د برېتونو نه کټ کول او د هغه لوی پرېښودل څه حکم لري ؟

سلامونه وړاندې کوم  بعضی نفر دی چی بریتونه ډیر ِغټ پریږدی او راتاو کړی یی هم وی نو آیا ددی کوم جواز شته چی دومره غټ بریتونه پریږدی که کومه فتوا مو راته پیدا کړه په دی باره کی  او دلته مو راته د هغی ادرس  ولیکله نو ډير به خوشحاله شم؟
ډیره زیاته مهربانی به مو وی که د پورته پښتنو ځوابونه مو په تفصیل او فتوا سره راکړل ځکه زما یو ملګری دی هغه بریتونه غټ پریښي او کوچنی کوی یی نه که چیری تاسی فتوا ماته وړاندی کړی نو زه به یی هغه ته وښایم ځکه هغه وایی زه بی له فتوا څخه خبره نه منم د بریتونو په باره کی .
دیدارالحق دیدار
ننګرهار همیشه بهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بريتونو لنډول د فطرت له سنتو څخه دی ، لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :  (خَمْسٌ مِنْ الْفِطْرَةِ: الِاسْتِحْدَادُ وَ الْخِتَانُ وَقَصُّ الشَّارِبِ وَنَتْفُ الْإِبْطِ وَتَقْلِيمُ الْأَظْفَارِ) (بخاري-5889 او مسلم -257)

 ژباړه : دا پنځه شيان د انسان د فطرت سنت دي :۱- ختنه ۲- د نامه لاندې ويښتو خريل ۳- دبريتو لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د ويښتانو اخيستل  .

د بريتونو لوی پرېښودل د سنت خلاف عمل دی [فمن رغب عن سنتى فليس منى] (متفق عليه)، يعنى: څوک چې زما د سنتو څخه مخ اړوي هغه له ما څخه نه دی .

او داسې کول د مشرکينو او په اوس عصر کې زمونږ په ټولنه کې د خلقي او پرچمي ډلې له کمونستانو سره مشابهت دی ، د بريتونو لنډول د څلورو واړو مذاهبو په اتفاق سره واجب دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم يې د کټ کولو او کمولو حکم کړی دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

او فرمايي : (خالفوا المشركين وفروا اللحى وأحفوا الشوارب (5892)البخاري ا ومسلم (259) ( د مشرکينو سره مخالفت کوئ ، ږيره پرېږدی او بريتونه کموئ .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم پر امت باندې واجب دی ځکه الله جل جلا له  فرمايي :

لقوله سبحانه وتعالی : وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ … ( الحشر ۷ )

او هغه څه چې رسول يې تاسې ته درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .

او فرمايي :  وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً ( الأحزاب/ 36 ) .

او کله چې الله او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  په يو کار حکم کړی وي هيڅ مؤمن او هيڅ مؤمنې ښځې ته نه دي په کار چې د دوی په کار کې کوم واک ولري که څوک د الله او د هغه له رسول څخه سرغړونه وکړي ، بې شکه چې هغه ښکاره لار ورکی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً