نيکمرغه کورنۍ (لومړۍ برخه )

ډير خلک خپله نيکمرعي او روحي او جسمي هوساينې او آرامۍ غواړي او د بدمرغۍ او ستونزو له لاملونو او عواملو څخه ، په تېره په کور او کورنۍ کې له جنجالونو څخه تښتي .

خو مونږ بايد پوه شو چې دغه موارد هله تحقق مومي چې مونږ د الله په دين باندې کلکې منګولې و نيښلوو د اسلامي شريعت احکام وپيږنو تر څو يو د بل د حقوقو ساتنه او درناوی وکړو .

د نيکمرغه کورنۍ بنسيټونه :

لومړی بنسيټ : د خاوند او ميرمنې تقوای :

د نيکمرغه کورنۍ لومړی بنسيټ پر الله تعالی کلک ايمان لرل او د هغه څخه وېره لرل او تقوی اختيارل دي چې کله والدينو د تقوا او دينداري لرونکي وي د هغوی پر اولاد باندې هم پوره اثر کوي .

کله چې هر مسلمان او مسلمانه بی بی او هر کورنۍ تقوای اختيار کړي الله جل جلا له هغوی ته د مشکلات او د ژوند له ستونزو څخه د وتلو لارې برابروي د هغوی ژوند نيکمرغه او رزق او نفقه يې پراخه ګرځوي .

لقوله الله سبحانه وتعالی : يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا 2 وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) .

ژباړه : هغه چا ته چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري پند او نصيحت ورکول کيږي ، او څوک چې له الله نه ووېريږي نو الله به ورته د ستونزو څخه د وتلو لاره پيدا کړي ، او په داسې توګه به روزي ورکړي چې دی ګمان هم نه کوي او څوک چې پر الله توکل وکړي نو الله د ده د پاره کافي دی .

دوهم بنسيټ : د کور څخه د شيطاني لارو مخنيوی کول :

شيطان هر وخت کوښښ کوي چې د خاوند او د هغه د بی بی تر مينځ اختلافات را مينځ کړي د دوی په ژوند کې ستونزې ، يو له بله کرکه او نفرت او اختلافات را مينځته کړي .

نو هر مسلمان ته په کار ده چې د خپل کور څخه د شيطان د مداخلي او استوګنې ټولې لارې وتړي .

جناب نبي کريم صلى الله عليه و سلم فرمايي  : –

(إذا دخل الرجل بيته فذكر الله عز و جل عند دخوله و عند طعامه قال الشيطان : لا مبيت لكم و لا عشاء . فإذا دخل ولم يذكر الله قال : أدركتم المبيت. و إن لم يذكر الله عند طعامه قال الشيطان : أدركتم المبيت و العشاء )

کله چې سړی کور ته د داخليدو په وخت کې او د خوراک په وخت کې الله ياد کړي نو شیطان وايي : تاسې لره نه تخت شته او نه شپه .

او کله چې داخل شي او الله تعالی ياد نه کړي نو وايي : تخت او استراحت ځای مې پيداکړ ، او که د خوراک په وخت کې الله ياد نه کړي شيطان وايي : تخت او شپه مې پيدا کړل ( د شپې تيرولو ځای مې پیدا کړ ) .

په دې اړه نور تفصيل دلته وګورئ .

دريم بنسيټ د زوجينو حقوق پيږندل :

خاوند او ميرمنې دواړو ته په کار ده تر څو يو د بل حقوق کوم چې اسلامي شريعت ټاکلي دي و پيږنې تر څو ښځه د خپل خاوند په حقوقو او خاوند د خپلې ميرمنې پر حقوقو تېری و نه کړي .

د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟ تفصيل دلته وګورئ .

څلورم بنسيټ ، ښه سلوک او د تېرېدنې او زغم څخه کار اخيستل :

په ژوند کې مشکلات او ستونزې خامخا پښيږي او هيڅ انسان له غلطی او تيروتلو خالي نه دی ، خاوند او د هغه بی بی به يو د بل سره د ښه سلوک او ښه ژوند تيرولو کوښښ کوي او يو د بل غلطۍ او تيروتني به په صبر او حوصله زغمي .

په خاصه ټوګه خاوند به له خپلې بی بی سره ښه سلوک کوي او د هغې تيروتني او نيمګړتياوې به پوره صبر زغمي ځکه ښځه عاجزه وي چې ژر ناهيلې او احساساتي کيږي ، خپلې بی بی ته دې د يوې داسې مېلمنې په سترګه ګوره کومه چې د خپلې مور له مهربانه غيږ څخه جلا او نن ستا په کور کې ستا سره ژوند کوي .

پام کوه ! د هغه د آرمانونو او هيلو ، تسل او سکون دروازه تاسې ياست هغه نن ستا په دوازه کې ستا د پوره مسئوليت تر سيورې لاندې ژوند تيروي .

پام کوه ! د هغه په حق کې ظلم و نه کړې ، کرکه او نفرت ور څخه ونه کړي او هغه له ځانه څخه و نه رټې چې ستا له پاسه ستر قدرت موجود دی چې سخت انتقام اخيستونکی دی .

اسلامي شريعت په دې باره چې خاوند به له خپلې بی بی سره ښه سلوک کوي او د هغه په نيګړتياوو به صبر کوي ډير زيات ټينګار کړی دی :

وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19

(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

نو يو انسان خو به خامخا يوه خاليګاه يا څه نيګړتيا لري مثلاً که کومه ښځه په رنګ کې کمزورې وي نو شايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه د خپل خاوند د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب وګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم  (ترمذي 1162،مشکاة المصابيح 3200) .

ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً