سلامونه وړاندی کوم : پس له سلامه زه د بریتونو په باره کی پوښتنه لرم هغه دا چی بریتونه خریول بهتر دی که پریښودل یی
ديدارالحق ديدار – ننګرهار
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په احاديثو کې د قص او أحفاء الفاظ ذکر شوي دي يعنې کمول او لنډول يا کټ کول ذکر دي لکن د حلق يعنې خريلو لفظ نشته دی لکه په لاندې احاديثو کې :
[وَقَصُّ الشَّارِبِ وَنَتْفُ الْإِبْطِ وَتَقْلِيمُ الْأَظْفَارِ] (بخاري-5889 او مسلم -257)
[خالفوا المشركين وفروا اللحى وأحفوا الشوارب] (5892)البخاري ا ومسلم (259)
قال الطحاوي في “شرح معاني الآثار” (4/230) :
” الإحفاء أفضل من القص ، وهذا مذهب أبي حنيفة وأبي يوسف ومحمد رحمهم الله” انتهى .
ونقل ابن عابدين في “رد المحتار” (2/550) عن المتأخرين اختيار القص ، فقال :
” المذهب (يعني المذهب الحنفي) عند بعض المتأخرين من مشايخنا أنه القص , قال في البدائع : وهو الصحيح .
د سنتو څخه د أحفاء او قص (کمول او قطع کول يا لڼدول ) ثابت شوی دي د بريتونو کمول لنډول سنت دي لکن د بريتونو پاک خريل په سنتو کې ثابت نه دي ، د امام مالک او امام شافعې په نزد خريل يې مکروه دي (موسوعة الفقهية ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود