صلاة العدين ( د اخترونو لمونځ )

د اخترونو د لمانځه حکم :

پر چا چې د جُمعې لمونځ فرض وي په هغه د اخترونو لمونځ واجب دی .

تجب صلاة العيدين على من تجب عليه الجمعة بشرائطها المتقدمة سوى الخطبة

(فتح القدير: ۴۲۲/۱، الدر المختار: ۷۷۴/۱)

د اخترونو د لمانځه وخت :

د اخترونو د لمانځه وخت د لمر ختلو (په کوم وخت کې چې لمونځ روا کيږي) څخه د د لمر تر زوال پورې دی که په څه وجه د فطر لمونځ په لومړی ورځ ونه شي په دوهمه ورځ کول يې هم رواه دي .

د اخترونو د لمانځه طريقه :

د دواړو اخترونو د لمانځه طريقه دا ده چې لومړی نيت کول بيا به امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره تکبير ووايي لاسونه به غوږونه ته پورته کوي بيا به دری تکبيرونه ووايې امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره امام او مقتديان دواړه به لاسونه ترغوږونو پورته کوي او د تکبرونو په وخت کې به لاسونه ځوړند نيسی .

بيا اغوذبالله او بسم الله ويل کيږي بيا به امام په اوچت آواز الحمدالله او قرائت ووايي بيا به رکوع او سجده وکړي دوهم رکعت ته به پورته شي بسم الله ويل کيږي امام به فاتحه او قرآيت په اوچت آواز وايې کله چې سورت ختم شی د رکوع نه مخکې به د لومړي رکعت په څير دری ځله تکبيرونه ووايي بيا به د الله اکبر په ويلو رکوع ته لاړ شي او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي ښه به دا وي چې دعا ونه کړي خطبه شروع کړي خو که دعا وکړي هم باک نلري امام به دوې خطبی ووايي او مقتديان به په خاموشۍ سره هغه اوري .

د امام د پاره مستحب دی چې په لومړي رکعت کې سوره [الأعلی] او په دوهم رکعت کې سوره [الغاشية] ووايي .

د اخترونو د لمانځه مسائل :

۱- د اخترونو د لمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .

۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .

۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتې وي نو ځانته لمونځ کولای شي .

د اخترونو د ورځې سنت او مستحب کارونه :

۱- د کوچني او لوی اختر د ټولې شپې يا دريمې حصې شپې سبا کول په عبادت (ذکر ، نفلونو او تلاوت) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (الطبراني) .

يعنې : چا چې د وړوکې او لوی اختر شپه رڼه کړه د هغه زړه به مري په هغه ورځ د چې خلکو زړونو مري .

شرط دا دی چې دا د شپې رڼه کول په اجتماعي طور نه وي .
او ددې قايم مقام د ماسختن او سهار لمونځ په جماعت سره کول دي .

۱- غسل کول او مسواک وهل سنت دي .

۲- ښې نوي يا پاکې جامی اغوستل سنت دي.

۳- خوشبوئی لګول سنت دي .

۴- په عيدګاه کې لمونځ کول (د اخترونو لمونځ خو په جومات کې کيدای شي خو په عيدګاه کې يې کول سنت دي ‎‎‎‎)

۵- سهار وختی پاڅېدل .

۶- عيدګا ته وختی ځان رسول .

۷- په کوچني اختر کې د لمانځه مخکې د فطر صدقه ورکول او په لوی اختر کې د لمانځه نه وروسته قرباني کول .

۸- په کوچني اختر کې عيدګاه ته د تلو مخکې د تاق شمير خرما خوړل او په لوی اختر کې له لمانځه پس د خپلې قربانۍ نه څه خوړل او يا که د قربانۍ غوښه نه وي تياره شوې بل څه خوړل مطلب دا چې د لمانځه وروسته خوړل د نبی کريم صلی الله عليه وسلم عادت مبارک ؤ.

۹- د اختر په ورځ پر خپل اهل عيال باندې د روزۍ پراخوالی او همدارنګه په صدقه زيادت څو د فقيرانو چاره وشي .

۱۰- د خوشحالۍ ښکاره کول ، د مسلمان سره د روغبړ پر مهال په خوشحاله چهره مخکې کېدل او د خپلوالو سره د خپلوۍ پالل .

۹- عيدګاه ته له يوی لاری تلل او پر بله لار بيرته راتلل .

۱۰ د تشريق تکبيرونه ويل : د عرفې د ورځې د سهار له لمانځه څخه د ديارلسم د ذوالحجې تر مازديګر پورې يعنی پنځه ورځې د فرض لمانځه نه پس ويل کيږي، همدارنګه دا تکبيرونه د عيدګاه د تګ په وخت کې هم ويل کيږي چې په کوچني اختر کې په ورو سره او په لوی اختر کې په اوچت آواز لوستل کيږي .

دا تکبيرونه به نارينه په اوچت آواز او ښځې په ورو سره وايي ، دا تکبيرونه دا دي :

الله اکبر الله اکبر ، لا اله الا الله ،‎ ‎والله اکبر الله اکبر ، و لله الحمد. (حديث صحيح/ سنن بيهقي رقم 5925)‏‎

۱۱ د اختر په ورځ د مړی غمرازی يا فاتحه خاني کول بدعت دی همدارنګه د اختر ورځ د زيارت د پاره غوره کول بدعت دی .

۱۲ د لهو لعبو او منکراتو نه ځان ساتل : لکه موسيقي اوريدل ، فلمونه کتل ، د بيګانه ښځو او نارينه اختلاط ، قمار ، اسراف او داسې نور څخه ځان ساتل .

آخري خبره :

مسلمانه وروره او مسلمانې خورې ! دغه اختر د مينې او صله رحمۍ اختر دی ، د خپلو خپوانو زيارت ، د خپلوي پالل ، د کينې او بغض ترک کول ، په فقيرانو او مسکينانو ، ګونډو او يتيمانو عاطفه او مهرباني او د هغوی سره مرسته او مدد کول او د هغوی زړونو د خوشحالی داخلول له ياده مه باسئ

وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

نوټ : که اختر د جمعې په ورځ راشي د اختر او جمعې دواړه لمونځونه ادا کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. عصمت الله

    الله پاک دی تاسی ټولوته خیر در کړی

اترك تعليقاً