اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسی دمحترم حضورڅخه د سهار دلمانځه نه ورسته که څوک بیا بیده شی څه حکم لری هیله ده چی زر تر رزه یی ځواب را ولیژی مننه
وحيدالله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سهار د لمانځه څخه وروسته خوب کولو کې د منع شرعي نص وجود نه لري په اصل کې ( مباح ) دی .
لکن د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم او اصحابو کرامو رضی الله عنهم عادت مبارک دا وو چې د لمانځه وروسته تر لمر ختلو پورې به کښيناستل تلاوت او ذکر به يې کولو .
كما ثبت في ” صحيح مسلم 1/463 رقم 670 ” من حديث سماك بن حرب قال : ( قلت لجابر بن سمرة أكنت تجالس رسول الله صلى الله عليه وسلم ؟ قال : نعم ، كثيراً ، كان لا يقوم من مصلاه الذي يصلي فيه الصبح – أو الغداة – حتى تطلع الشمس ، فإذا طلعت الشمس قام .
همدارنګه د سهار له لمانځه وروسته خوب کول ځنو صحابه کرامو بد ګنلی دی :
لکه : عروة بن الزبير به خپل ځامن د سهار له خوب څخه منعه کول ، علی رضی الله عنه ويلي : د ورځې د شروع خوب په جهل باندې دلالت کوي ، عبدالله بن عمر بن العاص ويلي : خوب دری ډوله دی چې يو له هغه څخه د نقصان خوب دی چې هغه د سهار خوب دی ځکه دغه وخت خلک پخپلو ضرورياتو پسې وتلي وي او دی خوب کوي .
همدارنګه ابن عباس رضی الله عنه به هم خپل اولادونه د دغه وخت د خوب څخه پاڅول او هغوی ته به يې ويل دا د خوب وخت نه دی بلکي د رزق د تقسيم وخت دی .
ابن قيم رحمه الله د سهار د خوب ډير اضرار بيان کړی دی لکه : د زړه ماتوالی ، د بدن سستوالی ، د وخت ضايع کيدل ………. نور
مسلمان د پاره مناسبه دا ده چې دغه وخت تلاوت او ذکر وکړي او بيا پخپلو ضرورياتو پسې ووځي .
و الله سبحانه وتعالی واعلم
آن لاين اسلامي لارښود