په روژه کې د ښځې او خاوند يو ځای کيدل څه حکم لري ؟

بخنه غوارم زما پوختنه دا وه چي په روژه كى د خزى أو خاوند يو زاي كيدل (…) سه أحكام لري

بی بی : ح .س

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په روژه کې کورواله يا جماع کول حرام او ستر جرم بلل کيږي .

الله جل جلا له  فرمايي : أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ … البقرة ۱۸۷ ) .

او په حديث قدسي کې راغلی دي :( كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به يدع الطعام من أجلي ويدع الشراب من أجلي ويدع لذته من أجلي ويدع زوجته من أجلي ) رواه ابن خزيمة وهو حديث صحيح .

يعنې : د الله تعالی ارشاد دی : د ابن آدم ټول اعمال ده لره دي مګر روژه مالره ده او زه به څنګه چه غواړم ددی اجر او ثواب به ورکوم زما بنده زما د رضاء لپاره خپل خواهش نفس ،خوړل او څښل پريږدي, (نوبس زه په خپله خوښه ددی قربانۍ بدله ورکوم) .

عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد )

له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .

په روژه کې جماع کولو سره روژه باطله او قضاء او کفاره دواړه واجبيږي ، يوه روژه قصداً خوړلو سره قضا او کفاره لازميږي چې د يوې ورځې په بدل کې به 60 ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي

 (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۱۴ ) .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ )

دوهم : او په روژه کې د شپې لخوا د پشنمې تر وخته پورې جماع کول جايز دي :

قول الله تعالى : ( أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ ) البقرة/187.

دريم  : که په روژه کې ميړه له خپلې ښځې سره په اکراه او جبر جماع وکړي په اتفاق د فقهاؤ د دواړو روژه ماته ده ، ښځه به يوازې قضايي ادا کوي کفاره ورباندې نشته مګر په سړي باندې قضاء او کفاره دواړه لازميږي .

إن جمهور الفقهاء من الحنفية والمالكية والشافعية في أحد القولين عندهم والحنابلة في القول الذي عليه الفتوى من المذهب قالوا إن الزوج إذا أكره زوجته على الجماع في نهار رمضان فإن صومها قد بطل وعليها القضاء فقط ولا كفارة عليها بخلاف زوجها فعليه القضاء والكفارة .

څلورم : که له نږدې کيدو څخه مو مطلب څملاستل ، ور ترغاړه کيدل وي او په دې حالت کې انزال وشي نو په دې باندې یوازې د روژې قضايي لازميږي کفاره نشته (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۲۹۵ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً