرېږه ځکه چې د هر حرف محاسبه به در سره کيږي نو داسې څه ليکه چې بيا يې ځواب ولرې.

دريم: د هر چا سره خپل زار مه شريک کوه، پر هر چا اعتماد مه کوه، تر څو خدای مه کړه څوک در ته ضرر ونه رسوي، الله (جل جلا له) دې تا د هغوی له ضرر او بدو وساتي.

څلورم: که کوم ورور له تا څخه مرسته او مدد غواړي د هغه نه خپله مرسته مه سپموه، الله (جل جلا له) به ستا سره مرسته وکړي.

پنځم: پخپل ځان اعتماد کوه، ناهيلې مه کوه، که کوښښ وکړئ په هر هغه څه به پوه شي کوم چې ستا د پاره ګټور وي، ناهيلې مه کوه.

د انټرنيت له لارې ډيرو وروڼو او خويندو ډير ګټور څيزونه زده کړی دي.

شپږم: د بې ګټې او ټولو هغو پاڼو چې منکرات او حرام خپروي له مطالعې او کتنې ځان ساته ځکه چې د هغه مطالعه تا ته څه ګټه نه لري او ډير يې يوازې د خلکو د ګمراه کولو په موخه جوړ شوی دي نو د داسې سايټونو څخه ځان ساته.

اوم: مسلمانه وروره او مسلمانې خورې ! نن د فتنو زمانه ده، په دې زمانه کې د ضروري شرعي علم زده کول ډير اړين دي تر څو سړی وکولای شي حق او باطل حلال او حرام و پيژني او د باطلو تبليغاتو تر تأثير لاندې را نه شي.

په انټرنيټ کې ډير ښه ګټور سايتونه شته چې ډير مهم او ګټور معلومات خپروي او په دې برخه کې د اسلامي نړۍ علماؤ ډير لوی خدمت کړی دی.

د انټرنيټ له لارې خلکو ستر علوم تر لاسه کړي دي او د انټرنيټ په وسيله خلکو ډير کسان اسلام ته دعوت کړي دي او په اسلام باندې مشرف شوي دي.

خو دا هغه کسان دي چې د انټرنيت څخه يې صحي استفاده کړي ده.

آتم: د انټرنيټ کارولو د پاره يو مشخص وخت وټاکی نه دا چې ټول وخت پکې مشغول او مصروف شئ.

و جزاکم الله خیرآً

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً