په افغانستان کې د چادرۍ اغوستل مکمل حجاب دی

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
که مهربانی وکړی او ددی پوښتنی ځواب راکړی نو ډیری دعاګانی به درته وکړم.
زما پوښتنه د حجاب او په افغانستان کی د رواج چادری په مورد ده.
زما د معلوماتو مطابق ښځه ته د مخ د کاسی او لاس تر مړوند او پښی تر ښنګری کولای پټی نکړی.
زما په فکر دغه عربی حجابونه چه د ښځی مخ کاسه تر ښکاری یو صحیح عمل دی.
او دا چه الله ج ښځی ته همدومره حد د حجاب ټاکلی دی بیا نو دا مروجه چادری ته څه ضرورت دی آیا دا یو افراط ندی؟
او ډیری داسی قضیی چه فساد پکی وی د چادری لاندی کیږی.
هیله لرم چه پدی اړه معلومات راکړی.

عبدالحبيب

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په افغانستان کې چې د افغاني ښځو کوم مروج حجاب (چادري ) ده ، مکمل حجاب بلل کيږي ځکه چې د اسلامي حجاب ټول شرطونه پکې موجود دي :

د حجاب شرطونه :

۱- حجاب بايد ټول بدن پټ کړی: مسلمانو ښځو ته الله (جل جلا له) داسې حکم کوي (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ) جلباب همغه دراز ه جامه ده چه ټول بدن پټوي . نتيجه دا شوه چه حجاب شريعی بايد ټول بدن پټ کړی .

۲- حجاب بايد نازک نه وي : د حجاب مطلب د بدن ستر دی داسې کومه پرده چه هغه بدن پټ نشی کړای تر پردی لاندی ويښتان ، جامي او نور ښکاري هغه ته حجاب نشو ويلای .

۳– حجاب بايد زينتي او د جالب رنګ لرونکی نه وي چه د خلکو انتظار خپل ځان طرف ته جلب کړي : د حجاب هدف دا دی چه د ښځی زينت او ښايست پټ کړي نو دا سی پرده چه هغه د ښځی زينت ته خلک جلبوای شي حجاب نه بلل کيږی ، دقرآنکريم حکم (وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا..) نو بايد حجاب د زينت ساتنه وکړي .

۴– حجاب بايد پراخه وي تنګ نه وي: ترڅو دبدن لوړې ، تيټی برخي او د فتنې ځايونه ښکاره نشي.

۵- د ښځی جامی بايد په عطرو نه وي لړليې : چه په نامحرمو يې بوی ولګي ترڅو د خلکو د جلب سبب شي ځکه دا عمل حرام دي او ددی عمل په اړه په احاديثو کې شديد الفاظ وارد شوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي

: کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده ، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده .

۶- د ښځی جامی بايد د نر له جامي سره هيڅ مشابهت ونه لری : ځکه چه په جامه کې د ښځی مشابهت له نر سره او د نرمشابهت له ښځی سره حرام دی .

 «لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّجُلَ يَلْبَسُ لِبْسَةَ الْمَرْأَةِ وَالْمَرْأَةَ تَلْبَسُ لِبْسَةَ الرَّجُلِ».(ابوداؤد).

ژباړه : رسول الله ص په هغه سړی لعنت فرمائيلی دی چه دښځوپه شان جامې اغوندی او په هغه ښځه چې د نر په شان جامي اغوندی .

نو ثابته شوه چې په چادری کې د اسلامي حجاب ټول شرطونه موجود دي .

دوهم : د مخ پټول د فتنې له وجې په اتفاق د جمهورو فقهاؤ په حجاب کې شامل دی ، تفصيل دلته وګورئ .

دريم : د نقاب اچولو او لوي څادر اغوستلوحجاب هم له سنتو څخه ثابت دی ، مګر په اوس عصر کې دغه حجابونه په ډيرو جالبو شکلونو جوړيږي چې په دې اړه له علماء البدالحرام څخه داسې پوښتنه شوې ده :

اوس مهال په ښځو کې داسې څه رواج شوی دي چې د خلکو د جلب توجه سبب ګرځي چې دا يواځې د نقاب اچول دی ، هغه څه چې د تعجب او جلب وړ دي خپله نقاب نه دی بلکی د نقاب اچولو ، د هغه عصري او فيشني شکل بلل کيږي ، په اول کې به يواځې سترګې لوڅي وي بيا په کراره کراه نقاب له سترګو څخه ښکته شو چې ډيرې ښځې د نقاب اچولو پر مهال سترګي په رنجو توروي .

اکثراً دا نقاب يوازې اچوي چې ور سره د سر پټولو ټوټه وي او د هغه سره هم رنګه جامي ډير د جالب رنګ او په مريو جوړې شوی اغوندي .

مهرباني وکړی په دې اړه وضاحت ورکړﺉ ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې کې څه شک نشته چې نقاب به د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په دور کې ښځو اچولو ځکه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم د احرام په موده کې ښځو ته د نقاب لري کولو باندې حکم کوي ( لا تَنْتَقِب)[1] (نقاب مه اچوﺉ ) پس دا په دې باندې دلالت کوي چې د نقاب اچول د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په دور کې د ښځو عادت وو .

مګر اوس مهال مونږ د هغه په جواز باندې فتوی نشو ورکولای بلکه زمونږ په نظر په تنهايي سره د نقاب اچول ( بغير له چادرۍ يا لوی ټکري څخه چې ټول بدن پټ کړي ) ممنوع دی ځکه چې دا کار د نارواه امور د پاره د پرمختګ وسيله بلل کيږي .

دا موضوع لکه څنګه چې غاښلی پوښتنه کونکي ورته اشاره کړي ده په هيڅ صورت کومې ښځې د يوازې نقاب اچولو اجازه نه ورکوو بلکی مسلمانه ښځه بايد له الله تعالی څخه وويريږي چادري يا لوی ټکري واغوندي تر څو د فتنو او شر دروازه وتړل شي .

فتاوي البلدالحرام – ألفاظ و مفاهیم فی میزان الشریعة. ص(74.73) ، مکه مکرمه

دا موضوع مو ځکه انتخاب او وژباړله چې نن ځنې فيشني ښځې زمونږ د ټولنې چادري کړيو با عفته ښځو ته ګوته نيسي چې چادري حجاب نه بلکې دا مدرن نقاب او په مريو جوړ شوی فيشني جامې حجاب بلل کيږي .

دا يوه بې اصله خبره ده زمونږ د ټولنې د ښځو په چادرۍ کې د حجاب ټول شرطونه نغښتي دي .

موقع افغانية الاسلامية (آن لاين اسلامې لارښود )


[1] بخاري (1838)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً