زکات او عشر څه فرق لري او د مالياتو ورکول څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
زه بازمحمد له کابل څخه.
زما پوښتنه دا ده چې فرق په مینځ زکات او عشر څه دی؟
اوبل دا چې په یو ټولنه کی چې زکات او عشر ورکول کیږي آیا د مالیه ورکول ضروری دی؟ که مالیه جواز نلری. ستاسو د جواب په تمه بازمحمد منګل
وســـــــــــــــــلام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

زکات په لانذې شيانو کې فرض دی :

۱- په سرو زرو او سپينو زرو او نغدې پيسو کې زکات فرض دی کله چې نصاب ته ورسيږي  .

۲- د کرهنې په محصلاتو کې .

۳- په څارويو کې .

عشر د کرهنې يا زراعت د فصلونو زکات ته وايي ، عشر ځکه ورته وايي چې د کرهني د فصل د زکات اندازه لسمه برخه ده نو ځکه عشر بلل کيږي چې عشر په عربې کې لس يا لسمې برخې ته وايي .

زکات د الله تعالی حکم دی او ماليه د حکومت د ماليې په ادا کولو سره زکات نه ادا کيږي ، تفصيل دلته وګورئ

د خلکو څخه د مالياتو په نوم پيسې اخيستل چې په مزدورۍ او خوارۍ يې ګټلي وي حرام ظالمانه عمل دی تفصيل دلته وګورئ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً