مقدار طلای که بالای آن زکات واجب ميشود

عرض سلام و ادب
میخواستم در مورزکات طلا که بخاطر زور زن استفاده میشود معلومات بدست آورم( مقدار طلا که زکات واجب میشود)
تشکر- عبدالواجد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

طلا يا سره زر چې کله 85 ګرامو ته ورسيږي او کال ورباندې تير شي زکات ورباندی فرض دی .

ونصاب الذهب والعملات الذهبية هو ‏(‏‏20‏‏)‏ عشرون مثقالا وتعادل ‏(‏‏85‏‏)‏ جراما من الذهب الخالص ‏(‏والمثقال يعادل ‏4.25‏ جراما‏)‏” (هئيت کبار علماء عربستان ) .

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد کله چې زر د زکات نصاب ته ورسيږي هغه که د استعمال د پاره وي او که د استعمال د پاره نه وي په دواړو ډولو کې زکات واجب دي ځکه په دواړو حالاتو کې کنز بلل کيږي او د نورو فقهاؤ رايه دا ده چې هغه زيورات چې د استعمال د پاره وي په هغه کې زکات نشته ځکه هغه د جامی شکل لري .

مګر د نړۍ سترو معتبرو علمي منابعو لکه د (حرمين شرفين د علماؤ فتاوي 100/14 )  – (علماء اللجنة الدائمه ) – او (الشبكة اسلامية فتاوي رقم 2870) د امام صاحب قول ته ترجيح ورکړی او لاندې احاديث يې د دليل په تو ګه ذکر کړی دي

د هفه زيوراتو چې استعمال د پاره وي د زکات د وجوب دلايل :

عبدالله بن عمرو بن عاصرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ روایت کوي: «أَنَّ امْرَأَةً أَتَتْ  رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  وَمَعَهَا ابْنَةٌ لَهَا وَفِي يَدِ ابْنَتِهَا مَسَكَتَانِ غَلِيظَتَانِ مِنْ ذَهَبٍ فَقَالَ لَهَا: أَتُعْطِينَ زَكَاةَ هَذَا؟ قَالَتْ: لَا قَالَ: أَيَسُرُّكِ أَنْ يُسَوِّرَكِ اللَّهُ بِهِمَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ سِوَارَيْنِ مِنْ نَارٍ؟! قَالَ فَخَلَعَتْهُمَا فَأَلْقَتْهُمَا إِلَى النَّبِيِّصَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَوَقَالَتْ: هُمَا لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَلِرَسُولِهِ»[3]

‹‹ يوه ښځه د خپلې لور سره د جناب نبی اکرم حضور ته راغله د نجلی په لاس کې د سرو زرو يا طلا بنګړي وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وويل : ايا ددې بنګړيو زکات ور کوې ؟ ويې ويل : نه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : آيا ته دا خوښوي چې د قيامت په ورځ الله تعالی تا ته د اور بنګړې در واغوندي ؟ (عبدالله بن عمر ) وايي نجلۍ بنګړي له خپلو لاسونو ويستل او پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته يې پيش کړل او ويې ويل : دا دې د الله او د هغه د رسول وي ›› .

امّ سلمه رضی الله عنها وايي:« كُنْتُ أَلْبَسُ أَوْضَاحًا مِنْ ذَهَبٍ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَكَنْزٌ هُوَ؟ فَقَالَ: مَا بَلَغَ أَنْ تُؤَدَّى زَكَاتُهُ فَزُكِّيَ فَلَيْسَ بِكَنْزٍ»[4]:

‹‹ ما به د سرو زرو يا طلا زيورات اچول له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې پوښتنه وکړه چې ايا دا هم په حکم د کنز دي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هر هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات ادا شي هغه کنز نه دی ››.

هغه کنز چې د توبې په سورت کې د هغه په اړه سخت وعيد ذکر شوی دی (وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ )

په دې اړه نور صحيح احاديث هم شته .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً