د شهيد په باره کې څو پوښتنې

السلام اعلیکم ورحمته الله وبرکاته
قدرمن د اسلامي لارښود چلوونکی الله ج ددی خدمت چی ددین لپاره یی کوی ډیر زیات اجرونه درکړی.
عزتمنده وروره زه یو څوپوښتنی لرم چی ټولی دیوی واقعی په باره کی دی امید چی جواب یی راکړی.

زمونږه کور په یو داسی ځای کی دی چی تقریبا هره ورځ پکښی جنګ او جګړه وی تیره هفته زمونږ په کور دهمدی ناولی جګړی په پایله کی راکت ولګیدو چی یو ماشوم چی دمکتب دڅلورم صنف متعلم وه ولګیدو او وروسته مړ شو دا په داسی حال کی چی مونږ له هیڅ یوی ډلی یعنی حکومت اویا هم طالبانو سره اړیکی نلرو نو زما سوالونه په لاندی ډول دی.
1- ایا داماشوم شهید دی کنه؟ ځکه ټولو عالمان اوخلک وایی چی داشهید شو.
۲-ویر او ژړا ورباندی څه حکم لری؟
۳-په اخرت کی کومی درجی او څه امتیازات لری؟
۴-لدی شهید نه عکسونه اخیستل څنګه دی؟
۵-ددی شهید په پاته شویو اسبابو لکه جامی، چپل او داسی نورو شیانو څه وکړو؟
۶-که په کورکی کوم بل ماشوم پیدا شو او هغه ته دهمدی شهید نوم ورکړو ستاسو نظر څه ده؟
۷-ایا ددی شهید قبر جوړول(یوه تخته دشهرت دتذکر لپاره، قبر په سمنټو او کاشی جوړول او یوه پنجره ورنه تاوول څه حکم لری ستاسو نظر څه ده؟)
۸-که په خپل کور باندی داسی یوه تخته نصب کړو چی په لیکلی وی چی (دشهید……….منزل یا کور) نو داڅنګه ده؟

ډیره ډیره منن – ل .م خور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د امت شهيدان څو قسمه ده چې په اجر او منزلت کې فرق لري ، د اسلامي امت لومړی درجه شهيدان چې د دوی د پاره ستر اجر او لوی عزت او اکرام دی هغه د حق لياري في سبيل الله شهدان دي ، د شهيدانو د قسمونو پوره بيان دلته وګورئ .

دا ماشوم د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حکم له مخې شهيد ګنل کيږي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

عَنِ الْعِرْبَاضِ بْنِ سَارِيَةَ , أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” يَخْتَصِمُ الشُّهَدَاءُ وَالْمُتَوَفَّوْنَ عَلَى فِرَاشِهِمْ إِلَى رَبِّنَا فِي الَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنَ الطَّاعُونِ فَيَقُولُ الشُّهَدَاءُ: وَإِخْوَانُنَا قُتِلُوا كَمَا قُتِلْنَا . وَيَقُولُ الْمُتَوَفَّوْنَ عَلَى فِرَاشِهِمْ كَمَا مُتْنَا فَيَقُولُ رَبُّنَا: انْظُرُوا إِلَى جِرَاحِهِمْ , فَإِنْ أَشْبَهْتَ جِرَاحَ الْمَقْتُولِينَ فَإِنَّهُمْ مِنْهُمْ وَمَعَهُمْ . فَإِذَا جِرَاحُهُمْ قَدْ أَشْبَهْتَ جِرَاحَهُمْ ” قَالَ الشَّيْخُ أَحْمَدُ رَحِمَهُ اللهُ: ” زَادَ الْحَسَنُ قَالَ: فَيُلْحَقُونَ بِهِمْ ” اخرجه شعب الإيمان للبيهقي . و سلسلة الصحيحية

ژباړه  : حضرت  عرباض  بن ساریة  رضی  الله  عنه  روایت  کړی دی  ، رسول الله  صلی  الله  علیه  وسلم   وفرمایل  :  په  قیامت  کې  به  شهیدان  او په  بستر  مړه  شوې کسان  د الله جل جلاله  حضور ته  د هغو کسانو په  سر چې  د طاعون  ناروغي  وژلي  دي  دعوه  وړاندي  کړي ، شهیدان  به  ووایې  چې  دوی  زموږ   وروڼه  دي  زموږ  په  څیر  وژل  شوې  دي  باید زموږ په  ډله  کې  وشمیرل  شي  ، او په  بسترو مړه  شوې  مؤمنان  به  ووایې  دوی  زموږ  په  څیر مړه  شوې دي  باید زموږ  په  ډله کې  وشمیرل  شي ؟  پروردګار  جل جلاله  به  فرښتو ته حکم وکړي  ورشئ زخمونه  یې  وګورﺉ  که  یې  زخمونه  شهیدانو ته  ورته وو ، نو  دوی د هغو په  ډله  کې  شمار دي  له  هغو سره  به  ملګري  وي  ، فرښتې  چې  وګوري  زخمونه  یې  شهیدانو  ته  ورته  وي  ،  احمد رحمه  الله  وایې  چې  الله  جل جلاله  به  حکم  وکړي  چې  دوی  د شهیدانو  په  دفتر  کې  ثبت کړﺉ  .

او همدارنګه فرمايي:  څوک  چې  د د رانده  شي د لاندي کېدو  له  امله  مړ شي  هغه  شهید دی . ابوداؤد ، و وسنن النسآیی ، عن جابر بن  عتیک رضی  الله عنه  ، چې په مرمۍ لګيدل همدا د درانده شي حکم لري .

دوهم : وير ، بې صبري ښکاره کول او په زوره زوره ژړل جايز نه دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه چا باندې لعنت ويلې چې د مصيبت په وخت کې په زوره ژړا کوي ،ګريوان او جامې څيروي ويښتان شکوي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«لعن النائحة والمستمعة». (صحيح المسلم) .

همدارنګه د صحيحينو په کتاب کې راغلي چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :: «بريء من الصالقة والحالقة والشاقة». (دری ډلې زما څخه جلا دي ،يو هغه چې د مصبت په وخت خپل آواز اوچت کړي ،دوهم هغه کس چې د مصيبت له وجې خپل سر وخريي او دريم هغه کس چې د مصيبت په وخت کې خپلې جامي څيرې کړي)

دريم : د شهيد نه تصويرونه اخيستل جواز نه لري ، تفصيل دلته وګورې

څلورم : ددې شهيد د لباسو او جامو حکم د نورو ماشومان په څير دی ، او د نوم په ايښودلو کې څه شرعي ممانعت نشته .

پنځم : د قبر په کانکريتو ، سيمنتو ، کاشيو جوړول جايز نه دي ، نهى رسول الله صلی الله عليه وسلم أن يجصص القبر وأن يُقعد عليه وأن يُبنى عليه أو يزاد عليه أو يُكتب عليه (ابؤداود).

رسول الله صلی الله عليه وسلم منع فرمايلې د قبر له پوخ جوړولو،په هغه باندې کښيناستل ،يا د څه شي زياتول ،د هغه لپاره عمارت جوړول ،يا په هغه ليکل (دنوم اوتاريخ وغيره ليکل هم په دې نهی کې شامل دي ).

مګر د قبر نښه کول په ډبره يا بل شی جائز دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً