د زکات په هلکه څو پوښتنې ؟

سلامونه او نیکی هیلی می قبولی کړی

الله پاک د تاسو ته د دی نیک او لوی خدمت اجر درکړی واقعآ چی تاسو خپلو مسلمانو وړونو ته ډیر لوی خدمت کوی او ستاسو دا خدمت د ستایلو وړ دی

ګرانه وروره زه یو څو پوښتنی لرم هیله ده چی د اسلام په ړنا کی یی را ته ځواب کړی

پوښتنه :- زه یو کور لرم د کابل په ښار کی خو پکی اوسیږم نه په کرایه می ورکړی خو ضرورت ورته لرم چی پکی و اوسیږم ځکه په کوم کور کی چی زه اوسیږم ډیر تنګ دی خو د بعضو مشکلاتو په اساس خپله پکی نه اوسیږو نو اوس زه باید ددی کور زکات ورکړم او کنه زما مطلب دا دی چی ددی کور د وجی نه په ما باندی زکات کیږی او کنه که چیرته کیږی څومره پیسی باید ورکړل شی که چیرته په تفصیل سره ځواب راکړی مهربانی به مو وی

پوښتنه :- ما د خپل ضرورت مطابق په بعضو ځایونوکی د کور دجوړولو لپاره ځمکی اخیستی دی خو د پیسو د کموالی په وجه می کورونه پری نه دی جوړ کړی اوس پر ما باندی ددی ځمکو زکات شته او کنه که چیرته وی زکات به یی د هغه وخت د نرخ یا قیمت له رویه ورکول کیږی که د روز نرخ په حساب به یی زکات ورکول کیږی

پوښتنه :- تر کومه حده چی ما معلومات تر لاسه کړی د نقدو پیسو لپاره نصاب يو څلويښت زره افغانی ۴۱۰۰۰ اعلان شوی دی ایا دا اندازه درسته ده او که چیرته کال پری تیر نشی بیا خو زکات پری نشته او که څنګه که چیرته په تفصیل سره ځواب را کړی مهربانی به مو وی

پوښتنه :- مثلآ زما معاش يولک افغانی دی نو په دی زکات شته او کنه که په تفصیل سره ځواب راکړی مهربانی به مو وی

 پوښتنه :- زه یو ه پایه د څاه د برمی ماشین لرم ما د خپل روزمره کار او بار لپاره اخیستی دی ایا به دی بندی زکات شته او کنه

که په تفصیل سره ځواب راکړی مهربانی به مو وی

——————————————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په هغه کور او ځمکه باندې زکات نشته کوم چې د بيع او تجارت د پاره نه وي اخيستل شوی .

د اوسيدلو په کور او دکور په سامان باندې زکات نشته که بل اضافي کور وي په کرايه یې ورکړی وي يا مارکيټ وي په کرايه يې ورکړی وي يا خالي ځمکه او نمره وي د تجارت نيت ونه لري زکات په کې نشته کرايه به له سرمايې سره يوځای کوي او زکات به يې ورکوي (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۶۵ – فتاوي المحمودي ) .

ولا……… ودورالسکنی ونحوها اذ الم نتو للتجارت (درالمختار ۲/۲۶۵ سعيد ) .

و فی التنویر و شرحه‌:

«و  فارغ  عن  حاجته  الاصـلیة  نـام  و  لو  تـقدیراً  نلا  زکـاة  عـلی  مکاتب‌…و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».

دوهم : د زکات د نصاب اندازه د ۱۳۹۲ کال د پاره د اسلامي لارښود د زکات د تحقيقاتو څانګې ۴۱۰۰۰ افغانۍ اعلان کړی ده .

د کال په پوره کيدو سره چې څومره پيسی له ضرورياتو څخه پاتې وي کوم چې نصاب ته ورسیږي (۴۱۰۰۰ ) افغاني او يا تر هغه زياتې وي نو زکات ورباندې فرض دی د زکات اندازه څلويښتمه حصه ده .

دريم : د برمي په ماشين باندې زکات نشته ځکه دا د کار سامان دی د کار په سامان باندې زکات نشته د هغه په آمد باندې زکات شته .

 (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۶۵ – فتاوي المحمودي )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً